ټولنیزه برخه

ای کاش چې زه تلويزيون وای!!!

ليكوال: محمد کروړ

دلته هغه ماشوم چې مور او پلار يې د کورني ژوند ډېره برخه د تلويزيون د پردې مخې تيروي او د خپلو بچيانو د تربيې او روزنې يې غافله کړي خپله ارزو پدې ټکو کې تمثيلوي:

“يوې استاذې له خپلو زده کونکو وغوښتل چې د خپلو زړونو ارمانونه او څه چې د الله تعالی نه غواړي چې وريې کړي په يوه پاڼه کې ولکي او ما ته يې راکړي. کله چې کورته راغله، کېښناستله او د ماشومانو دمقالو پر لوستلو يې پيل وکړ، لږ وخت وروسته يې يوې موضوع عواطف وپارول، او له سترګو يې اوښکې و بهېدلې، دم ګړۍ خاوند کورته راننوت، نو د ژړا لامل يې ترې و پوښته:

ـ ای نازمينې ولې ژاړې؟

ـ د ماشوم مقاله مې ژړوي، درواخله خپله يې ولوله…

سړي پر لوستلو پيل وکړ: “يا الله! زه درنه نن شپه يو ډېر ځانګړی سوال کوم، ما نه تلويزيون جوړ کړه! يا الله زه غواړم چې د تلويزيون ځای ونيسم، زه غواړم چې نور د تلويزيون غوندې ژوند وکړم، او خپل کور کې د تلويزيون ځای اشغال کړم، ټوله کورنۍ رانه چاپېره وي، او زما خبره په ډېر جديت سره اخلي، کورنۍ کې د پام وړ او محوري نقطه وګرځم، دوی ټول ما ته غوږ ونيسي، او بې لدې چې نېوکې راباندې وکړي او يا راسره پرېکون وکړي او يامې د پوښتنې لاندې راولي خبرې مې په ډېر جديت سره واوري.”

وړاندې وايې:” زه هغه پاملرنه غوړم کومه چې تلويزيون ته د خرابوالي پرمهال ورکړای شوې”

” زه غواړم کله مې چې پلار د خپلې دندې رخصت شي لمړنۍ ملګری يې شم، تردې که ستړی هم وي، او زه مې مور هم غواړم چې د سختی او غم حالت کې ملګر واوسيږم، يا الله! له تا مې خپل ورونه او خوندې داسې غوړم چې خپل منځ کې زما سره په ناسته، ملګرتيا او مجلس جګړه کوي .”

لدې وروسته وايې:” يا الله! زه غوړم چې پدې پوهه شم زما کورنۍ هميشه خپل ټول کارونه او مصروفيتونه پريږدي ترڅو ماسره لږ وخت تېر کړي”

پای کې وايې:” يا الله! بل نه وروستی سوال درنه داکوم چې د دې توفيق راکړې د تلويزيون نه يې ډېر خوشحاله او خوښ وساتم!

يا الله! ډېر څه درنه نه غواړم؛ دومره درنه غواړم چې د يو تلويزيون غوندې ژوند وکړم.”

دې سره خاوند د دې له لوستلو فارغ شو، نو ويې ويل: ريښتيا هم دا ماشوم دېر بيچاره دی، خو ډېر بېکاره مور او پلار لري.

معلمې بيا پر ژړا پيل وکړ، ورته يې وويل: دا مقاله زموږ زوی ليکلې وه.”

دا نه ناول ؤ او نه خيالي کيسه، دا زموږ د هريو د کور د ماشوم فرياد دی. دا بيچاره ماشوم زموږ د کور ماشوم دی، زمونږ کشر ورور او زوی دی، او همدا مور او پلار يې هم مونږه يو. نن تلويزيون مونږ له خپلو بچيانو مسافر کړي يو، نن چې هر يو زوی کور کې د پلار څنګ ته ناست وي داسې ګمان کوي چې پلار يې په دبۍ يا نيويارک کې مسافر دی، هغه په اسانۍ له تاسره خبرې نشي کولای، ځکه هغه پوهيږي چې د نيويارک نه دې کوټې ته د يو فکر راوستل ډېر ګران کار دی، داسې نه چې کومه څپړاقه وخورم، د هغې زړه کې ډېرې پوښتنې، کيسې، ولولې او انګازې وي هغه هرڅه تا سره شريکول غواړي خو هغه قوي يقين لري چې پلار مې ډېر لرې دی، دا هرڅه له ځانه سره په همدې ځای پرېږدي، نو خپله سينه کې يې خښوي.

ولې به داسې فکر ونکړي چې ده ته له پلار او مور څخه له ډوډۍ پرته نور څه خير نه رسيږي، هغوی ته د دې تربيه او روزنه، لدې سره ناسته او ملګرتيا، د دې خبرې اورېدل، ددې نظر او فکر معلومول کوم اهميت نلري.

ګډ ژوند ورسره وکړئ:

نصيحت ورته وکړئ؛ بچيان تاسې ته ډېر احترام لري ، تاسې که قرآنکريم ته مراجعه وکړئ؛ وبه وينې چې الله تعالی موږ ته د بېلګې په ډول لقمان حکيم ښايې چې خپل کوچني زوی ته په څومره مشفقانه او حکيمانه انداز کې روزنه ورکوي؟ او د شفقت او مهربانۍ نه ډکه لهجه کې خپل زوی لمړی ته د دين اساسي او بنسټيز حکم ورزده کوي: (( وإذ قال لقمان لابنه وهو يعظه يا بني لا تشرك بالله إن الشرك لظلم عظيم ))

اروا پوهان هم کو چنيانو سره ګډ ژوند، او په کوچنيوالي کې د ماشوم روزنې او تربيې ته د مور او پلار پاملرنه اړينه بولي او سخت تاکيد پرې کوي.
کوچنيانو باندې په خوږه لهجه کې نصيحت د کاڼي کرښې پڅېر اثر پريږدي، او هيڅکله به يې ماشوم له پامه ونه غورځوي.

عملي ژوند يې څارئ؛ غلطۍ يې سموئ او د بدې لارې پرځای سمې لارې ورښايئ؛ ځکه يواځې ” داسې مه كوه!” يا “داسې وکړه!” ډېر ګران پرېوځي. پدې اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت ډېر د پام وړ دی، او د نصيحت يوه ممتازه طريقه ده، هر مورو او پلار يې بايد خپله کړي؛ لکه: رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډوډۍ پرمهال يو ماشوم ته وايې: د دډوۍ شروع په بسم الله کوه، او په ښي لاس خوراک کوه، له خپلې مخې يې خوره.

خپلو بچيانو او ورونو سره خبرې او مجلسونه کول، نظرونه يې اورېدل، او له ځانه سره يې مهمو او علمي پروګرامونو ته بيول؛ دا ټول هغه څه دي چې اولاد خپل پلار ته نږدې کوي، او بې باورئ يې لمينځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
samandar

خدایه ! ما ټلویزون کړه معلمي له خپلو شاګردانو وغوښتل چې هر یو داسې موضوع ولیکئ چې په هغه کې له خدایه وغواړې چې د زړه هیلې یې ور پوره کړي . هغوی ټولو د خپلو زړونو تمناوې او هیلې ولیکلې او هغې ته یې ورکړې . هغه چې کورته راغله د لیکنو لوستل یې پیل کړل ، خو دیوه ماشو م موضوع یې چې ولوستله ډیره متاثره شوه ، په ژړا یې پیل وکړ او سخت زیات يې وژړل، په دې وخت کې یې میړه کورته راغی او دا یې چې په ژړا ولیدله ویې پوښتله چې ولې ژاړې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x