نړۍ

د اذربایجان ولسمشر د قره باغ په مرکز کې د خپل هیواد بیرغ پورته کړ

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، تله، ۲۴مه، ۱۴۰۲ل)؛ د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف، د قره باغ په مرکز کې د خپل هیواد بیرغ رپاند کړ.

دا په داسي حال کې ده چې تېره میاشت د اذربایجان ځواکونو له عملیاتو وروسته ټول ارمنیان چې شمېر یې ۱۲۰زرو ته رسېږي، له قره باغ څخه ووتل او ارمنستان ته لاړل.

د ویلو ده چې ارمني بېلتون غوښتونکو دا سیمه په ۱۹۹۰ کال کې نیولې وه او له هغه وخت را هیسي دواړو هیوادونو د دې سیمي په مالکیت دعوې او شخړي درلودې. له هغه نېټې را هیسي قره باغ ته د اذربایجان د ولسمشر دا لومړی سفر دی چې په ترڅ کې یې هلته خپل بیرغ رپاند کړ.

اوس مهال له ۳۵ کلونو وروسته قره باغ بیا ځلي د اذربایجان تر واک لاندي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx