نظــر

د ګډوالو اخراج او زموږ د حکومت مسۇليت

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

داچې د پاکستان هېواد مظلوم افغانان کډوال په داسي وخت کې وباسي چې له يو لوري دژمي موسم راروان ده له بل پلوه افغانان له څه کم پنڅه لسيزي جګړې څخه تازه راوتلي، په داسي يو حساس وخت کې دپاکستان هېواد دا پريکړه دټولو ديني لارښونو او بين المللي نورمونو خلاف عمل ده.
داچې پاکستان موقت حکومت دمهاجرو، افغان حکومت او نړيوالو سازمانونو غوښتنو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي دا د موقت حکومت پاليسي نه بلکې دا د اسټیبليشمنټ غير اني تګلاره ده چې ديو پشتون په نوم واکوال په لاس يې پر غريب ګډوال تطبق وي دڅه لپاره اسټيبليشمنټ په داسي حساسو شرايطو کې داپريکړه کړي،

څو موخي تر لاسه کول غواړي؟

لومړۍ: داچې پاګستان له تاسيسه تر اوسه دارزښتونو دپلور په مټ خپل کاذب اقتصاد لرلۍ دتاسيس په زمانه کې انګليس ته په دي پار چې پاکستان به د برطانيه ټول هغه دستور او قوانين پلي کوي چې انګليس يې خپل دستاور او مهم اصل ګڼې او بدل کې به يې برطانيه دپاکستان په رغولو کې پوره ونډه اخلي ددي بهير وخت لا ډېر نه و تير شوی چې اتحادی جماهير شوروي له غرب سره دنړۍ پر واکوالي شخړه ګرمه شوه او اسلامي هېوادو لاندې کولو او ګرمو اوبو ته دځان رسولو په خاطر يې لومړۍ په افغانسنان يرغل وکړ چې مجاهد ملت یې مقابلي ته راوړاندې شو طبعي ده چې دغه ستر تبارز ناخوالي لرلي چې يوه هغه يې هم دافغان ملت هجرت ګاونډيو هېوادو ته وو چې يو هم پاکستان هېواد و چې زموږ ډېر هېوادوال ورغلو پاکستان ددي پر ځای چې اسلامي ورورولۍ پر اساس زموږ له مهاجرو سره رويه وکړي، برعکس يې دلويديځ سره دګډوالو پر سر معمله شروع کړه دغرب څخه دمرستو اخيستنه نوي سلنه يې خپله وړله لس سلنه تر هيف ميل وروسته بيچاره کډوالو ته ورکوله کله چې افغان ملت اتحاد جماهير وځغلولو پاکستان جمع نړۍ دشوروي له شره په امان شوه او په خواکې څوارلس هېوادونو دافغان ملت په ايثار او قربانۍ ازادي واخيسته غرب بله نقشه پاکستان ته ورکړه چې دغه ازادۍ کټونکي سره وجنګوه هغه و چې پاکستان دغرب په اشاره مجاهيدين داسی استعمال کړو چې دجهاد ټول ارمانونه په اوبو لاهو شو اوس هم پاکستان غواړي چې غرب ته داسي سګنال وليږي چې داسلامي امارت انزوا او ورباندې فشار اچولو په ناحقه لوبه کې له تاسو سره لوبيږو تر څو متاع ترلاسه او مخ پر ځوړ اقتصاد ته د مالوچو ستني ورکړي،

دويم:دپاکستان هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده دا چې دسريلانکا په برخليک اخته نشي ولس يې دګرانۍ په اور کې سوځي دولس توجه دګرځولو په پار يې دمهاجرو موضوع راپورته کړه،

دريم:څرنګه چې پاکستان دلړزانده اقتصاد له امله امنيتي ننګونې نه شي مهارولي دخپلي ناوسۍ دپټولو په خاطر پر افغان دولت (اسلامي امارت) دکډوالو موضوع د فشار دافشن په ډول رامنځته کړه،

څلورم: غواري چې پر کډوالو دفشار له افشنه څخه نوري موخي تر لاسه کړي لکه دکډوالو په برخه کې نړيوال مرستندويه بنسټونه صحني ته راوستل او په مټ يې کاذب اقتصاد ته وده ورکول

دپاکستان یا مجبورستان ددغه ناځوانيو ته پرکتو زموږ دحکومت مسؤليت او کورنۍ دنده څه ده؟ څو مشخصات يې مخته ږدو

لومړۍ: چې څومره عاجل کيږي پر نړۍ اسلامي هېوادو ږغ وکړي چې دمهاجر دلاسنوي لپاره راودانګي

دويم: راتلونکو کډوالو ته لومړني تسهيلات برابرول لکه سر پنا، البسه او لومړني خوراکي توکي

دريم: دغريب مهاجرو په خواکې شتمن افغان مهاجر وهڅول شي چې خپله پانګه خپل هېواد ته رانقل کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx