نظــر

په ملکي ادارو کې ځينې ستونزې او حل لارې يې

ليکوال: مفتي شمس الرحمن اوریاخېل

دا چې حکومت مسؤلیت لري ترڅو خپل ولس ته په ملکي خدماتو کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، په همدسې آساس غواړم چې د ولس دوه اساسي ستونزې او ورسره ممکنه د حل لارې شریکې کړم ،هیله ده چې تر مسؤلینو ورسېږي او په اړه یې فکر وکړي.

1- په بانک کې د تعرفې تحویلول.

د ملکي ادارو عائداتي څانګې خپلو مراجعینو ته د خدماتو په بدل کې سپارښتنه کوي،چې دومره اندازه افغانۍ په فلان مشخص بانک کې تحویل کړه، دا مراجعین چې همدې مشخص بانک ته ځي، نو هلته لیدل کیږي چې لسګونه نفر د دې څخه وړاندې په کتارونو کې د خپل نوبت لپاره په انتظار ولاړ وي ، یاد انتظار ساعتونه وخت اخلي ،تر دې چې کله داسې هم وشي چې چا ته نوبت ونه رسیږي او دا ورځ یې په دولتي اداره کې کار پاتې شي، بیا په سبا ورځ همدا مراجعین سره د نورو ملکي ادرو مراجعینو سهار وختي د رسمیاتو څخه وړاندې کتار جوړ کړي، غرض دا چې دا سلسله همداسې ادامه لري ،د دې ستونزې تر ټولو لویه اغېزه په هغه چا وي چې د ولایاتو څخه کابل ته راغلی وي او کار یې د همدې کتارونو له امله بلې ورځې ته وځنډیږي.

د دې مشکل د حل لپاره لاندې لارې چارې که په کار واچول شي، ممکن دا ستونزه ورسره تر یو حده حل شي:

اول: په هره اداره کې د مراجعینو د سهولت په خاطر د عائداتو راټولولو یو بخش پرانیستل شي او د عائداتو د راټولو څخه وروسته دې د ورځې په پای کې یو ځای یاده اداره بانک ته وسپاري.

دوهم: هغه اداره چې عائدات یې زیات دي مثلا د ترافیکو ریاست، دوی کولای چې د مراجعینو د سهولت په خاطر د اړوند بانک سره د توافق څخه وروسته د بانک یوه څانګه په خپله اداره کې پرانیزي (لکه یاده چاره چې د پاسپورت ریاست په کابل کې ترسره کړې).

دریم: ادارې کولای شي چې د یو مشخص بانک په ځای په دوه یا درې بانکونو کې د عوائدو د راټولو لپاره بانکي حسابونه پرانيزي، په دې توګه به ټول مراجعین یو بانک ته نه کتار کیږي.

څلورم: که بالفرض دا پورته صورتونه د څه ملاحظاتو له امله نشي عملي کېدلای، نو په همدې مشخصص بانکونو کې دې غرفې زیاتې او کار چټک کړل شي، تر څو د خلکو کارونه د ځنډ سره مخ نشي.

2- په ملکي ادارو کې د مراجعینو لپاره د معلوماتو نه شتون.

دوهمه ستونزه چې په ملکي ادارو کې ورسره عام مراجعین مخ دي، هغه د معلوماتو او د عامه پوهاوي کموالی ده.

مثلا د ثبت احوال نفوس ریاست ته که یو څوک د خپلې تذکرې د اصلاح په خاطر مراجعه کوي، نو ریاست ته د داخلېدو په پار په اوږده پیاده روي مزل کوي او د مختلفو امنیتي پلټنو څخه تېریږي، د داخلېدو او انتظار څخه وروسته د اړونده شعبې څخه ورته ویل کیږي چې فلان فلان اسناد دې کم دي یا هم د فلان فلان اسنادو کاپیانې راوړه او دومره قطعې عکسونه راوړه .

دا کار که له یوه پلوه د مراجعینو وخت ضایع کوي، له بل پلوه د ضعیف، معیوب او زنانوو لپاره دا چاره ستونزمنه ده.

د دې مشکل د حل لپاره که لاندې دوه کارونه وشي، ممکن دا ستونزه ورسره تر یو حده حل شي:

اول: د ملکي اداراتو په دخولي دروازو کې معلوماتي غرفي جوړې شي، ترڅو اړونده ادارې ته د داخلېدو څخه وړاندې د عارض اسناد وپلټي او لازمې لارښونې ورته وکړي، هر کله یې چې اسناد تکمیل کړل بیا دې داخل ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

دوهم: د ملکي اداراتو مخې ته دې په دیوال کې یو ځای ځانکړی شي او هلته دې هره شعبه د خپلې شعبې اړوند پوره معلومات او تیلیفون شمېرې د یو کاغد په توسط په یوه لوحه وځړوي، نو د دې په توسط هر څوک کولای شي خپل اسناد اماده کړي او يا دې دواړه چارې ترسره کړي، څو بې سواده او باسواده دواړه ترې پۀ خپل فرصت فائده واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx