ادبي لیکني

روڼ منزل او تیاره شپه!‎

د تېر خونړي انقلاب یوه زړه بوږنونکې خاطره

لیکوال: سلیمان حمیدي

‏نسبتًا د امریکایي یرغل لومړۍ ورځې وې. نیمه شپه وه. تورې تروږمۍ د جومات ټول اړخونه نیولي وو. زه کشر طالب وم له غافل خوب سره سره د جيټ الوتکو غره هارې او وحشي غږ را بیدار کړم.

مشرانو طالبانو له هندارو څخه تماشې کولې. په چالاکۍ مې د جومات د دروازې ځنځير خلاص کړ ‏او دروازه مې پرانیستله. غوښتل مې د بېروني جومات له هسک څلي څخه ننداره وکړم. ناڅاپه مشر طالب ملګري له لاس څخه کش کړم او له بیرون تللو څخه یې بند کړم. ما هم خبره ومنله او د جومات د یوې هسکې هندارې پورتنۍ برخې ته مې ځان ورساوه. د ترجیع کلمه مې په ژبه چارې وه. ماشومتوب و، ‏بس هیڅ وېره مې نه احساسوله او د شهادت لوړ مقام او درجې خبرې مو نږدې ورځو کې د مشرانو طالبانو د احادیثو د تدریس پر مهال اورېدلی وې، انګيزه ډېره پیاوړې وه.

څه به مو سر خوږوم، د هندارې نندارې ته داسې متوجه وم لکه د یو مشکل کتاب حاشیه، چې مطالعه کوم. ناڅاپه د جيټ الوتکو غره هاری ‏په یو درانده درزها بدل شو. د بمونو لوخړو کې رڼاګانې لکه د اسمان د متحرکو ستورو په څېر تلې راتلې. له بلې خوا به پر عمومي سرک ځای ځای یوه رڼا په تیزۍ تېره شوه. مشرانو طالبانو ویل اخ لکه چې بمبارد یې پیل کړل. زما ملګری چې زما نه کشر و سترګې یې ډکې شوې او په غریو یې وژړل او ویې ویل: ‏زموږ کور کې به څه حال وي؟ ما ورته کړل: ستاسې کلی نه د کلاخیلو شاوخوا ښکاري. ښه لحظه یې په سلګو سلګو وژړل. مشرانو طالبانو یې پر سر د شفقت او اطمنان لاس راکشاوه.

دې حالت دوام درلود. څو ساعتونه مې هنداره کې د یرغلگرو د بمبارد  ننداره وکړه. سترګې مې سرې وې او ډېر نابلده تصورات او احساس مې کول. روح مې د بمونو سرو لمبو، جنت، د الله جل جلاله رضا او بېلابېلو فکرونو غرق کړی و. شپه ډېره اوږده شوه. د خوب څرک نه لګېده. بمونه وار تر بله تیزېدل او غږونو یې زموږ په غوږونو څه چې زړونو کې انګازې کولي.

‏دې حالت دوام درلود، نږدې د سهار رڼا په راختو وه، چې الوتکې د تللو په حالت کې ښکارېدې، غره هاری یې سپک او څه بل ډول شو. داسې ښکارېده چې نور پر مالوم ځای نه راتاوېږي او مخامخ تګ کوي‏.

د جومات سپینږیری عبدالله کاکا د دروازې ځنځير وشرنګاوه او د “سهار دی جیګ شئ طالبانو!” ناره یې وکړه‏. یوه ملګري مو دروازه ورته پرانیستله او د شپني حالت په اړه یې وپوښتل خو تر اوسه مالومات نه و. سهار شوی و، خو لا ښه تیاره وه. د ملایانو اذانونه آهسته آهسته پیل شول، رڼا په زیاتېدو شوه. موږ هم اذان وکړ. سهار بل ډول ښکارېدله. کلیوال لمانځه ته ورو ورو راتلل. هرڅه تر نورو ورځو بدل ښکارېدل. سپينږيري مظلوم او خپه ښکارېدل او له فکرونو ډک ګامونه یې اخیستل. جماعت وشو، لمر نن بل ډول ځليده. څه  وخت وروسته خبر شوو چې ‏کلاخیلو کلي کې د اشغال ګرو چاپه وه، څو تنه ملکي کسان یې سخت وهلي او شكنجه کړي وو، یو شمېر مظلوم کلیوال او د سبق طالبان یې  زنداني کړي وو او څو تنه مجاهدين د دفاع په حالت کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي وو. إنا لله و إنا إلیه راجعون!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx