نظــر

ولي چین د اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو لپاره یو سترګام پورته کړ؟

مولوی ګلاب الدین خپلواک

چین د آسیا په ختیځ کي یو پیاوړۍ اقتصادي هیواد دی، چي په نړۍ کي د پنځو مهمو قوتونوڅخه بلل کیږي، چین د نړۍ د اقتصاد واګۍ په لاس کي لري چي د نړۍ تقریبا ستر قدرتونه لکه آمریکا او روسیه اقتصادي او تجارتي راکړه ورکړه ورسره کوي، د چین سیاست نړیوال اقتصاد محوره سیاست دی.
اوس سوال دادۍ چی، چین د څه لپاره اسلامی امارت ته د اولې ورځې څخه خلاصه غیږ ورکړه؟

د دي سوال لپاره کیدای سي څو ځوابه ولرو،

لومړۍ: داچي د چین او اسلامي امارت تر منځ مشترک هدف موجود وو چی هغه د آمریکا زوال د افغانستان او سیمی څخه.

اسلامی امارت هڅه کول چي افغانستان د اشغال څخه خلاص او خپل حکومت چي د آمریکایانو له خوا له منځه تللۍ وو بیرته تر لاسه کړی، او چین هم ورته هدف در لود چی د آمریکا حضور د سیمې خصوصا د چین دګاونډي توب څخه لیري کړي، نو ځکه یې وار له مخه د اسلامي امارت سره اړیکي ټینګې او مصئون تګ را تګ یې ورسره پیل کړ.

دویم: داچي چینایانو ته جوته وه چي دافغانستان پخواني جهادي مشران، چي د آمریکا له راتګ سره افغانستان کي یوار بیا دآمریکایانو پر اوږه سپاره د افغان مظلوم ولس پر ګردو ور وختل، او افغان مظلوم ولس د وینو زبیښلو ته یې ور ودانګل، د آمریکا لاس پوڅي او د آمریکا د ګټو لپاره به دافغانستان پر هیڅ ګاونډي باندي رحم ونکړي نو د دغو شریرو آمریکایې پلوو څیرو د را پر زولو په خاطر یې، د افغانانو اصیلو بچو ته چي خپل د هیواد د آزادۍ لپاره د اسلامي امارت تر چتر لاندي را ټول سوي وه، او دیو اقتصاد محوره او متوازن سیاست خاوندان وه لاس ور وغزاوه، چي نن یې موږ د تعامل وروسته، د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو شاهدان یو.

دریم: د سیمې هیوادونه د افغانستان د تیرو څلورو لیسزو ناورین څخه دا نتیجې ته رسیدلي، چي د افغانستان بی ثباتې د نړۍ اوسیمې د بي ثباته کولو لپاره یو بالقوه خطر جوړیدای سي، او چین بیا تر ټولو هیوادو د یاد خطر څخه ویره لرل، نو ځکه د چین هڅه داده چي د اسلامي امارت سره چي اوس د افغانستان لپاره د یو مرکزي او واحد حکومت حیثیت لري نژدي اړیکی وپالي، تر څو افغانستان بیا د بي ثباتۍ او تاوتریخوالي کندې ته ور ټیل نه وهل سي، او په راتلونکي کي، چین ته د افغانستان تاوتریخوالۍ بالقوه خطر جوړ نسي او د نړیوالو قوتونو د سیاليو په مرکز بدل نشي،نو دوي هڅه کوي چی د اسلامي امارت سره په مختلفو سیاسي، اقتصادي، علمي او نورو څانګوکي غیږ ور کړي، تر څو یاد بالقوه خطر څخه یی ځان ژغوره لۍ وي.

څلورم: چینایانو ته تر هر چا اقتصادي پیاوړتیا او د نړۍ اقتصادي ځواک جوړیدل اود نړۍ اقتصادي واک په لاس کي اخیستل ډیر مهم دي، چینایانو د نړۍ اکثرهیوادو کي پر اقتصادي زیرمو خصوصا معادنو خیټه اچولي، حتی آفریقایی هیوادونه چی د نړۍ مهم معادن لکه اورانیوم لري، اود چین څخه ډیر لیری پراته دي، لاهم د چین دسترګو ندي پټ او هلته چین د معادنو پر استخراج پانګونې کړي ، په آفریقایې هیوادو کي دا وروستنې کودتاګانو او تحولاتو چینایان خوا توري کړي، او د لاري لیری والۍ هم باعث د دي دی، چي چینایان د لیري پرتو هیوادو پرځای د معادنو خزانې افغانستان ته مخ را واړه وي، اوسني امنیت او د اسلامي امارت اقتصاد محوره او متوازن نړیوال سیاست او د آمریکایانو نشتون،چین ته دا انګیزه ورکړه چي د لیري پرتو او بي ثباته هیوادو پرځای با ثباته افغانستان ته زړه ښه کړي.

چین ته دا واضح ده چي اسلامی امارت به تر هغه وقت د چین سره استراتیږیکي اقتصادي اړیکي ټینګې نکړي، تر څو چین د افغانستان حاکم دولت ته په نړیواله کچه د رسمیت پیژندلو لپاره لابي،لاره هواره او د نړۍ هیوادونه ودي ته و هڅه وي چی د اسلامي امارت سره د تعامل او د رسمیت پیژندلو ګامونه پروته کړي.

په نړیوال سیاست کي د یو هیواد د ر سمیت پیژندلو لپاره دوه ډوله رسمیت کاریږي، یو یې صریح رسمیت پیژندل دي، چي هیوادونه د اعلاميو له لاري بل هیواد په رسمیت پیژني، او بل یې ضمني رسمیت پیژندل دي چي هغه د رسمي اعلامیو پرته د یاد هیواد سره په متخلفو څانګو کي لکه اقتصادي، سیاسي، علمي، فرهنګي او ډیپلوماټیکي اړیکي دي چی د مطلوب هیواد سره یې کوي، د نړۍ اوسیمي اکثرو هیوادو اسلامي امارت په ضمني توګه په رسمیت پیژندلۍ خو چین د خپل نوي سفیر او هغه د اعتبار نامي سره افغانستان ته رالیږل او اسلامي امارت ته دا موقف ورکول لکه د یو رسمیت پیژندل سوي حکومت، دا د چین له خوا صریحي رسمیت پیژندلو پر لور ستر او اساسي ګام وو، چي کیداسی نور هیوادونه هم د چین څخه د الګو اخیستلو سره د اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو لپاره همداسي ستر ګامونه پورته کړي.

کابل افغانستان
14 سپتمبر 2023

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx