ځوان ته !

لیکوال : رحمت الله حکیمي

منم ، چې ځوان د ټولنې هغه وګړی دی کوم ، چې تل د رغښت سترګې دده په لور ورکږي وي ، خو هغه ځوان کوم چې په پلرني ټاټوبي کې یې سمه پالنه شوي وي او د(امر باالمعروف نهي عن المنکر ) په فرموده یې غوږونه څک کړي وي ، بریمن ځوان هغه دی کوم چې دقرآن او احادیثو تر سیوري لاندې د انسانیت په داسې پوله ولاړ وي ، چې داخلاقو په معیار جوړه شوې وي ، الله (ج) په خپل معزز کلام کې فرمایي : (( انهم فیتیة آمنو بربهم وزدناهم هدی )) کهف ژباړه :په یقین سره دوی دځوانانو یوه ډله وه ، کله یې چې په الله (ج) ایمان راړو نو الله (ج) هدایت ورته زیات او دهدایت لاره ورته پراخه کړه .

دځوان لفظ مې په هر یوه نه لوریږي ، ځکه کله چې نوموړی لفظ مې په غوږو ولګیږي سمدلاسه مې ورسره دمېړانې ، اسلامیت ، هڅې او رغښت درنې کلمې دذهن دروازه ټکوي که هر کس د نوموړو نورمونو نه مټې راتاوکړي هغه که په هر عمر کې وي ځوان ورته وایو ځکه پورتنۍ کلمې د ځوان ځانګړې ځانګړتیا وي دي .

دپرمختللې اسیا او وروسته پاتې اروپا شعار موولې په پرمختللې اروپا او ورسته پاتې اسیا بدل شو ، فکر کوم علت به یې داوي ، چې غربي نړۍ په فکرونو حکومت کوي نه په کورونو، دالفت په خبره دفکر ازادي دهېواد ازادي ده ، کچیرې ژوند په معنویاتو ولاړ وي ، هېڅکله به مو ځوان دپردیو سیوري ته دمه ونه کړي او نه به دبل لوړ غږ په ځان ومني ، دټولنې څلوېښت سلنه ځوانان مو دځوانۍ معیار ، دپردیو پرهنګ ته دمه ورکول ، او ډول ډول مودونه ګڼي ، که یوه شېبه د پوهې ، پرمختګ او دقرآن دحاکمیت په اړه فکر وکړي دې غم ځپلې ټولنې به څومره ګټه کړې وي ، په دې نه وېریږم چې ننۍ ځوان مو تیر بام او تیرنام وېښته او فرانسوی ږیروي جوړوي ، په دې وریږم چې راتلونکې نسل ته به د لارښوونې په کومه سترګه ګوري ، دسید جمال الدین افغان دهغې خبرې نه چې وايي: (( په ملک کې داخلي اصلاحات او رامي راولئ او دپردیو د یرغل نه یې وساتئ )) نه شرمیږي ، دسید نورمحمد شاه هغه خبره یې سترګو ته نه دریږي چې د انګلیستان دپاچا چرچل د دغې خبرې ((تاسې افغانان داسې یئ لکه دغنم دانه چې دژرندې د دووپلونو په منځ کې وسرویل شي )) په مقابل کې وویل (( موږ داسې یو لکه دتلې شاهین چې کومې پلې ته مو خوښه شي په ځمکه یې ولو او کومې پلې ته مو چې خوښه شي اسمان ته یې جګوو)) راځئ نور دتاترین د کندې نه ځانونه راوباسو .

هېڅوک نه غواړي چې ځان تر نورو کم وګڼي ، کله چې د ا دعوه کوو داسې محاسبه مو د ځان سره کړې ، چې تنها ویل لارې هوارولی شي ؟ تنها ځان ته د نرګیسیت جامه په تن کول نورو ته د زیور جامې ورپه غاړه کوي ؟ دې ته مو پام نه دی کړی چې ښې او ګټورې خبرې خو په دېواله هم لیکل شوې وي بهترین انسان د هغه د عمل څخه پېژندل کیږي ، دا ټولنه یوازې ویلو وېلې کړې که هر څومره د پرمختګ ، سوکالۍ نارې ووهو که عمل ورسره نه وي هغه دېواله ته ورته یو چې ښې خبرې پرې لیکل شوې وي .

داټولنه د خلکو لاپو ته ضرورت نه لري ، تنها په ځم ځم منزل ته نشو رسیدای تر څو چې په خپلو قدمونو ، انرژۍ او د پښو په ستړیا سره لاره لنډه نه کړو ، طبعي ده چې د هرکار سرته رسول بې خوارۍ نه کیږي ، پکارده چې د لوړ عزم ، صبر او حوصلې نه کار واخیستل شي لکه غزلبول استاد پسرلۍ چې وایي :

پام او حوصله غواړي د ژوند پړاو کې هر قدم
لار په منډه نشي طی کولای سپور په تیږو کې

د ښه فکر او ښې کړنې معیار د هېواد د پرمختګ نيلي ته ساه ورکوي نه د سرمایداري او دیکتاتوری ته ، دلته باید هر کس ته د کار په معیار دستار وروتړل شي نو د سمتي ، ژبني ، ګوندي ، سرمایدارۍ او شهرت په خاطر په دې اړه د قلم اوتورې سالار خوشحال خان خټک وایي :

چې دستار تړي هزار دي
ددستار سړي په شمار دي

زموږ سترګو ته هغه څوک ښه سرمه جوړولای شي چې د کاڼي د میده کولو ، چاڼولو او صافولو وړتیا ولري د پسرلي صیب په خبره :

ماته تر پرتو کاڼو ولاړې دوړې ښې ښکاري
نه وینم د پورته الوتلو زور په تیــــږو کـــــــــــې

زه دځوان دنړیوالې ورځې مبارکي هغو ځوانانو ته وایم ، چې په ریښتيني ډول داسې ځواني ولري کوم چې ددغه درد ځپلي اولس نه دپوهې په زیور دیتیم اوښکې وچې، په ځان وېسا افغانستان دپاره مټې رابډو هي او ددې وطن کونډې ته دعفت پړونۍ ورپه سرکړي ، او په دشاعر په دې وینا ترې مخه ښه کوم :

هغه ځوان چې دوطن په درد کړیږي ــــ که سل ځله پر مخ لویږي پورته کیږي
ما ترې سل ځله قربان او صدقه کړې ــــ چې دمرګ په پوله ناست وي لاخوځيږي
دبریمن او هڅاندځوان دپیداکیدو په هيله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د