ټولنیزه برخه

تپي داوړ !!‎

انور داوړ

تپي کلی:

تپي داوړ د شمالي وزیرستان يو نامتو کلی دی. چې د میرعلي بازار څخه 14 کیلومتره او د میرامشا بازار څخه 13 کیلومتره واټن کې موقعیت لري‌ او په ميرامشا تحصيل پورې مربوط دی. د احمدشاه ابدالي وخت له سرشمیرنې له مخې تپې کلی په 1000 کورنیو شمېرل شوې دی. تپي کلی د داوړ قبيلې یو له مهمو او لویو کلیو څخه ګڼل کېږي. داوړ قوم په دوو ګوندونو وېشل شوی دی، چې یو ته تور ګوند وايي او بل په سپین ګوند بلل کېږي. ( تپي زاد او ملي زاد ).

تپي کلی د تور ګوند سره تعلق لري، لکه حیدر خېل، ایپي، ارغوند، ایسوړي، ميرامشا دا کلي هم تور ګوندي دي. چې دوی د تاپیزاد په نوم هم يادېږي. د تپي کلي خلک د توچۍ سیند په دواړو غاړو کې موقعيت لري.‌ تپي کلی تر میرامشا، مبارکشاهي حکیم خېل، څخه تر سپلګې پورې خپل سرحدونه لري.
تپي کلی دواړه غرېيزه او هواره ځمکه لري، غرونه يې له معدنیاتو ډک دي او هواره ځمکه يې ډېره زرخيزه حاصلخیزه ده. هر رنګ کرنې لپاره مناسبه ده لکه جوار، غنم، اوربشې، وریږې او داسې سبزۍ لکه تماټر ، بینډۍ وغیره خو تر ټولو لوی لوی باغونه په کې د انګورو دي. د تپي ځمکه د توچۍ سیند په واسطه اوبه کېږي .

د تپي خلکو قومي اتفاق او قومي چيغه، لښکر ډېر مشهور او مظبوط دی، دوی ډېر زړور، پياوړي، تکړه او میلماپاله خلک دي. د تپي کلي د ملکژدر مېله ډېره مشهوره ده. چې د لوی اختر څخه یوه ورځ مخکې لمانځل کېږي او په ګڼ شمېر داوړ ، وزير برخه په کې اخلي. په ملکژدر مېله کې خلک ډولونو ته اتڼونه کوي او په ټوپکو باندې نښې نښانې هم ولي. ملکژدر او ژدار دا دوو تاريخي قبرونو نومونه دي چې تاريخ يې تقريبا زرو کالو ته رسېږي. ملکژدر هغه تاريخي ځای دی چې داوړو ، وزيرو او فقیر اېپي لومړی د انګرېزانو سره د خپلواکۍ جګړې اعلان وکړ. تپي کلی په څلورو غټو څانګو وېشل شوی دی، ژوخېل، کبیرخېل، ناناخېل او پلالي مشتمل دي.

په تپي کلي کې 82 جوماتونه دي. په اووه ځایونو د جمعې لمونځ ادا کېږي او په اتلس ځایونو کې په لوډسپیکرونو کې اذان ورکړل کېږي. څلور ديني مدرسې لري او یو په کې ګورنمېنټ هايي سکول دی.

اووه پرائمري سکولونه د هلکانو دي او داسې د جينکو دي. درې پرايوېټ سکولونه دي. درې څلور واړه هسپتالونو دي. تقريبا 200 دوه سوه سرکاري جاب لرونکي کسان دي لکه ډاکټرز ، ټيچرز ، انجنيرز او داسې نور … او دوه پکې کوچني بازارونه شتون لري چې د کلي ډیری کوچنۍ اړتیاوې پوره کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx