ټولنیزه برخه

شمالي وزيرستان !!‎

لیکوال: انور داوړ

شمالي وزيرستان د پښتونخوا یوه تاریخي ولسوالۍ ده چې د کال 2018 پورې اېجنسي وه چې د تور قانون اېف سي آر لاندې وه. دغه ولسوالۍ بیا په 2018 کې د خېبر پښتونخوا ولايت برخه وګرځېده.

شمالي وزيرستان د بنو له ولسوالۍ څخه لوېديځ ته په څلوېښت کيلومترۍ کې پروت دی، شمالي وزیرستان د داوړ حیدر خېلو او اېپي زرخیز کلیو څخه پیل کېږي، چې یوې خوا ته د توچۍ سیند او بلې خوا ته شنه دره یا شنه لګډ شتون لري. حیدر خېل د شمالي وزیرستان د ولسوالۍ دروازه بلل کېږي او د دروازه د “باب اسلام” په نوم هم یادېږي، چې خجوري هم ورته وايي. په شمالي وزیرستان کې دوې لويې قبيلې اوسېږي داوړ او وزير ، او درې نور وړې قبيلې په کې هم شتون لري ، چې ګوربز ، سېدګي او خرڅين په نوم یادېږي.

د دوه زره اوولس 2017 د سرشمېرنې تر مخه د شمالي وزيرستان ولسوالۍ ابادي پینځه لکه څلوېښت زره پينځه سوه شپږ څلوېښت حساب شوې ده.

شمالي وزيرستان د څلور زره اووه سوه اووه (4,707) مربع کيلومتره مساحت سره دوهمه لويه قبايلي ولسوالي (ضلع) ده. مغرب اړخ ته يې خوست ولايت پروت دی. او ختيځ خواته یې بنو ولسوالۍ پرته ده، لوېديځ ته يې جنوبي وزيرستان او شمال ته يې کرم ولسوالي ده، له شپيتو څخه تر اويا فيصده پورې سيمه د غرونو لړۍ ده، شمالي وزيرستان په دريو فرعي ډويژنونو وېشل شوی دی. ميرامشا، ميرعلي او رزمک، په ټوليزه توګه نهه تحصيلونه لري. دا فرعي ډویژنونه، تحصیل میرامشاه تحصیل میرعلي تحصیل دته خیل، تحصیل دوسلي تحصیل رزمک تحصیل شېواه تحصیل سپينوام تحصیل غلام خان او تحصیل ګړيوم شامل دي. خو ميرعلي میرامشا يې مشهور تجارتي ښارونه دي.

میرامشا يې سرښار او پلازمېنه ده چې زياتره په کې داوړ قبیله اوسېږي. چې د سمندر له سطحې څخه 36 متره لوړوالی لري. د بنو څخه (61) کيلومتره او له ميرعلي څخه (27) کيلومتره واټن لري. لنډه دا چې د شمالي وزیرستان خاوره چې د یوه لرغوني تاریخ، تمدن او کلتور څخه ډکه ده. چې ډېرې نښې نښانې په کې موندل شوې دي. د شمالي وزیرستان څخه د پښتنو ډېری تحريکونه هم اوچت شوي او وده يې موندلې ده او بل خوا د شمالي وزيرستان غرونه د قيمتي معدنیاتو څخه ډک دی ، لکه اوسپنه ، کرومايټ ، ګرېنايټ ، سافټ سټون ، تېل ، ګېس او سره زر پکې شتون لري. لکه د کرومایټ قیمتي ډبرو لوی کان په محمد خېلو داوړو کې شتون لري او دغه رنګ د تېلو او ګاز لوی کان په تحصيل شېواه کابل خېل جوت شوی دی.

شمالي وزيرستان ډېری سیندونه لري خو غټ او لوی سيند پکې توچۍ سیند دی چې چېرته زرخيزه ، همواره او د کرنې ځمکه لري، دې سيمه کې ډېر د مېوو باغونه هم شتون لري، لکه د تپي کلي انګور، د اېپي، حیدر خېلو کجورې او د همزوڼي کلي توتانو باغونه ډېر مشهور دي. د توچۍ سيند په دوه ړو غاړو داوړ قبیله اباده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx