شعـــــرونه

د اقصی پر لمن

ارسلا مفتون

سبا به ژیړ ګلونه ږدمه د اقصی پر لمن
زلمو فدا کړلو ســـرونه د ســـبا پر لمن

د غرطانې له غرونو زیري د بري راغلي
د مقدس جوماته ښکل به دي کړم بیا پر لمن

د اُندلُس زلمي راغلي بارودي جـــامو کې
له خپلو وینو ږدي خالونه د لیلا پر لمن

د حـ ـماسو طوفان د قــهر څپې ووهلې
د نمرودي لښکرو کرېغې خیږي ستا پر لمن

د طاغوتي نښان لمبې اسمان ته و رسېدې
کلــــیمه دار بیـــــرغ رپېږي د غزا پر لمن

مفتونه ستا د خوب تعبیر کې ملا داسي ویل
یوسف به بیا کوي ارام د زلـــــیخا پر لمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل الر حمن "مشعل "

مفتون صاحب فعال او هڅاند لیکوال دی.
پ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx