ادبي لیکني

لارویه!‎

صابرجان محصل
لارویه! غږ مي اوري؟
تورو شپو یمه راوړی
ترګمیو یم خوړلی
لار ورکه نه پوهیږم
چي په کوم لور مي مزل دی
د رڼا رنګ رانه هیر دی
ته د شمعې مینه راکړه
زه تیارو یم راشړلی
کور دي ډک شه له غنمو
ته خو دنګ لکه چنار يي
لیږ مي سیوري ته دمه کړه
له تنې نه دي لوګی شم
لارویه ته پوهیږي؟
چي زه څوک له کومه راغلم
خړ سیلاب یمه راوړی
تېرو غنو او کمرونو
ګوزارونه دي راکړي
د ملهمو په لټون کي
یم تر تا رارسیدلی
هڅې نه چي تصادف دی
همدا ته زما مقصد وي
لارویه راته غوږ شه
زه زلمی نوی خط بریت وم
ته د اوو ۷ کالو ماشوم وي
ستا والد زما مرشد ؤ
په پيرۍ مي ؤو منلی
دنګه ونه د چنار يې زما په فکر کي انځور ده
د حیا په څادرۀ کي
به پيچلی ګرزیدلو
جهانګیر خیال ورسره ؤ
په همدې خیال يې مین وم
او ایمان يې نمونه وه
د سلیمان نبي په څير يې
په زړګیو پاچاهي وه
لارویه ته لیږ کینه
یوه شیبه در څخه غواړم
زه قیصه را لنډوومه
هڅې نه چي بیا اوږده شي
ترې نه جوړه قصېده شي
مړاوو هیلو څخه جوړه
زموږ د ژوند یوه قافله وه
د سکون په للمه باندي
وږې میږې څرېدلې
ماچي زړه ؤو پرې بایللی
د همدې قافلې میر ؤو
یوه شپه پرې ناببره
د بلاوو چیغې وشوې
د اوښانو غمبلې شوې
څاروان هم په چیغو سر ؤ
لیوان ګډ ؤ په رمه کي
تور ښامار داړې یستلې
زما د زړه له خزانې نه
چارچاپیر راتاویدلو
زه په منډه منډه راغلم
د څاروان تر چیغو پوري
لارویه ستا به یاد شي
قافله مو چي تالا شوه
د ملنګ څاروان له زړه نه
د اسمان څښتن خبر ؤ
چي به څه پري تیریدلو
قافله کي یو څو سپي ؤ
له څاروانه باغي شوي
د بلا په امر باندي
د لیوانو شول ملګري
له ښاماره يې دفاع کړه
له څښتن سره يې غدر
قافله له لاسه لاړه
لارویه ستا یادیږي
چي څاروان له کلي ووت
د سرۀ غره په لور روان شو
قدمونه يې درانه ؤ
او تر شا به يې کتله
په ژور فکر کي ډوب
د یو لوی هدف تکل کي
د ملګرو په لټون کي
پاس په غره کي يې کړه جوړه
له وښو څخه جونګړه
چار چاپیر ترېنه راتاو شول
د هوسیو قطارونه
لارویه ستا په یاد دي
چي څاروان کله راستونه شو
ورسره بیا قافله وه
د اوښانو او هوسیو
قافله تاته تسلیم شوه
څاروان بیرته غره ولاړی
لارویه ته لیږ ځير شه
ته د دې قافلې میر يې
اوس خو ته هغه څاروان يې
د څاروان جامي په تن کړه
او له ملا وتړه توره
د هوسیو دفاع وکړه
د ښامار له سپینو داړو
لیوان پرینږدي په صف کي
د هوسیو په څهره کي
د سیلاب په مخکي وتړه
د وسپنو بندونه
هڅې نه چي بیا تالا شي
د څاروان ټول ارمانونه
لارویه ته پوهیږي چي زه څه یم
د صابر د قلم غږ یم
ويښوومه ولسونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx