نظــر

د افغانستان ملي کرنسي د ثبات عواملو ته لنډه کتنه !

لېکنه عبدالمقیم قرار

نن دیو مهم عنوان چي دملي کرنسۍ ثبات په اړه یو لړ مهم عوامل چي په خواله رسنیو کي پري بحثونه کیږی عملي څیړنه کوو دا چي داسلامي امارت راتګ سره دافغاني پولي سستم یودم خورا دتحولاتو له امله دخارجي اسعارو په وړاندي خپل ارزښت له لاسه ورکړل دانو باید شوي وای ځکه که موږ دنړۍ مختلفو هیودانه چي دیو انقلاب په پایله کي حکومت لاسته راوړي خصوصا استعمارشوي هیوادونه بیا  حتمې دنورو مواردو ترڅنګ داقتصاد له پلوه هم خورا متضرره کیږی چي دهغوي له جملې څخه یو هم دهغه هیواد ملي کرنسۍ دبهرنیو کرنسیو په مقابل کي ټیټیدل یا هم خپل ارزښت له لاسه ورکول دی .

ویتنامی چارواکو ویلې دي چي دوي تر ډیره هڅه کوي چي دهیواد پولې ارزش وساتې خو ندې توانیدلې ورځ تربلې کرنسۍ یې مخ په ښکته کیدلو روانه ده . اکثر افریقایی هیوادونه دیو څیړنې په پایله کی ویلی چی داکثروهیوادونو کرنسۍ خصوصا دافریقا دجنګ او فقر او دایبولا وایرسونواونه سیاسی ثبات  پراخیدل ددې سبب شو چی ځینی هیوادونو کرنسۍ پام وړ را وغورځیږی موږ او تاسې خپل سیمې او ګاونډې هیوادونه هم ګورو چی کلونه یې خپل ملي کرنسۍ له تحدیدونو سره مخ دې چی افغانستان تری په کراتو بی سارې ډول مخ په ښه کیدو دی  .

موږ نن دافغانستان خبره کوو هغه چي تیر رژیم کي هم کرنسي دومره دپام وړ دسیمي په کچه خپل ارزښت نه ووساتلئ دا چي نن افغانۍ په دومره اندازه خپل ارزښت وساته ددې ترشاه څه کیدلائ سې ؟کوم لاملونه دي چي ددی با وجود چي ټولې رسنۍ دمنفي راپورنه نړۍ ته ورکوي او نړیوال بندیزونو سره سره بیا هم په سیمه کي لمړۍ ځل دی حتي دهندی اسعار څخه هم افغانۍ کرنسۍ باارزښته شوه؟ دلته مختلف باورونه  دي چي خلک یی په مصاحبواو لیکنومقالو کي پرې بحثونه کوي دلته ديولړهغه لاملونوباندې رڼا اچوم چي دیوهیواد بیا خصوصا دافغانې کرنسۍ لوړیداکوموکارونو او عواملو په پایله کي رامنځته کيږي ځینې لاملونه یې لاندې ډول دي.

۱: دداخلي تولدات ترویج کول او او ددخلې صنایعوملاتړ.

یو له مهمترین عواملو چي دملي کرنسۍ باثباته کیدو کي رول لوبوي هغه دکورنیو تولیداتو څه استفاده کول او داخلې تولیداتو څخه ملا تړ دي دایومنلي شوي حقیقت دی  دبیلګې په توګه: مخکي په افغانستان یادوم دفارمي چرګانو په واردات بندیز دی دمیاشتي لس میلیونه ډالرو په ارزښت هیواد ته دغه چرګان دمختلفو هیوادونو څخه راواریدیدل چي کله اسلامی امارت راغي اوپدی باندی یې بندیز ولګاوه په یاد دې وي چی دغه چرګان موږ په افغانستان کي په کافي اندازه تولید لرو وس دغه پیسی موږ په داخل کي څرخوو تر څو بازار کي خپل تولدات استعمال کچه چي هر څومره زیاتیږي دلته افغانۍ کرنسې ثبات پیدا کوي  او هغو اجناسو په مقابل کي مالیه لوړول چي موږدهیواد په داخل کي لروبیلګې یې خوارا زیات دې.

۲: ديوښه مالي سیاست په نتیجه کي دبودیجې تنظیم او پرهغې څارنه :

که موږ او تاسې وګورو کوم هیوادونه چي مالي سیاست په برخه کي ښه مدیریت کوي دهغوي کرنسي ارزښت ساتل شوي دی دمثال په توګه نن په افغانستان کي چي دمالي وزارت کومه بودیجه ده دهغي دقیق څارنه تر تیر لا ګړندی دي بی ځایه بی پلانه مصارف کنترول دولتي چارو کي له سپما څخه استفاده او بدیجو او دقرادادونو کلک څارنه دمصارفو په برخه له دیقته کار اخستل دهرې پروژي پلان په مطابق دهغي کوډ ته دپیسو اړوند پروژو هراخیز څیرنې په تر څ کي دهغي په اندازه پیسولیږد او داسې نور ددې لامل کیږي چي افغانۍ کرنسې نور هم ثبات پیدا کړي.

۳: دنرخونوکنترول او په بازار کی د اولویه موادوڅارنه .

کله چي دحکومت له لوی په بازارباندی دنرخونو څار موجود وي هغه وخت کی کرنسۍ خپل ارزښت ساتلائ شي مثال په توګه شاروالۍ باربار دنرخونو په کانترول کي تر ډیره توانیدلې دي چي بازار په خپل لاس کي واخلې په ۲۰۲۱ او په ۲۰۲۲ کلونو کي دنړیوالو راپورونو په اساس انفلاسیون کچه ترډیره په اسیا او اوروپا کي زیات وو قیمتونه په سیمه کي دخلکو شکایتونو غوغا جوړه کړي وه چی نرخونه بیسارې ډول لوړ شوی وول او یواځی افغانستان وو چی دشاروالۍ له لورې یې داجناسو قیمتونه کنترول او په بازار کی دنور بازارونو په پرتله قیمت خوراکم وو موږ دلته دنفتو یادونه کولای شوو چی دګاونډیو هیوادونو په پرتله زیاته اندازه تفاوت درلوده همدا لامل وو چي افغانۍ کرنسۍ خپل ارزښت وساتل حتی المکان لوړه شوه .

۴: دخارجي سرمایه ګذارۍ په جلب کي داعتماد فضاء تر لاسه کول .

دامارت بیا واکمنیدو را پدیخوا چی دهیواد امنیت سل فیصده دداخلې او خارجیې اتباعو ته دډاډ وړدی په همدې خاطرداخلې او خارجې سرمایه ګزاران دیته وهڅول شول چی په مختلفو برخو کي په افغانستان کي سرمایه ګذارې وکړې دا هم همدې لامل شوه چی افغانۍ خپل ثبات وساتي او او بیا لپاره داکرنسې دخارجې اسعارو په وړاندې لوړه شي .

۵: دکارې فرصت ایجادول او داقتصادي ستونزې راکمیدل .

داچي حتمن کله تحول راځې دپیسو چرخش کي ستونزه رامنځته کیږي اوبل پلوه ومعاشاتو په وخت نه رسدل او اکثره دولتي کارکونکی بیکاره کیدل اقتصادی ستونزه ځیږوی نوچی تخول راغی دڅومیاشتو دمعاشاتو ځنډ دولتی سستم بیا احیا‌ء پوری دکرنسۍ چرخش ځنډ دا هرڅه ددې لامل شوه چي په اوایلو کي افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورګړ خصوصا دډالرو په وړاندې چي کله اته الکه دولتي مامورینو ته معاشات ورکړل شو او او په مختلفو ادارو کی دځوانانو جلب او کاری فرصتونوکی مختلف اقشارومصروفیت هغوی ته په وخت معاشات رسیدلاو په هیواد کي دعامه انکشافی پروژو بیا پیل او خلک هلت مصروف کیدل دولاړ پروژو بیا پیل او په مختلفو قراردادونوته بیا کنته او هغوي شروع کول  یو ځل بیا بازار کي افغانی کرنسۍ چرخش ددې لامل شو چي دا کرنسی خپل ارزښټ لوړ کړي.

۶: دافغانستان بانک سالم مدیریت .

که موږ او تاسې وګورو په ټولوهیوادونو کي دهغې ملي بانکونه دمدیریت په نتیجه کي دهغه هیواد ملي کرنسۍ ارزښت پیدا کوي په اولو ورځوکي دافغانستان بانک صرافانو ته عدم توجو ددې سبب شو چي افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړې  په صرافانو باندي نه عدم نفوذ او دوی ته یو واضح ظرزالعمل نه وړاندی کول هم دهیواد پولی ارزش ته صدمه رسوی کله چي افغانستان بانک صرافان کانترول کړل او دویته یې واحده تګلاره وټاکل شوه او پردوي یې څار ګړندې کړ په بازار کي دپیسو قاچاق مخنیوې وشوه له دوی څخه یی ضمانتونو کی خورا سخت شرایط وضع کړل نو همدا لامل شو چی افغانی ارزښت لا ورسره ښه شی او بیا مهم کار چی په اولو ورځو دتخول دپیسو راویستلو دقتصادی شورا پریکړی هم دی ارزښت ته لا وده ورکړل چی هر کس به محدوده اندازه کولی شول چی خپل پیسی له بانکونو څخه وباسی او دی ورته ټول هغه لارې چارې ددې سبب شو چي افغانۍ خپل ارزښت وساتي او اونن دادی موږ اوتاسې وینو چي په سیمه کي افغانۍ لا لګیا ده خپل ارزښت پراخوي او لا په ښه کیدو روانه ده .

یادونه : دا چی عوامل تر ډیره زیات ديدلیکنې نه اوږدوالی له امله می ټول ونشوکړائ دلته یادونه تری وکړم ددی لپاره چی په لوستونکو بوج نه شي خپل مقاله مي مختصرستاسې مخکی ته کیښود دنورو برخو لپاره به هم انشاءالله به مختلفو ادرسونو څخه نشر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx