عيسويت وپيژنئ (۴مه برخه)

لیکوال: فضلي(پکتياوال)

منسوخ دين عيسويت ته د دعوتولو وسايل

مخكې له دې چې عيسويت ته د دعوتولو وسايل په ګوته شي اول بايد هغه څه ذكر شي چې عيسويان عيسويت ته د دعوتولو په كار كې د هماغو شيانو په واسطه فر مختګ كوي, دوی په دې كار كې له دوه قسمه وسايلو څخه كار اخلي چې يو يې معلوم ( ښكاره) او بل يې له عامو خلكو فټ او ناسرګند دي، همدا شان دوی په نني عصر كې له عصري وسايلو څخه هم كار اخلي او همدې وسايلو ته زيات اهميت هم وركوي ځكه چې په نني عصر كې له همدې وسايلو سره د نړۍ اكثره وګړي بلد دي, عيسويت ته بلونکې ډلې وخت په وخت خپلو تجربو، نظرونو او ځايونو ته تغير ورکوي، هغه وسايل چې د عيسويت داعيان ترينه په ښکاره کار اخلي په لاندې ډول دي.

(۱) له مسلمانانو سره مناقشه او مناظره کول، په همدې وخت کې مسلمانانو ته په عقيدو کې د شک ور اچول.

(۲) صليبي جنګونه.

(۳) د سمندرونو له لارې د ماشومانو احتطاف (غلا کول).

(۴) د هغو مسلمانانو له منځه وړل چې د دوی د دعوت مانع وګرځي.

(۵) د اسلامي هيوادونو اشغالول.

۶ همدا شان تقريبا تر پنځوسو (۵۰) پورې ټولنې او موسسې شته دي کومې چې د غربي هيوادونو په مرسته جوړې شوې دي او د عيسويت لپاره په ښکاره فعاليت کوي، همدا ټولنې او موسسې له ۱۷۶۵ نه را نيولې تر اوسه پورې د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې د عيسويت لپاره د دعوت په کار اخته دي.

هغه وسايل چې له عامو خلکو څخه پټ دي او د پردې تر شا کار کوي په لاندې ډول دي.

(۱) اسلامي هيوادو ته د پلاويو ليږل.

( ۲) هغه موسسې او شرکتونه چې په اسلامي هيوادونو کې په کار بوخت دي، له همدې ليارو مسلمانان په غير مستقيم ډول عيسويت ته دعوت کيږي.

(۳) له غربي پوهنتونو څخه اسلامي هيوادونو ته د جغرافيه پيژندونکو ليږل.

(۴) طبي مرستې، د طبي پلاويو ليږل، د کلينکونو او روغتنونو جوړول، چې بيا دوی په تدريج او په پوره مهارت سره بې وزله او غريب خلک د عيسويت لور ته دعوتوي.

(۵) يو شمير غربي موسيسات په اسلامي هيوادونو کې ځوان نسل د کسب او هنر د زده کړې په نامه جلبوي او بيا وروسته له همدې ليارې خپل د عيسويت دعوت پر مخ بيايي.

(۶) د غربي هيوادونو لخوا اسلامي هيوادونو ته د تعليمي پلاويو (ډلو) ليږل، تر څو هلته تعليمي ادارې جوړې کړي، چې وروسته بيا دوی په پوهنتونو، مکتبو، فاکولتو او ليسو کې تيز ذهنه (ذکي) خلک تر خپل نظارت لاندې نيسي، بيا دوی د همدغو ذکي خلکو صفتونه کوي او لوړو پستونو ته يې رسوي چې په اينده کې يې د خپلو اهدافو لپاره وکاروي.

(۷) يو شمير غربي موسيسات په اسلامي هيوادونو کې مجبورو خلکو ته خوراکي شيان، د اغوستلو جامې، خيمې او يو شمير نور د اړتيا وړ توکي ورکوي او همدغو مجبورو خلکو ته وايي دا د عيسی له لوري پر تاسو لورول شوي نعمتونه دي، دوی دا قسم خبرې کنايتا او په غير مستقيم ډول کوي تر څو چې څوک يې په پټو رازونو ور خبر نشي.

(۸) د ښځو راګيرول، د عيسويت داعيان د هغو ښځو په ګيرولو پسې ډير کوشش کوي کومې چې په کورونو کې په اولاد او په کليو کې په نورو مستقيم اغيز ولري، دوی لومړی همدا ښځې په اخلاقي لحاظ خرابې او بې حجابه کړي چې وروسته بيا ترې د نورو په راګيرولو کې کار اخلي.

(۹) دوی په کليو او ښارونو کې په مختلفو نمونو مختلف کورسونه جوړه وي، هغه هم داسې کسبي کورسونه چې ترښځو پوری هيڅ اړه نلري.

(۱۰) عيسويت ته بلونکې ډلې د موسيقي او رقص د زده کړی کورسونه هم جوړوي، البته دا په هغه ځايونو کې چيرته چې دوی يو څه خپل هدف ته رسيدلي وي.

(۱۱) د عيسويت داعيان عيسويت ته د دعوتولو په لار کې ښځو ته تر بل هر شي زياته توجه ورکوي، ځکه دوی دې نتيجې ته رسيدلي چې ښځې د عيسويت د اهدافو لپاره ډير ښه ښکار کيدلای شي.

(۱۲) همدا شان دوی دساينس،ټيکنالوجي او د طب د متخصيصينو او کارګرانو په واسطه بيچاره او ناپوهه خلک په تدريج د عيسويت په دام کې راګيروي.

(۱۳) عيسويت ته دعوتونکې ډلې له اسلامي هيوادو څخه د مسلمانانو بچيان غربي هيوادونو ته د زده کړو لپاره ليږي چې دا بيا د دوی لپاره تياره ماته کړی مړۍ وي، ځکه چې دوی هلته داسې پروګرامونه په کار اچولي دي چې همدا له خپل دين څخه ناخبره هلکان ډير زر په اسانۍ سره کاګه کړي، مثلا د همدې هلکانو کورونو ته بيول، دوی ته ملمستياوې کول، کليساوو ته په چکر (منظره) بيول، له هرو دريو هلکانو سره په ليليه اطاق کې د يوې عيسوي جلکۍ اوسيدل، له هر يوه هلک سره د ملګرتيا لپاره د يوې عيسوي جلکۍ انتخابول او په اخير کې د دوی په شرابو اموخته کول.

(۱۴) پر همدې وسايلو بر سيره عيسوي دعوتګرانو ته بله مهمه وسيله هغه د اسلامي هيوادونو په کلتوري او فرهنګي چارو کې لاس وهنه ده، دوی ډير کوشش کوي تر څو د اسلامي هيوادونو رواجونه، هلته د نرانو او ښځو جامې او خوراکي شيان د غرب له رواجونو سره برابر کړي، همدا شان د ځينو کتابونو او رسالو ويشل او د فرهنګي مجلسونو جوړول تر څو له همدې لارې خپل مردارخور فرهنګ په خلکو کې وپاشي.

(۱۵) د عيسويت داعيان د تلويزيون، سينما، راډيو، انټرنيټ پاڼو،فلمونو او په يو شمير نورو خبري رسنيو کې خپل پروګرامونه، تقليد او اصطلاحات خپروي او له همدې ليارې مسلمانان د ځان لور ته جلبوي ([1] ).

[1] ماخذونه، التنصير، دراسات فی الاديان، والتنصير فی البلاد اسلامي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د