شعـــــرونه

څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۵/ربیع الاول/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
ما نه خو د حسن جلوو ورکه کړه
لار بـه ورکــېده پـه تـروږمـیو کې
استاد صدیق پسرلی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

فکر په غزل کې لکه تار چې وي
پټ په مرغلرو په مریو کې
پیر محمد کاروان

غواړم چې ور زده کړم د هوا ژبه
بلې ډیوې ږدم خلاصو کړکیو کې
نظم الدین ندرت

وه ښکلو دا سترګې په حجاب کې کړئ
وساتئ دا تورې په تکیو کې
حیات همت

ځار ګېډی ګېډی د پښتنې کمیس
ځار د ژوند رنګونه په جولیو کې
خالد ریحان ببری

دا رسم په یو ملت کې هم نشته
مه ورکوئ لوڼه په بدیو کې!
راشد کامران

دلته! شخصيت دومره مهم نه دى
دلته! قدر پروت دى په روپيو کې
نبيل شباب

اوښکه، اوښکه ژوند مو دنیا نه لیدو
هسې رغړېدو په اننګیو کې
عصمت تمیم

شکر مو په شکر باندې ونه کړ
زړونه مو خفه دي خوشحالیو کې
عبدالمجید پل

خير که اوس له سترګو نه لوېدلي يو
موږ هم اوسېدلي يو زړګيو کې
ضيأ ضمير

ما به ځان ګلاب، ګلاب جوړ کړی وای
تا که ایښو ولای په کمڅیو کې
همت

ژوند له درباري خندا نه ماوراء
مېشت دی ستا په نرمو سترغلیو کې
هدایت ازمون

مخ چې دي په زلفو کې پېچلی دی
لمر دي بندي کړی په کړیو کې
سید محمد صدیق

ستا د ژوند تيارې رڼا کولی شم
زور د لمبې شته دی په لرګيو کې
هنر احمدزی

ژوند د عزت مه لټوه بل چیري
قدر د چانسي په پردیو کې
عبدالسلام ضعیف

واخله د زړه وینې مې، د زړه پاچا !
کېږده سره خالونه اننګیو کې
حنیف مظهري

زړه مې له نفرت څخه پریولی دی
لاس دسکرو مه وهه په پیو کې
صبغت الله مدبر

ستا د مخ د جسر د ښکلا وږم
نه وینم ګلابو په رېدیو کې
منتظر نجرابی

لاس دې د اوبو بند ته ور وړی دی
عطر را روان دې په لښتیو کې
عبدالمجید پل

سترګې مې وسترګو ته ور واچوې
کب مې خوندي کړي په تالیو کې
سیدمحمد صدیق

خوږ بوی د هرات د زعفرانو  و
جام جام په پیالو د ښاپېریو کې
پیر محمد کاروان

شونډې دې پیوند په مسکاګانو دي
شَهَدْ دې حل کړي دي په پیو کې
راشد مشفق

ولې دې دا سترګې رانه پټې کړې؟
خوب دې رانه پټ دی سترغلیو کې
ډاکټر حنیف حیران

موږ امن پسند خلګ یو ځار مو شم!
مینه، محبت لرو زړګیو کې!
مهاجر فراهي

ستا له مړوندو په مینه تاؤ راتاؤ
شته دې د بخت ستوری په بنګړیو کې
صدیق مومند

ښکته پورته زانګي د ببري نظر
ستا د غوږ والیو په لښتیو کې
خالد ریحان ببری

سور او سپین شفق د ښکلا ځل وهي
ستا پۀ باړخوګانو ګلالیو کې
منصور درمان

لاره د جنون در سره پايمه
ګام در پسې ږدمه تاريکيو کې
معاویه زیارمل

ستا کافر باڼه او زما ط.الب زړګی!
ژوند مي راتېر کړی په مرمیو کې
چنار ټکور

قدر دې لالیه په ما شوی دی
ګډې مې سلګۍ دي په زاریو کې
عصمت الله عاصم

خدايه مونږ ته هم پکې حصه راکړه
ښکاري يې اوبه چې په غړيو کې
طالـ.ب جان مروت

څنکه به مسکا ته غاړه ورکړمه?
تم یمه، د هجر هتکړیو کې!
سیف صدیق

ډېر خواږه یاران مو پکې وبایلل!
ډېرې خاطرې لرو سپرلیو کې
مهاجر فراهي

درد مې د هجران په زړه خوړلی دی
تانده زمزمه یم په سلګیو کې!
ریحان سباون

اوس د ګل کېدلو اميد ډېر لري
اوس صبر کم شوی ګلغوټيو کې
شهزاده شيرين زوی

ځانه! یاره! ته را پاته سوی یې
دوست خو معلومیږي په سختیو کې
حیات همت

درد د جدایي او د غربت څپې!
ژونده! تېروم دې په سلګیو کې
هلال مهاجر

ماتې مې د وخت د هنر ور ګوتې
تار يم ساه مې نشته په مَستيو کې
روحاني

نه اوري زما د خاموشۍ اواز
شور مې ایسار کړی خاموشیو کې
ولي الله غرور

څنګه یې رخسار جبر داغلی وو
څنګه یې زور ختم سو پاولیو کې
عمر قائد

خدای ته مې نیم ژواندې هیلې سپارمه
چاودو، چاودو لپو خوارکیو کې
یعقوب شجاع

پروت ورباندې ګرد د محرومیو دی
شنې شوې خاموشیانې پۀ څوکیو کې
نظم الدین ندرت

موږ نه کار کوى شو، نه کار پېژنو
ځکه تل ناکام يو په سياليو کې
صدیق الله مشال

يو بل سره نه خوري په وړه کيسه
ماته انسانيت ښکاري په سپيو کې
وارث انځور

بیا د غرو لمنې پرې رنګیني شوې
څه نري لوګي ښکاري کیږدیو کې
غالب خوستی

باغ د ګلابونو خړوب شوی دی
څه نا څه مستې راغله غوټيو کې
عاطف لاروی

توره له سینې پورې تړلې ښه
وږی د غنمو په پکړیو کې
عبدالمجید پل

دا، دَ پښتنو ژبې غني فورم
واه، څومره غرور دی پۀ لنډيو کې
طاهر اترنګ

خدایه موږ دې څنګه وخت ته پاتې کړو
تنګې پښتنې شوې چادريو کې
احمد ګل ریان

پیغلې، انقلاب او د ګودر غاړه!
وینې به یې راوړلې منګیو کې
عمران همزولی

مست به سو زموږ د غزا هر میدان
زور وو په ټپو د جینکیو کې
عزیزالرحمن ایاس

اې د امـ.ارت زنځيره! پرې مه شې
فرق خو دې رامه شه په کړيو کې
طالب جان مروت

نه غواړو پتلون او نیکټایی مړه
خوښ یو په پګړیو اوصدریو کې!
تسل عزام

اوس به ګلان رنګ د آزادۍ لري
زېري په وزرو د توتکیو کې
ذاڪر مهاجر

شرنګ د زولنو له زلمو ورک ښه دی
اوس دې شرنګ پیدا شي په بنګړیو کې
نقیب الله ارمان

حسن یې غزل دی روماني غوندې
ګورم یې د شعر په باریکیو کې
نوراني تڼیوال

څه لیونۍ خیال مې پسې ړوند شولو
خپل رانه ورک شوی په پردیو کې
ثناءالله معصوم

زۀ يې د ژوندون لۀ چارو ويستی يم
څۀ تاثير دی، دې سترګو شينکيو کې؟
احسان ژمن

غم دي لیوني پرسر اخستی دی
ته ګرزه خوشحاله په بابریو کې
مفکر رښتین

بوټ مې نه وو ستا غرنۍ مېنې ته
درغلم څو ځله په څپليو کې
رضوان الله فيضاني

اوس مو هم د پښو تڼاکې ډکې دي
څه مزې مو وکړې په سختیو کې؟
دانش ملنګ

وا جنتي یاره صدقه دې شم
مړه کړه دوزخونه اننګیو کې
جهادي عمري

زېری د راتلو دې په ما کړی چا
نه ځاېيږم هيڅ خپلو کاليو کې
هنر احمدزی

ستا په نا لیدلي مخ مئین یمه!
شمېر یم، په سپېڅلو لېونيو کې!
الفت سباؤن

ښکليه که مې وٙس وای نو ساتلې مې
ښکليه د ګلونو پۀ ګيډيو کې
مظلوم يار

څوک چاته د مینې حال ویلی شي
سل رقم خبرې دي زړګیو کې
احمد غازي

چار چاپیره زه یمه او سترګي دي
ژوند به د چا څه وي په مرمیو کي
حیات همت

برخه د ازل مو ښه نېکمرغه ده
ژونده!  تېرو دې بد بختیو کې
محمد الیاس مظلوم یار

راشئ چې د پوهې ډیوې بلې کړو
نه کیږي مزل په تاریکیو کې
عبدالسلام ضعیف

کړلو مو جنون پۀ ښاریه کې تیر
دښتې مو را شنې شوې پۀ تڼیو کې
نظم الدین ندرت

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx