شعـــــرونه

یو څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۲/ربیع الاول/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
بېهوده تـړمه عـشـق پـه تـار د صـبر
زمرى کله نيسي پوزه وه پېزوان ته
ارواښاد عبدالغفار بریالی (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې نه تاته رسیدی شمه نه ځان ته
څه به نوم ورکړم د دې کیسې عنوان ته؟
شرر ساپی

دا غرور به دې په لاره کې کوهی شي
ډېر له کبره پورته مه ګوره اسمان ته
جانان خدرخېل

ناکردې دې تېروم په پټو سترګو
لاس مې نه رسي د خپل قسمت ګرېوان ته
ګل رحمن رحماني

بختور دي، لکه سرۀ زر قیمتېږي
ځینو ښکلو ماته ؤرکړله دوران ته
رحیم الله سکندر

ژوندون څه دى? غورځې پرځې، جګېده دي
او په منډه رسېده دي خپل ارمان ته
نورالحبيب نثار

مسلمانه د ذلت سبب دې دا دى
په پوره معنا تسليم نه يې قرآن ته
اکرام الدین مفتون

تغییر د تحرک پۀ ذوال وینم
خو که حسن جمود وساتو زمان ته
نظم الدین ندرت

بس شپېلۍ وهم په تږیو – تږیو شونډو
دردېدلې ټپې وایم بیابان ته
محمود ایاز

کبرجنه ياره دا واټن به کم شي?
نۀ تۀ ځمکې ته راځې نه زه آسمان ته!
سید امين امين

ځان له دې امله غـر راتـه ښکاره شي
چې په لوړ مورال ولاړ يم هر طوفان ته
شهزاده شیرین زوی

بې لاري له ښکلو، حسن ته تحقير دی
پټې سترګې ارزښت ورکړه هر انسان ته
هدایت ازمون

ما مې ټولې هیلې پرېښې دي زمان ته
لکه اوښکه څڅېدلی یم ګرېوان ته
اکرام الله امېد

خدای دې خپل فضل کوي دِ تا ایمان ته
که په عشق کې دې لږ هم وکتل زیان ته
نسیم ایثار

نظر غله مي ستا په اَرَت ګرېوانه کې
قلف ور واچوه د سرو زرو دوکان ته
خالدریحان ببری

محبت لکه ګلاب پکې راشين شه!
زه دې خاوره شمه ستا د زړه ګلدان ته
هنر احمدزی

ستا د یاد زولنې اچومه پښو ته!
ځان په خپله خوښه اچوم زندان ته
سید محمد صدیق

ستا د سترګو ریاضت چې په کې نه وي
زما د عشق کیسه رسېږي نه داستان ته
عبدالمجید پل

نه مې اوښکو څه تاثیر درباندې وکړ
نه دې وکتل زما څیرې ګریوان ته
شرر ساپی

سلایي د امیدونو پرې راکاږم
تورومه سترګې هر ورځ ارمان ته
اجل احمدزی

اوس به ټوله حجره ډکه شي له عطرو
ستا د پل خاورې مې ورکړلې ګلدان ته
وارث انځور

له عالمه مې ختلی اعتبار دی
اوس د راز خبرې وایم بیابان ته
حافظ سجاد

د جفا ثبوت دې راوړي خو زه بیا هم
د یقین خبره یوسمه ګمان ته
زاهد ساپی

نه ختمیږي لار د عشق د صرابونو
نه رسیږو د دلبر د زړه مکان ته
کریم سلطاني

بې کارۍ داسې کانې وکړې په خلکو
هر انسان یې کړ محتاج و بل انسان ته
عمران الله دوست

لکه وچ کاڼي پۀ دشتو کې پراتۀ یوو
څوک د تږیو کیسه نۀ کوي باران ته
نورالله عرفان

له خولګۍ نه یې ساړه اسولي خیژي
اننګي یې سلامي کړي زنخدان ته !
مهاجر فراهي

عجب کیف دی د بازانو غاړې اورو
ګنې موږ به غوږ نیولی ؤ هاوان ته
رحیم الله سکندر

کرشمې د حسن او عشق شوې را زرغونې
مونږ ورکړې خپلې اوښکې وې ګلدان ته
نظم الدین ندرت

د حسينو پۀ کوڅه باندې تيرېږم
خدای دې نۀ کړي حجالت شم خپل ايمان ته
طاهر اترنګ

لاس تر زنې لاندې مه کېنه تيارو کې
پاڅه بيا دې جلوه وښيه جهان ته
نور الحبیب نثار

خپل کلتور افغاني ټېنګ ساته افغانه
دا غربي کلتور دي نه پرېږدي ايمان ته
عبدالرحيم غياث

یو ځل بیا به دې سینې پورې راجوخت کړم
خدای دې راوله دې خوږ افغانستان ته
دوست محمد دوست

ستا غمونو و هجرت ته یم اړ کړې
تړمه اوښکه یم پنا وړمه ګرېوان ته
ریحان اخندزاده

نن مې اوښکې ستا په اوښکو پاکولې
نن لمدې جامې ولاړ ومه باران ته
ګل رحمن رحماني

د بلال له سترګو اوښکې رابهېږي
مدينه غوږ ده سلګۍ، سلګۍ اذان ته
ساجد غزنوي

د وصال له خوږو څنګه برخمن شم?
د غربت څپې مې نه پرېږدي جانان ته!
جهادي عمري

د یتیم پېغمبر حسن مي زړه وړی
د دیدن هیلي یې ساتمه مــېزان ته
عبدالغني وفا

په نبي اخیر زمـان مې سلام وایه
د سهار باده چې ځې عربسـتان ته
مستغفر ګربز

ماته ګران دی له ادې او له دادا نه
ځان مې دود شه و نبي اخر زمان ته
اجل احمدزی

که مې غاړي ته رسۍ د دار ور لویږي
زه حاضر یمه د داسې عشق تاوان ته
مولوي مامون

په احد کې د جانان تنده وریاده
سرو غاټولو لپې ونیوې باران ته
پیر محمد کاروان

سلامونه او درودونه ور لېږمه
د خؤاږۀ جانان د کلي هر کاروان ته
منصور درمان

د دنیا له ښارو ښکلی یې وطن دی
محبت یې رڼايي زما ایمان ته
عاکف مهاجر

یوه سترګه یې مکه مدینه بله
چې زړه ور کا محمد آخر زمان ته
پیر محمد کاروان

تاریکۍ د جهالت په تېښته لاړې
محمده ته چې راغللې جهان ته
عباسي جانان

د اسلام غوندي دستور دې موږ ته پيش کړ
موږ دي پرينښودو نفس او شيطان ته
صديق الله مشال

محبت ته دې له عشق څخه تېرېږم،
دا ځل ستا انځور ور وړم د زړه ګرېوان ته!
راشد جالب

انبیاء واړه پخپل ځای محترم خو؛
وبه نه رسیږي ستا و عالي شان ته!
صفي الله رائد

چې ستا سترګې لګېدلې پرې حبیبه
ګورم لمرته او سپوږمۍ ته او اسمان ته
نصرت طالب

ماته ستا د یادو کیف دی پکې نغښتی
ځکه! دومـره خوشحالیږمه باران ته
مخلص کډوال

ستا د وصل د امید، له برکته!
په اخلاص ور غاړې وځمه هجران ته
سمیع الله سمون

خپل په زړه کې ملغلرې ټولومه
خپلې اوښکې تویومه خپل ګریوان ته
حنیف مظهري

که مې ژوند چرته وفا راسره وکړه
زه به خامخا درځمه ستا مکان ته
سلطان کریمي

زۀ پۀ کړو ګناهو يم حجالته
غواړم ډيرې کوکې ووهم اسمان
طاهر اترنګ

شفاعت ته دې جانانه امید وار یم
ګنهګار یم ملامت یم خپل وجدان ته
احمد غازي

محمده! شکر زه ستا اُمتي یم
د زرې طمعه مې نشته بل انسان ته
نوراني تڼیوال

ستا د مخ روی مې په لپو کې ور وړی
د رضا هیله مې وړې ده یزدان ته
حامد ناصر

د سنتو لار رسیږي تر محبوبه
دا دربار څه حاجت نه لري دربان ته
راشد کامران

د خدايي رضا اشد عشق طلب یم
ډبولی مې ټټر دی ګرد جهان ته
انعام الحق انصاري

بیا مي سترګي د حرم په دید اوبه کړه
خدایه ور مي وله بیا خواږه جانان ته
یعقوب شجاع

خدایه ما باندې دیدن د جانان وکړې
خاتمه مې نوره راولې هجران ته
کریم سلطاني

خدایه! نیمې- نیمې هیلې مې پوره کړې
خدایه! روح مې ورکړې بیا ځلې ارمان ته
الفت سباوون

تماشه د بېلتانهٔ ده کلیوالو !
راشئ و ګورۍ زما څیرې ګرېوان ته
محمود ایاز

ما د عشق توري په زړه پورې ګنډلي
زمانه مې دې ور وړانـدې کـړي تاوان ته
طالب عباس

چي د شمعې د طواف تکل مې کړی
اماده یم د خپل خوږ بشر تاوان ته
صبغت الله مدبر

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx