شعـــــرونه

درې څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۲۶/ربیع الاول/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د ژوند له دنګې ونې نه راښکته اوېزان یې
زما ګـرانه هـراته! لکه پـرې ګوډي پران یې
پیر محمد کاروان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يوسف يې ابتلاؤ رانيولی تر ګريوان یې!
کتاب د ارمانونو د جامي عبدالرحمن يې
مولوي عبدالدیان تکل

نرۍ نرۍ سلګۍ د ګلابي اوښکو باران یې
هراته! د تنکيو امیدونو ارغوان یې
محمد ابراهیم همکار

د اوښکو او سلګیو په توپان کې پناه کېږې
پښه یبله او بې وسه پر اغزو باندې روان یې
ګل رحمن رحماني

د غم سوې سلګۍ کوې په خپل ځنګون تکيه یې
ټپي – ټپي ځيګر د خون آلود افغانستان یې
احمدالله نثار

سېلیو قهرېدلو درنه وړې دي ښکلاوې
ګلګون هراته! څنګه غمځپلی یې خزان یې
منتظر نجرابی

په وینو لیکل شوی یې په وینو کې ښکارېږې
زمونږ د ژوند کتابه! ته لا څه رنګه داستان یې
علامه محمدي

هراته په انګورو کې خواږه درپسې ژاړي
دا ولې زما ښکلیه! زنده جانه! مرده جان یې
راشد کامران

دا چا درته په بد نظر، کاږه نظر کتلي
د ژېړو ګلو باغه! چې دا هسې نن خزان يې
نورالحبيب نثار

زما د سترګو تور یې او زما د زړه ضربان یې
وینې وینې وینې یې په وینو کې روان یې
شرر ساپی

دا ستا د مرمري ګنبدو چاودي ديوالونه
له مخې وير ژړا یې جنازه یې او خفګان یې
ضيأ ضمير

په حسن مالا مال وې خو کنډر کنډر کنډر شوې
وهلی خدا د کوم ظالم د بد نظر طوفان یې
مهاجر فراهي

اې ژونده! د مسکا هیلې لرې رانه بې ځایه
په نورو به بهار یې؛ خو په موږ باندې خزان یې
عصمت تمیم

د مني د سپوږمۍ غوندې غمجن او پریشان یې
د سپینو سپینو اوښکو او د سرو وینو داستان یې
پیر محمد کاروان

ته کور د رنګینیو سور ګلاب وې ارغوان وې
نن بیا په خپلو وینو کې تک سور لکه الوان یې
صبغت الله مدبر

ښکلا دې نړېدلې ده، په مات زړکي روان یې
بهار – بهار هراته! څانګې وانګې یې خزان یې
جهادي عمري

هراته سرهٔ ګلان دِ پهٔ ملا مات دي مړاوي مړواي
د خپل وجود په وينو لمبېدلی ګلستان يې
حماد ماليار

نه پاک شوې له ګردونو نه دِ کوم زخم کوشېر شو
قربان وطنه ولي داسي ستړی او ستومان یې?
یعقوب شجاع

زما ګرانه وطنه دا څه وشول دا څه کيږي?
چې هره ورځ او شپه نوې صحنه د امتحان يې!
صديق الله مشال

دا خوب وینم، که خیال دی او که وهم یم اخیستی
دا ولې لوټې، لوټې او په کومه ګناه وران یې?
ګل رحمن رحماني

د زړه هر يو ديوال مې ستا له درد سره ړنګیږي
وطنه! زخم، زخم یې دا څومره سرګردان یې
حيدري جان

په هر درد دې خبر یم، په زړګي باندې چاودلیه!
صابر اوسه وطنه! امتحان کې د سبحان یې
محمد آغا حیدري

بادار دي په تا رحم وکړي وه ګرانه وطنه!
اخته ډېره موده کيږي په غم او په خفګان يې
نبيل شباب

دعا د سعدالدين تفتازاني درنه چاپیر وه
د چا سترګو نظر کړلې کنډر شولې ویران یې
عاکف مهاجر

د وینو او د اوښکو سیلابونو کې روان یې
یو مړاوی ګل، د ژوند څاڅکې ته پروت په بیابان یې
راشد کامران

لويدلې له منار څخه دي ځالي د کوترو
هراته نن خاموش يې او يو لمونځ يې بې آذان يې
مولوي عبدالدیان تکل

څه سپینې سپینې اوښکې دې روانې کړې له سترګو
څه غوڅو پرهرو کې لګېدلی مات کمان یې.
حفیظ الله هاتف

د مخ د ګل په پاڼو دې سړه سیلۍ لګیږي
زما د زړه ګلشنه! زه دې ګورمه خزان یې
عتیق الله یون

باران دې د رحمت له ابره ولې په مونږ نه شي
ژوندونه! محترمه! ته خو سم لکه نیران یې
علامه محمدي

دا چاودى زړه دې بېرته سلامت له خدايه غواړم
زما دزړه هراته! د وطن د زړه ضربان يې
نور الحبیب نثار

نور ځه پر مخ دې ښه شه د افغان د کاله غمه
تر څو پورې به ته په دغه خاوره کې ودان یې؟
حفیظ الله هاتف

سیلاب دې د رڼو اوښکو له سرو سترګو بهیږي
یتیمه! پاتې سوی د نازونو له کاروان یې
عمر قائد

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx