شعـــــرونه

دوه څلوېښتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۹/ربیع الاول/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
څـه نـوی رنـګ نـوې رڼـا ګوري
سپرلی چاپیره ګرځي تا ګوري
صاحب شاه صابر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماته به ګوري که نه ما ګوري!
په تورتمونو کې رڼا ګوري
شرر ساپی

تنده یې مړه ساقي ور غاړې وتو
څه به نو خم څه به مینا ګوري
پیر محمد کاروان

منفي کجوره کې کجورې ګوري
مثبت دانه ، دانه کې تا ګوري
اکرام الدین مفتون

په هغو زړونو کې تيارې څه کوي?
چې د موسى يد بيضا ګوري
نورالحبیب نثار

مینه! ګلونه وروي پر دنیا
نفرت خو لار د کربلا ګوري
محمود ایاز

د کایناتو له ښکلاؤ نه تېر؛
عاشق! په یو مخ کې ښکلا ګوري
هدایت ازمون

هسې نه ټوله خوشبویې یې واخلي
د یار په زلفو کې هوا ګوري
سیدمحد صدیق

غنم دانې ور پسې ؤخندېدې
ادم! پۀ وېړه خوله حوا ګوري
رحیم سکندر

ګوري په څومره معنا داره نظر
ښکاري زما دَ زړه درزا ګوري
بشارت روحاني

څه خوني ښکاري ستا د سترګو شمر
زړه ته مې بله کربلا ګوري
هاشم ذاڪر

ستا لیونی لکه وړوکی ماشوم
په فرض لمانځه کې شاوخوا ګوري
قیس هاشمي

غم مې خويونه د هندوانو کوي
په ژوندانۀ خپله اروا ګوري
نظام الدین فلاح

د چا په سترګو کې ترې ځان ورک دی
دا چې په مخکې ځي په شا ګوري
اجل احمدزی

جنونه سترګې صبر، زړه مې نه
زه ورته نه ګورمه دا ګوري
سائل وصال

ستا نه بغیر د چا پروا نه ساتي
ستا په رضا کې ستا رضا ګوري!
حفیظ الله هاتف

رښتینولي دې له مجنونه زده شي
په دیوالونو کې لیلا ګوري
علامه محمدي

څه په کافر ضد باندې ودرېدل
نه ورته دی ګوري، نه دا ګوري
شفاعت ریحان

هوا یې حس کړ په لاسو کې لذت
چې د نغمو پسته مسکا ګوري
ثاقب خپلواک

چې پۀ سپین مخو کې وفا ګوري
ګویا پۀ کاڼو کې دوی سا ګوري
منصور درمان

اشتراکیت مې له حواسو تښتي
هغه نن ما له ما سِوا ګوري
نسیم ایثار

ډکې لیمې راته ولاړه ده
د خپل شهید بچي اروا ګوري
شرر ساپی

نور یې په سترګو کې ښکلا لټوي
لعل یې په سترګو کې حیا ګوري
لعل محمد حسین

دردمنو سترګو ته یې نه ګوري
په سپینو لېچو کې شرنګا ګوري
صبغت الله مدبر

زه له بازاره حیا ځکه کوم
له هرې لارې یې ګناه ګوري
جهادي عمري

ټول دې مین شي په جنت وطن کې
هغوی چې خوب د اروپا ګوري
قیس هاشمي

د هغوی دا عادت په وینه ګډ دی
هغوی په هر چا کې خلا ګوري
محمودي انصار

خوند مې له سویو اسویلیو اخلي
په زړه مې ګوتې وهي سا ګوري
مستغفر ګربز

شعر لفاظي نۀ ده ساده سړیه
سړی مضمون ګوري معنا ګوري
نظم الدین ندرت

افغان زلمیه! نوښتونه وکړه
نړۍ څارګره! واړه تا ګوري
عبدالرحيم غياث

له لټۍ اوس هم ځينې ځينې کسان
رويـا د من او د سلوی ګوري
شهزاده شیرین زوی

شاعران حسن پیژندونکي خلک
شاعر په هر څه کې ښکلا ګوري!
حفیظ الله هاتف

د زړه له پوندې نه اغزی وباسي
شپه ده دسترګو دې رڼا ګوري
پیر محمد کاروان

ستا د مين د جدايۍ اذيت
هر زوړ پيغام جلا، جلا ګوري
نبيل شباب

دا تور کمیس او دغه ارَت ګرېوان
نظر مي وریځو کې برېښنا ګوري
خالد ریحان ببری

همت مي پاس درومي وزري وهي
ځان ته مقام په ثريا ګوري
عصمت الله متقي

د لارې منځ، د رقیبانو کوڅه
لالیه خیال کوه دنیا ګوري
زاهد ساپی

زه په انګړ کي سور او شین کیږمه
تاته پر بام باندي هوا ګوري
حیات همت

دا چې له خپل ځان نه شرميږم پوي يي؟
زما ضمير زما ګناه ګوري
قاري امين امين

ستا په ښایست دي ښایستونه مئین
چې درته عرشِ مُعَّلا ګوري
مخبت وردګ

رب د بنده په عاجزي خوښېږي
رب صداقت ګوري سخا ګوري
تراب

مور مې مدام له ده نه لرې ساتي
مور مې همیش د زړۀ درزا ګوري!
صفي الله رائد

روژتي تنده لالهانده راوړم
ستا د سرکو شونډو خرما ګوري
خالد ریحان

داو په سرونو ښاپیرۍ ګرځي
دې جوارۍ ته خپل شها ګوري
سائل وصال

رقیب دښمن راپسې بیا ګوري
زما په مرګ کې خپل بقا ګوري
سباون ریحان

ښایې د زړه رضا يې نه وي چې ځي.
دا چې په وروستو، وروستو بيا ګوري.
مل غني خېل

په شونډو ژبه تېروي او خاندي
زما د صبر انتها ګوري
ضيأ ضمير

راباندې اوري د خوښیو باران
که مې و لوري ته اشنا ګوري
شرافت ویاړ

د يو نظر زخم يې نه وي لا ښۀ!
بيا مې ټپي – ټپي کړي، بيا ګوري!
عاطف لاروی

ته! معلومات راکړه هغه څنګه سوه
ما ته لا نه ګوري؛ که یا ګوري؟
عزیزالرحمن ایاس

دا سړی څه کوي کوم خوا ګور?
چې ښایستونو کې بلا ګوري
ساجد سهار

خلګ به خود وای تهمت په هغو
تر دیواله چې بې پروا ګوري
مفکر رښتین

زما وجود به نو تر څو پورې
د محبت په نوم سزا ګوري
حافظ سجاد

مړ یم دیدن ته دې درځم شیرینې
څه نا اشنا سترګې اشنا ګوري
عبدالوهاب مومند

زما زړګی لکه یو ستړی ط.الب
لا ورته هم چارې بلا ګوري
ق یوسف احمدي

لا یې د بیا راتللو هیله لري
لا یې تصویر ته په ژړا ګوري
محمودي انصار

د چا په سترګو کې يې څه لېدلي?
د چا په سترګو چې دنيا ګوري
نور الحبیب نثار

بس د دروغو د تسل له پاره
نا هېلې هیلې په هوا ګوري
محمود ایاز

په زنکدن سترګې نیمکښې ورته
ښکاري مئین دې وروستی تا ګوري.
صدیق مومند

د تور قانون کتاب په لاس د قاضي
زما د مرګ بله فتوا ګوري
حماد مالیار

خدای دې پۀ بده باندې نۀ پام کؤي
خلک عادت کې خپل پاچا ګوري
رحیم سکندر

محبوب د خدای د عشق لحاظ ساتي
ځکه په مینه ځي حرا ګوري
منصور طالب

چې مخامخ شي سترګې ښکته کړمه
خلک خو ښکلو ته پۀ غلا ګوري
سید انور انځور

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx