نظــر

‏دویمه نکبه او د حماس محاسبه

عبدالحی قانت

کال ۲۰۱۷م کې د اسرائیلو د (یهودي کور حزب) مشر بېذالیل سموترېش یوه اوږده مقاله خپره کړه چې پکې یې د فلسطین مقدسې ځمکې لپاره د اسرائیلي صهیونېزم نوی پلان کاږلی ؤ. دې پلان ته ده د پرېکړه کوونکي پلان نوم ورکړی ؤ. دا اوږد سند د بحث بېلا بېل اړخونه لري چې لنډیز یې دلته رانقلوم؛

د سموترېش په فکر یهودان معنوي او عقیدوي مسؤلیت لري چې د منځني ختیځ په زړه کې لوی اسرائیلي دولت جوړ کړي، دا اسرائیل به له نهر څخه تر بحر پورې ځمکنۍ بشپړتیا لري او د فلسطین په نوم کوم بل هیواد به پکې ځای نه لري. سموترېش د اسرائیلو له هغه تندروو ډلو څخه دی چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ په دوه – دولتي حل باور نه لري. دا چې دا پلان څنګه عملي شي، سموترېش کاږي؛

اسرائیل باید لومړی د فلسطین لوېدیځې څنډې ته پام وکړي چې پکې ډېر شمېر فلسطینیان اوسېږي. په دې برخه کې باید اسرائیل د یهودو د ځای پر ځای کولو لپاره مؤثره ستراتیژي ولري تر څو په لنډه موده د عربو او یهودو تر منځ ډیموګرافي یا د وګړشمېرنې توازن بدل شي. تر څو چې مونږ د فلسطین په غربي څنډه کې د عربو په مقابل کې د یهودو وګرو شمېر د اسرائیلو په ګټه نه وي بدل کړی، فلسطین نه شو ګټلای.

د پلان دوهمه برخه دا ده چې د لوی اسرائیل د ځمکو عربو ته باید د ژوند لپاره درې انتخابه ورکړل شي؛
لومړی انتخاب به دا وي چې دوی د لوی اسرائیل حکومت ومني‌ او د چتر لاندې یې د اوسېدلو ژمنه وکړي. په دې انتخاب کې به دوی یواځې د شاروالۍ د ټاکنو حق لري او کولای به شي چې د شاروالۍ تر حده خپل مشران انتخاب کړي، له دې پورته به دوی په سیاسي برخه کې هېڅ صلاحیت نه لري. دوی هغه وخت کولای شي چې د اسرائیلو کنیسیټ (پارلمان) ته رایه وکاروي چې دولت د اسرائیلو نظام ته د دوی په وفادارۍ باوري شي. دا باور به د دوی له نظامي روزنې او بېلا بېلو امتحاناتو وروسته مالومېږي.

دویم انتخاب هغو عربانو لپاره دی چې خپل عربی هویت له لاسه نه ورکوي او نه غواړي داسرائیلو د لوی دولت د چتر لاندې ووسېږي، دوی دې د عربو نورو هیوادونو،‌ اروپا او لاتین امریکا ته مهاجر شي. دوی کولای شي هلته تابعیتونه واخلي او تل لپاره له دې ځمکې تېر شي.

واضحه ده چې ځینې خلک به دا دواړه انتخابه نه مني، د هغوی لار دریم انتخاب دی. دوی سره به جګړه کېږي او ټوپک په زور به دې سیمې ویستل کېږي ځکه دوی ترورېستان دي او حق نه لري چې په دې سیمه کې اووسېږي.

د سموترېش د دې پلان داعیه دا ده چې د دوه – دولتي حل (فلسطین او اسرائیل) ناکام حل دی. له ۱۹۶۷م ، بیا اوسلو او بیا له ۲۰۰۷ وروسته د اسرائیلو منځلاري په دې پلان کې کامیاب نه شول، دوی ونه توانېدل د مسلمانانو او عربانو تر منځ داسې اسرائیل رامنځ ته کړي چې امن وي. د ده په ادعا تر څو چې مسلمانان دې سیمو کې وي، اسرائيل امن نه شی پاته کېدلای.
له څه مودې راهیسې اسرائيلو د سموترېش پر دې پلان عملي کار پیل کړی چې ځینې نښې یې په لاندې ډول دي؛

» اسرائیلو د فلسطین په لویدیځه څنډه کې تقریبا ۲ میلیونه یهودیان ځای پر ځای کړي او لا یې پر دې پروسه کار روان دی. دوی غواړي‌ د فلسطین د وګړ شمېرنې توازن د یهودو په ګټه بدل کړي تر څو د فلسطینانو د شړلو په وخت له ستونزو سره مخ نه شي.

» هغه فسلطینیان چې ۳ کاله فلسطین ته ولاړ نه شي، د دې هیواد تابعیت یې سوځي او دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.

» د فلسطین لودیځه څنډه چې د ۱۹۶۷م او اوسلو په توافق د فلسطیني حاکمیت (عباس حکومت) برخه ده، اوس یې په۷۰٪ ځمکه د اسرائیلو ولکه ده.

» د ۱۹۶۷م د غربي څنډې په هر ښار کې اسرائیلي چک پوستونه دي چې د محمود عباس د حکومت له اجازې پرته هر وخت کولای شي فلسطیني وګړي ونیسي او د خپلو زندانونو ته یې انتقال کړي.

حماس د اسرائیلو پرمختګ او د دوی حساس فعالیت څاري. په ۲۰۲۱م کې د قدس د تورې جګړه حماس په دې محاسبې پیل کړه چې اسرائیلو ته د سور خط سګنال ورکړي. حماس په دې هم پوهېده چې د محمود عباس فلسطینی حاکمیت چې په غربي څنډه حکومت لري، د اسرائیلو د مخنیوي توان او اراده نه لري. په ۲۰۲۱م کې حماس محاسبه تغیر کړه او اسرائيل ته یې د دې خبردارۍ ورکړی چې که دوی روان طبعي حالت بدلوي، دوی غلي نه پاته کېږي.

د نتن یاهو نوی حکومت چې له یهودي کور حزب او د صهیونستانو حزب سره یو ځای جوړ شوی، سموترېش پکې د مالیې وزیر او د دفاع وزارت با صلاحیته مشاور دی. د ده بل فکري دوست اتامر بن ګویر د اسرائيلو د ملي امنیت وزیر دی چې له سموترېش سره یو ځای په اسرائیلو کې په ښې اړختوب او تندروی مشهور دی. دوی حکومت ته له راتګ سره په خپل پلان بیا عملا کار پیل کړ؛ د مقدساتو په توهین یې لاس پورې کړ، د لویدېځې څنډې د فلسطینیانو په شړلو یې عملي کار پیل کړ، د خلکو کورونه ورانول او یهودیانو ته لیلامول و روځې معمول جوړ شو.

د یادو ټولو پېښو تر څنګ امریکا د اسرائيلو د تطبیع او نارمالایزېشن پرسه هم پرمخ وړله او پلان دا ؤ چې اسرائيل لږ تر لږه په اوسنيو پولو د منځني ختیځ په ټولو هیوادونو په رسمیت وپېژني. دا چې سعودي هم د امریکا دې غږ ته لبیک ویلی ؤ، غوښتل یې دا کار په داسې شکل وکړي چې په اسلامي نړۍ کې هم یو څه مشروعیت ولري. د سعودي مشرانو فکر دا ؤ چې اسرائیلو سره به اړیکې عادي کوي خو په بدل کې به یې د ۱۹۶۷م فلسطین پولو ته هم احترام کېږي. دوی غوښتل د محمود عباس حکومت د فلسطین د قضیې استازی ونوموي او په شریکه دې مسئلې ته داسې حل راوباسي چې سعودي د امریکا خبره هم ومني او د فلسطین له تاریخي مسؤلیت هم ځان خلاص کړي.

حماس پوه ؤ چې د فلسطین له قضیې د دوی ویستل د نوي پلان عملي برخه ده چې امریکا او منځنی ختیځ پرې په شریکه کار کوي. اسرائیل په دې فکر ؤ چې که حماس له محاسبې وویستل شي، دوی ته به د لوی اسرائیل په مخ کې لوی خنډ له منځه ولاړ شي. دوی پوهېدل چې د محمود عباس حکومت نه د فلسطینیانو ملاتړ لري او نه اسرائیلو سره د ټکر توان او اراده. د سعودي‌ او اسرائیلو د تطبیع خبرونو حماس ولړزاوه ځکه سعودي څه موده وړاندې د حماس مشران ریاض ته دعوت کړي‌ ؤ او فکر دا ؤ چې د حماس او سعودي‌ اړیکې بیا د تېرې سړې جګړې د وخت په شان ورغېږي خو حماس ته د دې خبر ورکړل شو چې دوی اسرائیلو سره له تطبیع پرته بله لار نه لري.

د فلسطین په لویدیځ کې د اسرائیلو ظلمونو، د خلکو له کوره ویستلو، مقدساتو بې احترامي‌ او په سیمه کې د اسرائیلو د تطبیع بحثونو حماس ته دوه انتخابه پرېښودل؛

لومړی انتخاب دا ؤ چې سر ښکته کړ‌ي او په دې وجه د فلسطین قضیه له لاسه ورکړي چې که دوی حمله وکړي‌، اسرائیل به د غزې په خلکو بمباري وکړي. دې محاسبه کې ښايي حماس د لنډې مودې لپاره خلک بچ کړي‌ ؤ خو د فلسطین تاریخي قضیه به یې یهودو ته بایللې وه او تل لپاره به یې د فلسطین له قضیې لاس مینځلی ؤ.

دویم انتخاب دا ؤ چې دوی لپاره چپ پاتې کېدل د دوی د محو په مانا ده او که حماس غواړي‌ ځان د فلسطین د قضیې استازی ثابت کړي، باید د منځني ختیځ سیاسي معادله بدله کړي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې حماس د دویمې لارې په انتخاب ځان د فلسطین د قضیې استازی طرف ثابت کړ چې راتلونکي لپاره د سیمې او نړۍ لخوا له پامه نه شي غورځېدلای خو دا چې د دې ثبوت قیمت به څومره وي، د جګړې آینده او د حماس راتلونکي پلانونه به یې په ډاګه کوي.

حماس په واقعي مانا د فلسطین د دویمې نکبې چې اسرائیل غواړي یو ځل بیا دوی له خپلو ځمکو وباسي او دا ځل د فلسطین نوم محو او پر ځای یې لوی اسرائیل جوړ کړي، مخه ونیوله. حماس په دې هم وتوانېد چې د منځني ختیځ هغه نقشه چې نتن یاهو څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ښکاره کړه، بېرته بدله کړي.

اسرائيل اوس هم پوره کوښښ کو‌ي چې د روانې جګړې له فرصت څخه دا استفاده وکړي چې خپل لوی پلان عملي کړي؛ دوی غزه بمبار کړه، بیا یې خلکو ته وویل مهاجر شئ، په غزې د ځمکنیو عملیاتو اعلانونه یې وکړل خو تر دې دمه یې لوی تأثیر ښکار نه شو.‌ زه فکر کوم منځني ختیځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینک د سفرونو یو هدف دا دی چې عربو هیوادونه ته ووايي چې که دوی د غزې ۲.۲ میلیونه خلک مهاجر ومني، امریکا به اسرائیلو ته په غزې د ځمکنیو عملیاتو سګنال ورکړي. ښکاري داسې چې دا کار ونه شو؛ مصر، قطر، سعودي، اردن او د سیمې ټولو هیوادونو دا فارموله رد کړه. همدا لامل ؤ چې امریکا پرون اسرائیلو ته خبرداری ورکړ چې په غزې ځمکنی برید به د اسرائیلو لویه ستراتیژیکه تېروتنه وي.

د فلسطین آینده د دې سیمې د مقاومت په لاس ده. دوی یواځینی قوت دی چې کولای شي دا قضیه ژوندۍ وساتي خو د سیمې او نړۍ لوی زبرځواکونه په دې فکر دي چې دوی د منځني ختیځ له سیاسي محاسبې محو کړي. د حماس راتلونکې ستراتیژۍ به ثابتوي چې د قضیې مسیر په کوم طرف درومي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx