نظــر

امانی نهضت دافغانی رنسانس پیلامه

لیکوال: نعمت الله اسحق زی

غازی امان الله خان دخپل پلارامیرحبیب الله دقتل ورسته دافغانستان دسیاسی واکمنۍ مشرتابه په لاس کی واخیست،ځوان مشرلدی وړاندی دسیاسی اصلاحاتواومدنی ژوند،ولسواکۍ اوپوره آزادی دملاتړی فکرخاوندو.

که څه هم دافغانستان دبشپړی خپلواکی وړاندی دامیرپه وخت کی دمشروطه غوښتونکوخوزښت فعالیت پیل اوعملايې یوشمیرفکرشخصیتونه دارګ دننه اوبهرترخپل فکری نفوذلاندی راوستل اما کله چی غازی امان الله قدرت ته ورسیدپه حقیقی توګه دمشروطه غوښتونکوهیلې وغوړیدی اودافغانستان داصلاحاتواوپرمختګ نهضت پیل شو.

شاه امان الله چی دمشروطه غوښتونکودفکری بهیرمهمه ملاتړۍ و،دلومړي ځل لپاره يې دقبیله يې اودودیزه سیاسی جوړښت بڼه په نوی شکل اوجوړښت دوضعی قوانینوپربنسټ رامنځ ته کړچی دسیمی اومنطقی په کچه بی ساری و،ددغواصلاحاتودبهیرديبل پرمهال دولسواکۍ هغه ارزښتونه چی دشاه امان الله خواپه نظام نامه کی ورته ځای ورکړل شوی و ګاونډی هیوادونوپه ګډون دسیمی په کچه هیوادونه ورسره آشنا نه ول.

دغازی امان الله دواکمنۍ سره سم په افغانستان کی دافغانانوناسیونالیستی روحیه دبهرنی یرغل پروړاندی قوی وچی دځوان شاه دقدرت د رسیدوسره دغه روحیه لاهم پیاوړۍ اوهغه وچی غازی امان الله خان دملی،اسلامی اوافغانی مقدسوجذباتوپه ملاتړپه ۱۹۱۹ عیسوی کال کی دافغانستان خپلواکی دلومړۍ ځل لپاره ټوله نړۍ ته يې اعلان کړاودافغانستان سیاسی حاکمیت دتاریخ په زرینه کرښودیوافغانی ویاړاوملی غرودسمبول په توګه راتلونکی نسلونوته په میراث پریښود.

که څه هم دافغانستان دخپلواکی راورسته دغازی امان الله خان داصلاحی اوروڼ آندی بهیرپه هکله مغرضانه اودتعصب نه ډګی څرګندونې اوقضاوت کیږی،خوتاریخی واقعیتونوته په پام جوتیږی چی شاه امان الله خان دافغانستان په معاصرتاریخ کی لومړۍ کس وچی دافغانی رنساس دبنسټ ډبره په افغانستان کی کښیښوده اوداصلاحاتواوعصریکیدوکاريې دیونوی اوپیاوړی افغانستان په هیله په عملی توګه پیل کړ.

غازی امان الله خان داستقلال په ګټولو سره دملت بشپړه ملاتړخپل کړ،دملی یوالی په برخه کی دلومړی ځل لپاره دافغانستان ټول قومی جورښتونه دقانون پروړاندی یوشانتی وګڼل ،مذهبی آزادی،اوغلامی لغوه اعلان شوه دښځوحقوق ته درناوی وشو دلومړي ځل لپاره په قوانینوکی دنارینه اوښځینه لپاره تعلیماتواجازه ورکړل شوه.

غازی امان الله خان دیوشمیرروڼ آندوپه ملاتړاساسی قانون تصویب اونافذه کړچی له مخی په دیموکراتیکه توګه سیاسی واکمنی ددری ګونوقواو پربنسټ رامنځ ته شو.

نوموړی په اقتصادی برخه کی اقتصادی تحول پوره پاملرنه وکړه،کورنی تولیداتوته يې وده ورکړه په همدی موخه يې ګڼ شمیرماشین آلات افغانستان ته را وارده کړل،همدارازدامانی اصلاحاتودپام وړترټولو زیاته دپوهنی،او بهرنیوسیاست په برخوکی راڅرخیدۍ پاچاه باوردرلودچی افغانان باید لومړی دپوهی په نعمت سمبال شی اوترځنګ يې دنړی دنیوپرمختګونو،علمی،ساینسی تجربوڅخه باخبره وی له همدی امله نومړی دنړی بیلابیل هیوادونوته ۹ میاشتنی کاری سفرپیل کړ.

ددی سفرپرمهال دغازی امان الله خان څخه تود هرکلی وشواوګن شمیراسلامی اواروپايې هیوادونه دافغانستان سره دهمکاریواوسیاسی اړیکوتړونونه لاسلیک کړل اودافغانستان سره يې دمتقابله همکاریوژمنی وکړې.

افغانستان دغازی امان الله په مشری دیومهمه تاریخی بهیرچی دافغانستان په تاریخ کی ورته افغانی رنسانس ویلۍ شو،ارزښتناکه فرصتونه په واک کی درلود.

شاه بهرنیوهیوادونوڅخه دلیدنی پرمهال دغربی اویوشمیراسلامی هیوادونوپرمختګونه له نژدی لیدنه ترسره کړه،اوهیله يې درلودل چی یوه ورځ افغانستان هم ددغو پرمختګونوبرخمن شی په همدی موخه يې دهیوادونونه په رسمی بڼه وغوښتل چی افغانستان سره په تعلیمی،نظامی،سیاسی اواقتصادی برخوکی مرسته وکړی.

اما الله خان کله چی افغانستان ته راستون شود اصلاحاتو بهیريې ګړندۍ کړ،په ټولنه کې دننه یوشمیرخرافاتی باورنوچې دټولنی دپوهاوی اوعامه فکردودی اوتحول مخنیوی کوی دسمون اواصلاح زمینی برابری کړی،اساسی قانون، مدنی قانون،شخصیه احوال،دښځولپاره دزدکړی حق پیژندل،دنارینه اوښځینه لپاره دقانون له مخی مساوی حقوق پیژندل،اقتصادی سمون اوولسواکه اصلاحات هغه تحول اونویوال وچی غازی امان الله خان يې په رامنځ ته کولوکی لس کالنه مبارزه وکړه.

که څه هم دغازی امان الله دواکمنۍ داداری تشکیلات اوسیاسی بدلون فلسفه دملت پروړاندی ددوستي،مینی اووفادری پربنسټ بناشوی وه اوملت هم داستقلال دلومړي ورځی نه بیا دشاه دواکمنۍ ترپایه درنسانس اونویوال په داعیه کی ورسره کلک ملاتړی ول اما په خواشینی سره دهیواد په ګوټ ګوټ کی یوشمیربنسټ پالی اولنډه فکره قبیله يې اودینی سیاسی مراجع چی دانګلیس بشپړه ملاتړاوایډیولوژی ورسره ملاتړول دافغانانودپاکودینی اوافغانی ارزښتونونه دوسیلی په توګه دامان الله خان داصلاحاتوپروړاندی لاس په کارشول اوداسلامی احکامواوباورونوپه ناسم تفسیراوتاویل سره دامان الله خان دنویوالی پیل شوی بهیرناکامه اوله مینځه یووړچی تریخ پایله يې دافغانستان خلګ هرورځ تجربه کوی.

ظفرحسن بیګ په خپل کتاب کی لیکی کله چی علیحضرت غازی امان الله خان دلومړی ځل لپاره ۴۰ تنه ښځینه محصلینی دهغوی دشرعی محرم سره دزدکړی په مقصد ترکیی ته ولیږل.په کوردننه یوشمیردینی شخصیتونودانګلیس څارګرواداروپه همکاری دامان الله خان پروړاندی منفی تبلیغات پیل کړل اوخلګوته يې پدی پلمه چی ګواکی شاه ترکی ته دنجونوپه لیږل غواړی بی حجابی اوبی ناموسی دود کړی عام ولس ذهنیت يې دوخت دحکومت پروړاندی راوپاره وی ترڅواولس دشاه پروړاندی بغاوت وکړی.

همدارازپروفیسورلیون پولاد دخپل کتاب( ۱۹۱۹- اصلاحات اوبغاوتونه ۱۹۲۹ ) عنوان لاندی یوه برخه کی لیکی چی دامان الله خان دحکومت داصلاحاتوپروړاندی داسی افسانی،خرافات اوپروپاګندونه دیوشمیرکړیوله خوا طرحه شول چی امان الله خان يې خپلوهیلوته په رسولوکی ناکامه کړاوهرڅه په یودم برباد کړل.

که څه هم دافغانستان دښمنان لاهم دامانی دوری داصلاحات په هکله دتبعیض نه ډکی څرګندونه کوی اودنوموړی ددوری اصلاحات دهغه وخت دټولنیزواودینی بارونه په پرتله دوخت نه وړاندی اوپه بیړه ګڼی خودافغانستان سیاسی واقعیت دادی که چیری ۲۱ پيړی کی تاسوپه افغانستان کی دهغه اصلاحات چی امان الله خان غوښتل تاسويې په ټول افغانستان کی دولسواک نظام اوسیاسی ژوندانه دارزښتونوپه توګه پلی کړیطبعی ده چی تاسوبه دزیاتومنفی غبرګونوسره مخامخ شی.

امان الله خان داصلاحات دنه پلیکیدوموضوع دزمان پوری دزمان هیڅ تړاونلری بلکه بهیرنیولوغړن شیطانی لاسونه هغه لاملونه وچی داصلاحات پروړاندی خنډواقع کیدی هغه ستونزه چی په ورستیوکلونوکی مجاهدینوجهاد اویاهم دطالبان جهاد دواړه هغه سیاسی جریانونه دی چی ددینی اوافغانی باورونوپه شعارافغانستان دمرکزی اوخپلواکه نظام پروړاندی مخکی اوهمدااوس جنګیږی اودهرډول نویوال سره مخالفت ښه يې.

پورتنی څرګندونوته په پام افغانان اوس مهال هغه اصلاحی بدلون اوسمون ته چی علیحضرت غازی امان الله خان څه باندی ۹۵ کاله مخکی کاله وړاندی یې داعیه اوچت کړی وه دقدرپه سترګوګوری اوهرکال دزمری په ۲۸ نیټه ددغه تاریخی ورځی نه دافغانستان لمانځنه کوی.
۱۳۹۳/۵/۲۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wita

It was great and outstanding, I like your topics.

سنګین

نن ټکۍ اسیا کی هم میکروبونه مخ په زیاتیدو دي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x