شعـــــرونه

بیا له وطنه به جنت جوړ شي/ علم

عبيدالله علم

که له پردیو مو نفرت جوړ شي
ھله به مینه محبت جوړ شې

مشران کشران مو خاکساري خپله کړ‎ي
له ځان غوښتنې خجالت جوړ شي

د قوشتپی د کانال کار چې خلاص شي
بیا له وطنه به جنت جوړ شي

خاورو ایرو نه به سرہ جوړ‎ کړ‎ي
که یو څه نور هم امارت جوړ شي

ھغه چې تللي او واپس راشي
پخپل ھیواد یې قناعت جوړ شي

نه تعصب وي، نه توکم پالنه
کلک مو په منځ کې اخوت جوړ شي

علم ته وښایه هغه ورځ ربه!
چې امارت لا ستر قدرت جوړ شي
________
عبیدالله علم
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدوس شریف

ما پــــــــه دعا خلک وژلي یاره
زما د خولې چا ته خیرا نه وځي
چې بې ساتلی تل مور زړګی دی
(شریف) له کوره بې دعا نه وځي

شاعر : عبدالقدوس شریف

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx