لیکنې

په فلسطین کي د اسرائیل یهودي حکومت جنایات او داسلامي نړۍ مسولیتونه.

په فلسطین کي د اسرائیل یهودي حکومت جنایات او داسلامي نړۍ مسولیتونه.

گلاب الدین خپلواک
د اسرائیل او فلسطین جګړه د نن څخه 76 کاله مخکي د 1947 میلادي کال کي هغه وقت رامنځ ته سوه چي د فلسطین مقدسه خاوره په دوو هیوادو اسرائیل او فلسطین وویشل شوه، د اسرائیل وګړي ډیری یهودیان دي، اوس دا پو ښتنه را منځته کیږي چي د فلسطین په دا مقدسه خاوره کي یهودیان د کومه را پیداسول او ولي راپیداسول؟ مخ کي تر دي چی د فلسطین خاوره په دوو هیوادو وویشل سي، د فلسطین مقدسه خاوره د بریتانیا تر اشغال لاندي وه، بریتانویانو او غربي نړۍ د مسلمانانو سره د فرضي خط په توګه او د اسلام د پرمختګ د مخنیوي په خاطر، چي اروپایي هیوادوته اسلام ونه غزیږي د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه یي هغه سخت دریزه یهودیان راټول او دفلسطین پر مقدس خاوره کي یې ځای پرځای کړه. په دي کار سره غربي کفارو یو خویي یهودیانو ته چي د نړۍ په مختلفو سیمو کي تیت وه سره راټول او د عربي مسلماني نړۍ کي پرمقدسه خاوره حاکمان او د اسرائیل یهودي هیواد یې رامنځ ته کړ، او بل یې د اسرائیل هیواد څخه د مسلمانو په ځپلو او خپل د منافعو او ګټو د ساتلو لپاره او د یو آله فشار په توګه ګټه اخیستل، او اوس یې هم اخلي، د اسرائیلو هیواد د تاسیس څخه تر ننه پوري د مسلمانانو او یهودیانو جګړه شروع ده، او داجګړه او جهاد تنها د فلسطین مسلمان او بی وزله اولس پرمخ وړي، د یهودو اومسلمانانو د جګړې  76 کاله کیږي یوازي دوه ځله ځینو عربي ممالکو چي د فلسطین په ګاونډ کي پراته دي د اسرائیلو پرضد ائتلاف وکړ خو د ماتي سره مخ سول او خپل د هیوادو ځیني سیمې یې هم د لاسه ور کړي د هغه دوو جګړو وروسته ټوله اسلامي نړۍ تنها د اسرائیلو حملې او جنایات فقط په اعلامیو غندي، اوس پوښتنه داده چي پر فلسطین به دا ظلم تر کله دوام کوي او مسلمانانو په ځانګړی ډول د عربي ممالکو لپاره څه کول په کار دي په دي اړه څو ټکي اړین ګڼم.
لومړۍ: اسرائیل د آمریکا د لاس آله ده او آمریکایان په ډاګه مالي او نظامي ملاتړ د اسرائیلو څخه کوي او اسرائیل د آمریکا په فرمان کي دی، د آمریکایانو مهمي استراتیژیکي اډې په عربي هیوادو کي ځای پرځای سوي دي، عربي هیوادونه که آمریکا ته ضرب الاجل وټاکي چي خپل اډې دي د دوی د هیوادونو څخه وباسي آمریکا به په سیمه کي خپل د ګټو او خپل د اډو د ساتلو لپاره پر اسرائیل فشار راوړي چي د فلسطین د جګړې څخه لاس واخلي.
دویم: که اسلامي هیوادونه خصوصا عربي ممالک د غرب پرځای د شرق سره خصوصا د چین او روسیې سره نظامي، اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګي کړي او نړۍ د څو قطبي توب څخه دوه قطبي توب ته چي شرق او غرب دی  را واړه وي  دابه د مسلمانانو خصوصا د فلسطین په ګټه وي او د اسرائیلو د جنایاتو مخه به ونیسي.
دریم: که اسلامي او عربي ممالک په ملګرو ملتونو کي په یو غږ سره د اسرائیلو خلاف عدالت نړیواله محکمې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اسرائیلو د جنایاتو شکایت وکړي ممکن د نړۍ کفري هیوادونه د اسلامي هیوادونو د احتجاج او د فشار د مخنیوي لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي تر څو په فلسطین کي د جګړې او جنایاتو څخه لاس واخلي.
څلورم : په هغه اسلامي او عربي هیوادوکي چي د اسرائیلو غاصب حکومت سفیران دي ټول دي وشړي او خپل سفیران دي د اسرائیل څخه را وغواړي او ډیپلوماټیکي، سیاسي او اقتصادي اړیکې دي ورسره پري کړي، داکار به پر اسرائیلو د فشار لامل سي کیداسي دا غاصب حکومت خپل د کړنو څخه لاس واخلي.
پنځم: اسلامي هیوادونه دي که د اسلامی همکاریو سازمان پرځای د مسلمانو هیوادونو نړیواله اتحادیه رامنځ ته کړي په دي سره به مسلمانان سره متحده او یو لاسۍ سي او اسرائیل او نوره کفري نړۍ به بیا پر اسلامي هیوادو جنایات ونکړي.
شپږم: که عربي ممالک د فلسطین د مسلمانو عربو وړونو ننګ نسي کولای او دوی د غربي نړۍ تر اغیزه لاندي دي نو دوی دي د نورو اسلامي هیوادو مسلمانانو ته لاره هواره او امکانات دي ورته برابر کړي چي د فلسطین د مظلوم اولس او د قدس د آزادی و میدان ته ور ودانګي، اوس د نړۍ په ګوډ ګوډ کي مبارز مسلمانان دي ته تیار دي چي فلسطین ته ولاړسي او د فلسطین او خپل د مسلمانو وړونو او خویندو چي د اسرائیلو غاصب حاکمیت لاندي دي او هره ورځ یې په سل ها وو شهیدان کیږي ننګه وکړي او قدس شریف د یهودو څخه آزاد کړي.
که څه هم پورتني وړاندیزونه د نړۍ د مسلمانو هیوادو په ځانګړي توګه د عربي ممالکو څخه د پوره کولو تمه نکیږي خو وروستۍ وړاندیز دي عربي ممالک د خدای لپاره عملي کړي چی د نړۍمسلمانان او مجاهدین چي د قدس د آزادی مسئله یې په زړه کي ده ور پریږدي چي فلسطین ته د جهاد لپاره ولاړ سي، د اسلامي نړۍ مجاهدین دا تمه نلري چي عربي ممالک دي د دوی سره په ښکاره توګه و فلسطین ته د رسیدو مرسته وکړي، خو په پټه دي عربي ممالک دا کار تر سره کړي چي د دوی غربي منافع  هم په خطر کي وا نه چول سي، که وضعیت په دا ډول ادامه پیدا کړي اسلامي مبارزین به دا حال تحمل نکړي او ډیر ژر ده چي دغه اسلامي عربي ممالک به د اسرائیلو په حمایت تورن او پردوی به د جهاد او جګړې حکم صادر کړي چی بیا به دا نه جبرانیدونکي پيښه وي.
کابل افغانستان
3/4/1445

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

د تاسو وحشت د قدیانی اسلام شعار لاندی د اسرائیلو وحشت څخه که زیات نوی نو کموالۍ هم نلری !!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx