نړۍ

د اسرائیلو سفیر او ډیپلوماټان له ترکیې هیواده وتلي دي

نن ټکی اسیا ( شنبه، تله ۳۰مه،۱۴۰۲ل)؛ د ترکي رسنیو په حواله، په انقره کې د اسرائیلو سفیر ایریت لیلیان له نورو اسرائیلي ډیپلوماټانو سره یو ځای له ترکیې هیواد څخه وتلی دی.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندي د اسرائیلو ملي امنیت شورا د دغه هیواد وګړو ته خبرداری ورکړی وه چې ترکیې هیواد ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه دې شورا په ترکیه کې له مېشتو اسرائیلو غوښتي وه چې ژر تر ژره دي له دغه هیواد څخه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx