نړۍ

دامریکي دملکي هوایی چلند یوه الوتکه په هواکي سوري شوه

passengers_could_see_the_sky_through_the_hole_in_the_roofنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۲) دامریکي دملکي هوایی چلند یوه الوتکه دپرواز په حالت کي سوري شوه، دامریکي دهوایی چلند د اداري ددفتر کارکونکي وایی چي الوتکي په حفاظت سره ناسته کړیده، اوپیښه کي سواریانوته کومه مرګ ژوبله نده اوښتي، یواځي دالوتکي یوه میلمه پاله سرسرکي ژوبل شویدي.دسویلي هوایی چلند مربوطه الوتکه له فونیکس څخه وسکرامنټوته په لاره وه چي سورئ شوه، دالوتکي یوي ښځینه سواري رسنیو ته ویلي، مونږ ارام سره الوتکه کي ناست وه، یو ناڅاپه په الوتکه کي یو پونګ رنګه اواز رامنځه شو، سواریانو چغي اوناري جوړي کړي چي وروسته دالوتکي کیپټان په اساني سره الوتکه داریزونا ایالت ته څیرمه پریوه نظامي ډګرباندي راکښته کړه.
دامریکي دڅارګري اداري یوه کارکونکي زیاته کړه تراوسه پوري روښانه  نده، څه وجه وه چي دالوتکي چت سوری شو، نوموړي زیاته کړه پیښه کي دویره اچونکو لاس درلودل لري خبره ده، امکان لري چي دتخنیکي ستونځي له کبله دي الوتکه سوري شوي وي. خو یو بل سواري چي خپل نوم برنډا ریس ښیی وایی کله چي الوتکي له ځمکي څخه پرواز وکي سمدستي مي دټوپک رنګه اواز ترغوږشو، چي لږ ګړي وروسته دټوپک اواز په یوه غټ بونګ سره بدل شو او الوتکه راسوري شوه.
بخت الرحمن بخت…………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x