افغانستان

د افغانستان لپاره د کاناډا سفارت ارشد سلاکار؛ هڅه کوو چې د افغاني سرې میاشتي له لاري په افغانستان کې په بشري خدمتونو کې ونډه واخلو

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، تله۳۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ د افغاني سرې میاشتي عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص قطر ( دوحې) ته د خپل سفر پر مهال، د افغانستان لپاره د کاناډا د سفارت له ارشد سلاکار الیاس عرفان سره لیدلي دي.

په یاده لیدنه کې مولوي مطیع الحق خالص ویلي چې د ژمي له یخني څخه د خوندي کېدو په موخه، د بې سرپناه زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړول اړین او لازمي دي.

په ورته مهال ښاغلي عرفان ويلي چې د کاناډا حکومت په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د روغتیايي پروژو مالي ملاتړ کوي او په وینا یې؛ هڅه کوي چې د افغاني سرې میاشتي له لاري هم په افغانستان کې په بشري خدمتونو کې ونډه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx