افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت؛ مسافر وړونکي موټر د بار لېږدولو اجازه نه لري

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، تله۳۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د مسافرو خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاري خدمتونو وړاندي کولو په موخه پرېکړه کړې چې مسافر وړونکي موټرونه د بار لېږدولو اجازه نه لري.

دغه وزارت د کابل په ټولو ټرمینلونو کې یادو موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې چې د دغه موټرو دننه او د موټر پر چت باندې د بارونو له لېږد څخه ډډه وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې دغه وزارت د ولایتي سپارلي چلوونکو موټرو لپاره ترمینلونه جوړ کړي او هغوی ته یې د کرايې اخیستلو ځانګړې قانوني لایحې په لاس کې ورکړې دي چې دا چاره د خلګو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx