ادبي لیکنيپښــــتو ادب

څلوېښت کاله په توپان کې؛ د سپیناوې ناکامه هڅه!

دادمحمد ناوک

څلوېښت کاله په توپان کې د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر او د حامد کرزي د دفتر د رئیس عبدالکریم خرم اثر دی، چې په شاوخوا ۶۷۲ مخونو کې په ۱۳۹۸لمریز کال اکسوس خپرندويې ټولنې خپور کړی، هغه مهال مې سرسري ولوست او د ډانډس کولو په خاطر مې يې فیسبوک کې په حواله طنزې برخې برخې لیکنې هم شریکې کړي، وړمه ورځ مې بیا را واړاوه او د څو کاله وړاندې د ارګ د وضعیت هغه ننداره چې تر پردې شاته وه او څه برخه يې خرم صاحب د نشرولو بلله ولیده.

نوموړي په ټوله کې هڅه کړې چې څنګه د وخت اداره خپلواکه وښيي، ځان متدین مسلمان معرفي کړي او حامد کرزی داسې کس ثابت کړي چې حتی له اوباما سره ډغرو ته تیار دی، خو د دې تر څنګ ګڼ داسې اعترافونه پکې شته چې د نوموړي همدا د سپیناوي هڅه په اوبو لاهو کوي، خو دا چې دا اعترافونه ولې را اخیستل شوي، ښايي لیکوال د بې طرفۍ د اظهار لپاره یا يې هم د دې ښوودلو هڅه کړې وي چې له دغسې بې وسۍ، کمزورۍ او مزدورۍ سره سره دوی څومره «ښه خدمات» وړاندې کړي.

د کتاب پیل د لیکوال له شخصي ژونده شوی، سیاسي ژوند ته ننوتلی خو بې له دې چې تسلسل پکې په پام کې ونیول شي ګډوډ لکه غیر منظم یادښتونه چې يې سره را غونډ کړي وي، کله د ۲۰۱۴ز کال کیسه کوي، چې بیا پکې په بېل عنوان د ۲۰۱۲ز کال پېښو ته لاړ شي، ټول کتاب کې نوموړي داسې ښوودلې چې دندې ورسپارل شوې او کله يې هم د دندې اخیستلو کوشش نه دی کړی، هغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دوره کې خپلې لاسته راوړنې کتار کړي، خو ضمناً اعتراف کوي چې حتی نه يې شوای کولی سریالونه بند کړي، په وینا يې د سنیانو او اهل تشیع قومي او دیني مخور يې را ټول کړي و، هیله يې وه چې وروستۍ پرېکړه وشي خو حامد کرزي ورته زنګ وواهه او پوی يې کړ چې تر دې چنو تېر شي، همدا ګیله ورته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کوم چارواکي امریکا کې تکرار کړې وه، چې دا هڅه دي سمه نه ده!

کله چې د دفتر رئیس کېږي هڅه کوي چې د حامدکرزي شخصیت داسې معرفي کړي چې ممکن پخپله به يې هم پرې باور نه راځي، خو دې معرفۍ کې ځان هم نه هېروي او حتی له اوباما سره د حامد کرزي ورځنۍ ویډيويي اړیکه ګواکې نوموړي ته یو ساعت انتظار کړل شوې ده!

د بګرام زندان مسئله کې يې کوشش کړی چې حامد کرزی ان له جنرال الن سره د خولې وهلو وړ معرفي کړي، خو کله چې سپانتا ورته وايي چې په دې اړوند اعلامیه باید نرمه وي، ځکه تاسې منتخب ولسمشر یاست، نو په وینا يې حامد کرزي څو ځلې دا جمله ورته تکرار کړه: «زه ولسمشر نه، بلکې د دې مزدور حکومت رييس یم، زه ولسمشر نه، بلکې د مزدرانو باشي یم!» ۳۳۶م مخ.

سره له دې چې پوره هڅه يې کړې چې د امریکایانو راتګ، «د دوو دوستو هېوادونو همکاري» وښيي، خو ضمناً په کابل، کندهار او ګڼو سیمو کې د امریکایانو شخصي زندانونه، جنایات او خپل سرۍ يې بیا هم ضمیر نه را وښوروي چې قلم کېږدي او خلص ولیکي «یوه له بې وسۍ د مزدورۍ ډکه دوره!»

۳۵۴م مخ کې په ولایاتو کې د بهرنیانو له لوري د شخصي او پټو زندانونو یادونه کوي چې د «پلټڼې» لپاره يې د پولیسو د عمومي قومندان جنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ یو پلاوی چې ښاغلی عبدالشکور دادرس هم پکې و، د هلمند او کندهار په لوري ولېږه، کله چې پلاوی سیمې ته رسېږي، بهرنیان ورته اجازه نه ورکوي «ما سمدسستې مسئله له لوی درستیز شیرمحمد کریمي سره شریکه کړه او له هغه نه مې وغوښتل، چې د کندهار په هوايي ډګر کې امریکايي مسؤلین وپوهوي، چې نوموړی پلاوی د ولسمشر په حکم تللی نو هغوی پرېږدئ چې خپل کار سرته ورسوي، ښاغلی کریمي چې ډېر نا ارامه شوی و په نه زړه ځواب راکړ: یاد پوځیان د امریکا د ځانګړو ځواکونو د قومندان تر حکم لاندې دي او څوک دا زور نه لري چې د ځانګړو ځواکونو په قومندان څه ومني»

د دې تر څنګ د اوباما شرموونکی راتګ او ارګ کې د بې وسۍ ننداره او ورته ګڼ نور مسائل دا ښيي چې لیکوال نه دی توانېدلی خپل هغه هدف ته چې نږدې په هره دویمه صفحه کې يې بیا بیا تکراروي ورسېږي، هغه دا چې ګواکې دوی سره له دې چې امریکا نصب کړي، په هره وړه او لویه جلسه کې يې بهرنیان موجود او د مېز له قلمه د موټرو تر تېلو يې تمویل د امریکا له جېبه دی، خو بیا هم د یو مزدور رژیم نه؛ بلکې د «یو خپلواک حکومت مسؤلین دي!»
دا خاطرې ښې دي چې ولیکل شي، خو د داسې کسانو په اثارو کې لویه ناځواني دا وي چې پر لوستونکو هم د ځان ګمان کوي، ما یو وخت د ایس ریاست په حواله لیکنه کړې وه، چې دعوه يې پکې کړې وه، چې د امریکايي یرغل پیل کې له کندهاره د ملا صاحب رحمه الله وتونکی موټر يې ځکه په نښه نه کړ، چې له څنګ سره يې یو سپی هم ګرځېده او هغه زیانمنېده!

دا ډول حماقتونه یوازې هغوی منلی شي، چې امریکایانو روزلي، پاللي، ساتلي او حتی شخصیت ورکړی وي؛ دې اثر کې هم خرم صاحب ډېره هڅه کړې چې شل کاله اشغال د «دوستو هېوادونو همکاري» معرفي کړي؛ خو نه يې قلم دغه زور لري او نه يې لوستونکي د پېړۍ وروسته مخاطبین دي!
۱۴۴۵/۴/۵جمعه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx