دیني، سیرت او تاریخ

العقیده الطحاویه

استاد عبدالجبار وحدت
د دې شرحې شارح شیخ احمد عاموه چې ژباړن یې م.یاسین مجاهد دی چې ډېر په لوړ او علمي انداز یې د ترتیب زیار ګاللی دی، د یاد کتاب په شرحه کې د ربوبیت، خالق، پیغمبر«ص»،اجل، تقدیر، رزق، د الله تعالی ګڼ صفات ، مذهب، اهل سنت و الجماعت او نورو اړینو مسائیلو باندې بحث شوی دی:
حتی عام فکر داسې وو چې الله تعالی کله مخلوق پیدا کړ ، د خالق صفت یې خپل کړ ، مګر د خالق د صفت فلسفه هیڅکله داسې نه ده ، بلکې “لیس بعد خلق الخلق استفاد بسم الخالق” هغه د خالق نوم د مخلوق له پیدا کولو وروسته نه دی ګټلی، الله تعالی له ازله د خالق په صفت باندې ستایل شوی دی او په ازل کې هیڅ مخلوق نه وو.

ربوبیت یې داسې راپېژندلی دی:
د پیدایښت ، سمبالښت ، ځواک او قدرت دی او دغه معناوې په مطلق ډول د هر مربوب له شتون مخکې الله تعالی ته ثابتې دي .

د رسول الله (ص) شفاعت اړوند بحث پکې شوی دی چې د هغه علیه السلام شفاعت حق دی کوم چې محمد(ص) د خپل امت لپاره ساتلی دی، همدارنګه په هغو وعدو بحث شوی دی چې الله تعالی له ادم او د هغې له اولادې څخه اخیستي دي.

د سرنوښت اړوند بحث شوی : هغه«ج» چې هر شی پیدا کړ بیا یې د هغه لپاره سرنوشت وټاکل.

اهل سنت والجماعت سره د مېنې بحث داسې شوی چې : یحبهم و یحبونه: الله تعالی ته ګران دي او الله تعالی هغوی ته ګران دی (المایده۵۴)چې د شارح مطلب له دې څخه متقیان اهل سنت و الجماعت دي.

د اجل اړوند بحث شوی چې فرمایي: (وضرب لهم اجالا) هغوی ته یې نېټې ټاکلي دي.
د هغوی اړوند بحث شوی کوم چې په دې وروستیو کې د نبوت دروغجنې دعوې کوې : وکل دعوی نبوه بعده فغی وهوی: او له هغه«ص» وروسته د نبوت هره دعوه بې لاري او نفساني غوښتنه ده . د متقیانو د انجام اړوند بحث شوی :

والعاقبه للمتقین: ښه او غوره انجام د متقیانو لپاره دی ، متقي یې داسې راپېژندلی دی متقین د متق جمع ده اوتقوی دې ته وایي چې الله (ج) دې په هغو چارو کې بوخت ومومي چې د کولو امر یې درته کړی وي او په هغو کې د نه ومومي چې منعه یې ترې کړي ده.

اهل سنت و الجماعت: له دې څخه موخه هغه کسان دي چې د سنتو ملاتړ کوي او جماعت چې د نبي کریم (ص) او د هغه د اصحابو کرامو پیروي کوي.
مذهب : هغه لارې او طریقې ته کارول کېږي چې د مفاهیمو د بیانولو لپاره دلیلونه او اسلوبونه پکې رانغښتل شوي وي.

لهذا د ځوان نسل لپاره د داسې کتابونو لوستل لازمي بولم ، شخصا ما ډېر نوي موارد ترې یاد کړل،لکه اودس چې تجدید او تازه کولو ته اړتیا لري ، عقیده هم هذالقیاس باید تکرارا تازه شي، د عقیدې اړوند بحثونه باید واورېدل او ولوستل شي، اړینه ده چې داسې عقیدوي کتابونه په بار بار ولوستل شي. عقیده نهایت مهمه ده او هغه هم په یوه رب«ج»

پلرونه او وروڼه باید خپلې کورنۍ په دیني عقایدو مزینې او ملبسې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx