نظــر

فلسطيني مجاهدينو ولې جګړه پيل کړه؟

علامه دوکتور محمد بن محمد اسطل الفلسطیني
ژباړه: نصرالله سیرت

علمي موقعیت ته د درناوي او په بې‌ګټې یا کم‌ګټې جنجالونو کې د وخت نه ضایع کولو له مخې ډېری وخت نه غواړم په ټولنیزو رسنیو کې د پوچو او بې‌ځایه خبرو د رد لپاره څه ووایم!
په تېرو څو ورځو کې یو شمېر ملګرو رانه د هغو خلکو په اړه وپوښتل چې وایي: لازمه نه وه د صهیونستي غومبسو په ځالو کې لاسونه ننباسئ او راویې پاروئ، چې داسې وشي!
دا ځل په استثنايي توګه لنډ ځواب وایم چې په ذهن کې مې راګرځي. په کوم وضعیت کې چې اوس موږ یو، د بشپړ ځواب حوصله نه لرم، یوازې لاندې څلورو مواردو ته په لنډه توګه اشاره کوم:

۱- دښمن په ډېر چټک او بې‌سابقې ډول د مسجد اقصیٰ په توهینولو او یهودي کولو پیل کړی و او په ډېره چټکۍ یې د مسجد الاقصیٰ په ړنګولو او پر ځای یې د یهودي هیکل جوړولو په لور ګامونه اخیستل. کوم تېري به یې چې پخوا په دوو یا دریو کلونو کې کول، اوس یې په دوو یا درېیو اونیو کې کول.

دا ټول یې د بیت‌المقدس د اوسېدونکو د سپکولو، شکنجه‌کولو او د دوی د مخورو د زنداني کولو تر څنګ کول. پر مسلمانانو یې بېلابېل بندیزونه لګولي وو او مسجد ته یې دننه کېدو اجازه نه ورکوله. په مسجد کې به له پنځوسو ډېر علمي ټولګي دایرېدل، چې کلونه کېږي بند دي.
له عملیاتو څو ورځې وړاندې له (۵۰۰۰) ډېرو صهیونستانو په خپلو ناولو پښو د مسجد‌اقصیٰ بې‌حرمتي وکړه. په وروستیو شلو کلونو کې داسې ناوړه تېري او په دومره زیاتوالي او قوت نه وو شوي.

دا عملیات وشول څو د دا ډول تېریو مخه ونیسي. د عملیاتو له نامه «د اقصیٰ توپان» څخه جوته ده چې لویه موخه یې همدا ده.

۲- دښمن له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې هڅه کوي موږ په ورو ورو ژوندي خښ کړي: زموږ ځوان نسل په همدې غمجنه فضا کې را لوی شو، شل او دېرش کلن ځوانان مو د ژوند په ټولو اړخونو کې فلج شوي دي، ډېری یې نه شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي یا واده وکړي یا کور جوړ کړي او یا کوم کار ځان ته پیدا کړي. ددې فشارونو له کبله ډېرې سختې ټولنیزې ستونزې رامنځته شوې دي؛ د بې‌کارۍ او د نجونو په ودولو کې د ځنډ کچې لوړې شوې دي او اقتصادي او ټولنیز بحرانونه ورځ تر بلې اوږدېږي او ډېرېږي.

په وروستیو کې مو لسګونه زره ځوانان غربي هیوادونو ته لاړل، څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، په سلګونو یې په سمندرونو کې نهنګانو ټوټه ټوټه کړل. یوازینۍ هیله یې له دې مرګوني بحرانه بل بحران ته تګ و.

۳- دښمن مو بندیانو ته چې زموږ د سر تاجونه دي، په وحشي‌ترین ډول شکنجې ورکوي. داسې چې په هره ورځ په لسګونو ځله مرګ ویني او څَکي. فکر وکړئ! زموږ ډېر شمېر بندیان له ۱۳ کلونو ډېر وخت راهیسې په یو نیم متر مساحت لرونکو تنګو زندانونو کې پراته دي او ځینې په داسې تنګو کوټو کې ژوند کوي چې دروازې او دیوالونه یې په چټلیو او غایطه موادو ککړ وي او بندیان له دوو تر دریو ورځو وروسته مجبوروي چې تر سختو رواني فشارونو لاندې دا ځای پاک کړي. بندیان د دغو تنګو بدبویه کوټو د پاکولو پر مهال بربنډېږي او په چړو وهل کېږي، چې کله یې کوټه پاکه کړه، په همدې وضعیت بلې تنګې او چټلې کوټې ته وړل کېږي.

په وروستیو کې زموږ اسیران بیخي زیات تر فشار لاندې وو. فکر یې کاوه چې اُمت موږ هېر کړي يو، کوم همدرد او خواخوږی نه لرو او هېڅوک مو دردوونکی وضعیت نه احساسوي.
د «ابن غفیر» او ملګرو په رهبرۍ یې په صهیونستي حکومت کې د مذهبي نارې په پورته کېدو سره زموږ پر بندیانو په جهنمي زندانونو کې ظلمونه د زغم له کچې پورته شوي وو.
په دې وروستیو میاشتو کې د بندیانو د راخلاصولو او له دې دردوونکي حالته یې د نجات لپاره د خلکو غوښتنې او غږونه راپورته شوي وو.

له دې هر څه سره سره زموږ د بندي خویندو ځوروونکی بد وضعیت و، چې تر سخت سپکاوي او شکنجو لاندې وې او له دین، حیا او عفت سره متضاد تېري پرې کېدل، چې نه غواړم څه یې په اړه ووایم.

دا عملیات راغلل څو دغو ستونزو ته چې خلاصون ترې نه و، حد او سرحد وټاکي.

۴- او هغه څه چې «حرکة المقاومة الاسلامیة» (حماس) په څرګند ډول اعلان کړل، چې د دښمن محرم معلومات مو لاس ته راغلي وو، چې له مخې یې دښمن پر غزې تړانګې یوه ناڅاپي، وحشي او ملاماتوونکي برید ته چمتووالی نیوه او غوښتل یې چې غزه په بشپړ ډول ورانه کړي. حماس وغوښتل دښمن ته دا موقع ورنه‌کړي او هغه موخې ته د رسېدو اجازه ورنه‌کړي چې د غزې په غافلګېرېدو سره ترلاسه کولی شوی. حماس په دې برید سره د دښمن حیرانولو لوړ مقام خپل کړ.

دا لوی او ناڅاپي برید د دغو ټولو موخو ترلاسه کولو لپاره وشو.

موږ په ۲۰۱۴ م کې ورته تجربه لرله. معلومات مو ترلاسه کړل چې دښمن غواړي په غزې‌تړانګه ملاماتوونکی برید وکړي. مجاهدینو په ناڅاپي ډول پر دښمن په دوو ورځو کې په لسګونو توغندیز بریدونه وکړل او دښمن یې مات کړ، چې مجبور شو جګړې ته ننوځي او هغه نقشې یې چې د مجاهدینو د غافلګیرېدو، د جهادي رهبرانو د شهیدانولو او زیاتو هغو مجاهدینو چې په نظامي اډو کې پر زده‌کړو بوخت وو د له منځه وړلو او ډېرو نورو خطرناکو مواردو لاسته راوړلو لپاره یې لرلې، ترلاسه نه کړې.

دا څلور موارد مې په بیړه د دښمن د راکټونو او جېټ الوتکو تر درنو او وېرونکو غږونو لاندې ولیکل، چې پر بنسټ یې وایم:

مجاهدین په سنګرونو کې وضعیت ښه درک کوي او د هغه چا دنده چې کافي معلومات نه لري، دا ده چې مخکې له دې چې په کوم ځانګړي فکر قناعت وکړي، د سنګر له مجاهدینو دې وپوښتي، چې دا په حقیقت کې د حکمت غوښتنه ده. دا په دې معنا نه ده چې څوک له دې ځایه (سنګره) بهر دي؛ د فتوا ورکولو حق نه لري، خو د فتوا ورکولو له شرطونو یو مهم شرط دا دی چې د سیمې له وضعیت نه به په بشپړ ډول خبر وئ.

زه په رنځور زړه دا کلمې لیکم، ځکه د بحران صحنه د مرستې او ملاتړ وخت دی، نه د انتقاد او نیوکې فرصت.

هغه چې د مستبدو حکومتونو پر ویناوو، چې همغه د صهیونستي نظام فکر او نظر دی، ماړه شوي وي؛ زموږ پر خبرو هېڅ نه قانع کېږي. بلکې دا خلک سمدلاسه په هر هغه چا برید کولو ته چمتو وي، چې په باور یې لږ څه مَتره په کې وي. له دې کبله دا ډول مناقشې ګټه نه لري.
موږه په کلونو د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه حدیث په خپل روح او زړه کې هضم کړی دی، چې وایي یوه ډله به تل پر جهاد د برید او خیانت کولو په لټه کې وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام پولو ساتونکو ته زېری ورکړی دی، چې د الله عزوجل په مرسته به یې مخالفین او طعنه ورکوونکي هېڅ زیان ور ونه شي رسولی.

زه په دې باور یم چې ځینو ته هېڅ ارزښت نه لري، چې یو ولس دې په بشپړ ډول د ذلت، خوارۍ، وحشي شکنجو، فقر، بدبختو او اسارت او سپکېدو تر درنو بارونو لاندې وي، مقدساتو ته یې دې سپکاوی کېږي او بیت‌المقدس دې تر برید لاندې وي. داسې چې فکر کوي دا پیچلی وضعیت یو بشپړ طبیعي حالت دی او باید ورسره جوړجاړی وشي.

نه پوهېږم دا به څه ډول باطل وي، چې تا ته اجازه درکړي، چې د هغه رېښې وکاږې او هغه په پوره نرمۍ او خوش‌طبعۍ درسره چلند وکړي!

له متعال الله عزوجل څخه غوښتنه لرو چې موږ له خپلو ټولو نیمګرتیاوو او بې‌وسیو سره بریالي کړي، په دې له اړتیاوو او ناداریو ډک وضعیت کې مو له خپل کرم څخه بې‌نیازه کړي، له ټول عُجز او بې‌وسیو سره مو پر ظالم دښمن غالب کړي، عزت او کرامت راکړي چې له دې خوارۍ او ذلت څخه نجات ومومو او د هر ذلیل کس او ناکس خاین له نیوکو او انتقادونو خلاص شو.
الله پر هر څه پوه او غالب دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.

یکشنبه 30/3/1445هـ / 15/10/2023م / 23/7/1402 ش.

«د اقصیٰ توپان» نهمه حماسي ورځ

پښتو ژباړه یې د دوکتور ن. امراء له فارسي ژباړې شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx