نظــر

فلسطين، حماس او د اسرائيل موضوع ته ځغلنده کتنه

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

دا چې د اکتوبر په اومه نيټه د غزي مظلوم مسلمان ملت په غزه تړانګه کې د اسرايلو په پوځي بيسونو منظم بريدونه وکړل چې په يو ځل يې پنځه زره ميزايلونه د اسرايل لور ته وار کړل يو ځل بيا په غزه کې د پخوا په څير حالات بحراني سو چې دا ده نن اوولسمه ورځ ده چې اسرايل د امريکا په مالي او سياسي ملاتړ جنګي جرايم ننداري ته وړاندې کوي څرنګه چې نومړي موضوع ډېره ګرمه ده ومې پتېله دغه موضوع له تاريخي او سياسي ليد لورو وسپړم.

په کال ۱۹۳۹ کې چې دويم نړيوال ستر جنګ وشو چې يو لوري ته د جرمني هېواد و چې مشري يې هيټلر کوله او هولوکاسټ تر نظریې لاندې د يهودو ټولوژنه وکړه تر څو ټوله اروپا د تل لپاره وژغوري د يهودو له شره.

يهود د خپل شتون او بقا په لټون کې شو کله چې دويم نړيوال جنګ په کال ۱۹۴۵ کې ختم سو يهودو د وخت ابر ځواک انګليس ته سر په څپړو کيښود چې تر څو يهودو ته يو دولت ومومي انګليس په ملګرو ملتونو کې د bal four declerition په نوم يو تړون لاسليک کړ د نوموړي تړون له مخې اسرايلو ته به يو دولت تشکليل کيږي چېري؟ د فليسطين په خاوره ځکه یهودو نوموړي خاوره لرغونې د اوسيدو ځای بولی د balFour decliration تړون په اساس د فليسطین سر زمين په يو طرفه پريکړه ۴۴سلنه ځمکه به اسرايل کيږ او ۴۸ سلنه ځمکه به د فليسطین کيږي پاتې شوه ۸ سلنه هلته به مقدس اماکن چې بيت المقدس ښار دی، دا به د دري ګونو اديانو مشترک ځای وي، همغه و چې ۱۳۴۸ کال کې رسماً اسرائيل سرطاني ابادي رامنځته شوه نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx