شعـــــرونه

د هرات او فلسطين غمیزه/ نومير

فدامحمد نومير

له يوه لوري غميزه د هرات ده
د بل لوري فلسطين سوځي په نار

موږ هم هغه شهيدان نه دي ښخ کړي
شهيدان د فلسطين پراته انبار

په يوه ساعت دوه نيم زره تر خاورو
شهيدان د فلسطين لک و هزار

شکر خدايه په هرات کې آب و نان سته
په غزه باندي بند سوې راکړه ورکړه د تجار

مردمان د زنده جان خو ازاد خوب کا
خوب حرام دئ د غزې په اژدهار

د هرات ټپي ځوانان هيله د تلو کړي
پروا نکړې د خپل زخم او د پرهار

هرات زوب کړلې شوبلي د کفارو
فلسطين ورسره مخ دی شپه ,سهار

يهوديانو ملا تړلې ده مسلم ته
نصارای ورسره مل دي يار وغار

امرأ د مسلمان دي عيش ونوش کړي
ليري نه ده چې سبأ دی د دوئ وار

په پيغور او په طعنه نه را ويښيږي
اميران زما د څه کړې انتظار

هغه ورځ به د درانده خوبه وپاڅي
چې ولاړ يې دروازې ته وي اغيار

د کومک کومک نارې د فلسطين دي
انسانان دي کاڼه سوي هزار بار

ماشومان لکه چرګوړي حلاليږي
د چرګوړي قيمت هم شته په بازار

خدايه بيا يوسف ، زنګي ورته پيدا کړې
چې سر جګ دمسلمان کړي په بار بار

نا اميد نسې نوميره رب غيور دی
نصارای يهود به ننوځي په غار

اکتوبر ۱۵ ، ۲۰۲۳

جنوبي کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx