شعـــــرونه

ته پاچا د پاچاهانو، بې نظیر او بې مثال/ ناصر

ناصر

ته پاچا د پاچاهانو، بې نظیر او بې مثال
ته منبع د کمالاتو، په تا ختم هر کمال

سپین څادر د غرو په څوکو، ستا د ګوتو معجزه ده
او په ځمکه تا خپور کړی دی، د شنو ونو دسمال

ستا قلم د کعبې ټکی د جهان په زنه ایښی
مدینه منوره دې د عالَم په جبین خال

د اوبو په مصلّی کې سپوږمۍ تاته په سجده وي
په قیام او په رکوع خوري، چنارونه درته ټال

تا پرې کور د ظالم ړنګ کړ، تا کړې زلفې ړنګې بنګې
په طوفان کې دې جلال دی، په شمال کې دې جمال

ستا رنګونه بې حسابه، ښایستونه بې حسابه
ستا سوالونه بې ځوابه، بند د عجز په دیوال

د “ناصر” به څه قلم وي، څه تعبیر او څه یې ژبه
هر موجود دې ثنا وایي، څوک په قال او څوک په حال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx