افغانستان

قطر له افغانستان سره څه د پاسه د ۷۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ژمني توکو مرسته کوي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، لړم ۲مه، ۱۴۰۲ل)؛ د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د افغاني سرې میاشتي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د دغه هیواد د سرې میاشتي د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسؤل ډاکټر احمد صلاح ترمنځ د ( تود ژمي) تر عنوان لاندي هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخي د قطر هیواد سره میاشت د افغانستان لپاره د ۷۸ زره او ۴۲۲ امریکايي ډالرو په ارزښت د ژمي لپاره اړین توکي اخلي او له بېوزلو وګړو سره يې د مرستې په پار افغانستان ته لېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx