نظــر

د غزې او اسرائیلو د شخړو څخه موږ ته درسونه!

استاد عبدالجبار وحدت

د غزې د محکومیت،یوازیتوب او د اسرائیلو د ظلم، ستم اړوند مې زړه وو چې ډېر څه ولیکم، خبره دا ده چې زموږ ډېری هیوادوال ، بیا د هرات ویر ورسره ګډ کړي، د هرات درد زموږ زړه ته ټکان راکړی ، دنظام په کچه لوی لوی مشران مرستې ته ورغلي، همدردي یې ورسره کړې ده ، د دومره زیاتو مالي محدودیتونو سره، سره کافي مقدار فنډ د مرستې لپاره په عاجل ډول ورته ځانګړی او اجراء سو، ځینې بیا دا وایي چې په وړه خوله دومره لویې خبرې کوې آن فلسطین ته ورسېدلې ، به هر حال د فلسطین او سرائیلو جګړې یو ځل بیا د رسول الله (ص) د دې حدیث شریف تائید وکړ او موږ ته یې واضح کړله چې کفر لاهم واحد ملت دی ، «کتاب الآثار د امام یوسف رح» او د حدیث شریف په تسلسل راځي چې مسلمانان هم واحد ملت دی ، شعار یې واحد دی، دا چې موږ متفرق او پاشلي یو ، دا زموږ ستونزه ده ، الله تعالی په خپل پاک کلام کې فرمایي چې « وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ. آیه 103 – آل عمران»

خلاصه دا چې تفرقه مه کوئ، د بریا راز په اتحاد کې دی ، تاسې وګورئ د امریکا متحده ایالات، مګر د مسلمانان یې ټول په وړو وړو جزیرو وېشلي دي، لکه د عربو جزیره او داسې نور . .. له صهیونیستانو/اسرا@ئیلو څخه د غربي نړۍ ملاتړ دا جوتوي چې د دوی قوت نه یوازې په ټیکنالوژي کې بلکې اساسي قوت یې اوس هم په اتحاد کې دی او دا د صلیبي جګړو تسلسل دی، لکه بوش چې په افغانستان کې خپله ناروا جګړه همداسې توجیه کړه، د صلیبي جګړو تسلسل یې یاد کړ.

نو الله تعالی دې موږ متحد کړې، زموږ عزت ، وقار ، حیثیت او قوت په اتحاد او پیاوړي اسلامي نظام کې دی ، که اسلامي نظام نه وي ، اصلا نظم ،رعب ،دفاع او د مومنانو حیثیت ممکن نه دی ، الله تعالی د موږ ته ثبات او اتحاد راکړي، دوی ته دعا کوو،دوی نن محکوم دي، دا ټول ژوندي تاریخونه دي ، مګر له بده مرغه چې مسلمانان درس نه ترې اخلي، موږ باید لومړۍ قیبله هېره نه کړو، دا مو باید شعائر او سره کرښه واوسي.

ای کاش نن ناټو ته ورته موږ هم یو دفاعي سازمان درلودی،چې حداقل دنیوي تعامل او د فلسطین د مظلومو وروڼو دفاع یې کړي وی ، اسلامي سازمان تش یو نوم دی ، یو سمبول دی او پلان شوی محکوم سازمان دی چې سپڼ نه شي کولی،یو متل دی چې نر دې مره ، نر د ې زېږه.

مهمه نه ده چې له ماسره هم نظري واوسۍ ، د نظر اختلاف د هر چا شخصي حق دی.
#درد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx