دیني، سیرت او تاریخ

لس ګناه ختمونکي سببونه

ژباړه: مولوي عبدالسلام
شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله فرمايي:
کله چې یو مؤمن ګناه وکړي نو لس داسي سببونه موجود دي چې په هغه سره د ده کړی ګناه الله جل جلاله محوه یا ختمه کړي.
۱ : چې الله جل جلاله ته رښتینې توبه وباسې ځکه چې د ګناه څخه توبه کوونکي داسې دي لکه هیڅ ګناه یې چې نه وي کړې.
۲ : چې د الله جل جلاله څخه د خپلې ګناه بخښنه وغواړي الله جل جلاله به ورته معافي وکړي.
۳ : چې په ګناه پسې وروسته نیکي وکړي ځکه چې نیکۍ ګناهونه له منځه وړي.
۴ : چې نور مسلمانان د ده په هلکه د مغفرت دعاء وکړئ ځکه یو مسلمان چې د بل مسلمان لپاره دعاء کوي الله جل جلاله یې دعاء د یوبل په هکله قبلوي.
۵ : او یا نور مسلمانان ده ته خپل نیک عملونه هدیه کړي چې الله جل جلاله یې د ثواب نفع ده ته ورسوئ.
۶ : او یا دا چې په ورځ د قیامت یې محمد صلي الله علیه وسلم شفاعت وکړي.
۷ : او یا دا چې الله جل جلاله یې په دنیا کې په مصیبتونو او مشکلاتو اخته کړي چې د ګناهونو کفاره یې وګرځي.
۸ : او یا دا چې په عالم برزخ کې په مشکلاتو کې وي نو په دې سره به یې الله جل جلاله ګناهونه معاف کړي.
۹ : یا دا چې د قیامت په سختوحالتونو او وحشتونو کې اخته شي ، چې هغه حالت به د ده د ګناهونو لپاره د معافي سبب وګرځي.
۱۰ : او یا دا چې الله جل جلاله یې په خپل رحم او فضل سره معاف کړي او خپل رحم ورباندې وکړي.
نو که چیرته دغه سببونه د یو چا د ګناه د ختمیدو سبب ونه ګرځيدل ، نو هغه د خپل نفس ملامت کړئ، لکه څرنګه چې الله جل جلاله په یو حدیث قدسي کې وایې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې روایت کوي: اي زما بنده ګانو دا ستاسو خپل عملونه دي چې زه یې ستاسو لپاره حساب کوم یا لیکم بیا تاسو ته د خپلو عملونو بدله درکوم ، که چا خپل عمل ښه ولیدئ نو هغه دې د الله جل جلاله حمد ووایئ ، او که چا خپل عمل بد ولیدئ نو هغه دې خپل نفس ملامت کړئ.
التحفة العراقیة: صفحـ ( ۳۶۷ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx