ادبي لیکني

مور مې شته او کنه؟«لنډه کيسه»

رحمت الله حکیمي
د پخو شویو رنځوښیو (روغن جوشیو) خوږ بوی مو له بیکو پورته کېده. له موره مو خدای پماني وکړه، د تشېدونکو اوبو نازک غږ مو تر شاه پرېښوو. له بر کنډو څخه د پناه کېدو پورې مو مور راپسې ولاړه وه. نیازګل په عمر له ما کشر وو، سلګیو واخیست. تسلي مې ورکړ زه درسره یم، د ایران ستړی قاچاقي مزل دې بې وروره نه دی، چورت مه وهه. زنګ راغی، فکر کوم دوی حرکت راوکړ، ته صبر چې څه وایي:
ـ بلې!
ـ چېرته یئ، موږ حرکت دروکړ؟
ـ موږ د کابل کندهار په لویه لار د وردګو تنګي په دو راهي کې درته ولاړ یو.
ـ سمه ده.
ماښام ناوخته اوږد مسافري موټر راورسید، ور وختو، په کنډه کپره لار تر نیمروزه ورسېدو. د تلیفوني رابطې له لارې بلوڅو قاچاقبرو ته وسپارل شوو، په پیکپه کې یې د واښو غوندې تخته کولو ۳۵ تنه یې په کې بار کړو. موټر په کږلیچنو لارو په پټو څراخو او تیز رفتار سره د اسمان ستوري را باندې وشمېرل. بلاخره بله شپه دوه بجې مشهد ته ورسېدو. د ملګرو او خپلوانو اطاقونو ته مو په ډېره غلا ځانونه ورورسول. وخت نا وخته مو روزانه مزدونه کول. نیازګل د خپلو ملګرو سره کار کولو، له مودو وروسته یې ورځ په ورځ رنګ ژېړېده، له سرو بخنو سترګو به یې تورې حلقې را تاو وې. پرې شکي شوم، هسې نه چې نیشه یي شوی نه وي. یوه ورځ مې ورته وویل:
ـ وروره خپل کار کوه، بې ځایه مه ګرځه، ګوره ماته نیشه یي ښکارې. څه درشوي، ورځ په ورځ دې وجود خرابېږي. را باندې غوصه شو په قهر یې وویل:
ـ ته پرېږده، هرچېرته راته پلار پلار کېږي، زه نیشه څه کوم.
ورځې تېرېدې، یوه ورځ یې په تعقیب پسې لاړم ګورم، چې کار ساحې په یوه کنج کې نري لوګي پورته کېږي، ورلنډ شوم، ګورم چې نیازګل له خپلو ملګرو سره ډولۍ جوړه کړې وه، په ګاز یې نري نري سیخان، چې تور تور شیان په کې بند دي ايښي. له ورخطایۍ او زړه بدوالي څخه رپېدم، ورته ومې ویل:
ـ نیازګله! ځواني دې په مرداریو لوګی کړه.
دې حالت کې د مور هغه حالت را په زړه شو، چې ګرم تنور یې پرېښوو او یوه شېبه یې زه او نیازګل د خدای پمانۍ په وخت کې په غېږ کې نیولي وو. په غرېو نیولي غږ مې نیازګل ته زارۍ وکړې، ځه چې ځو اطاق ته. په زاریو زاریو مې تر اطاقه راوسته. دی خوب یوړو ما کور ته زنګ وکړ مشر ورور ته مې چې په وطن کې وو زنګ وکړ، له دې حالته مې خبر شو. هغه بیخي نه منله. دوه ورځې وروسته یې احوال راکړ، چې بېرته راشئ نیازګل هم درسره راوله . همداسې مې وکړل، ځانونه مو قصداً پولیسو ته په لاس ورکړل په څه ناکردیو او زاریو مې بېرته خپل وطن ته راوست. مور مو په لیدو هکه پکه شوه، سوې نارې او چیغې یې وکړې؛
ـ زما هوښیار نیازګل کومې بلا وهلی، اه خدایه دا څه را وشول؟
مور مې دلاسا کړه، ورته ومې ویل هیڅ نه دي پرې شوي، هلته لږ مریضۍ خراب کړی. د مور زړه ته مې دا خبره نه لوېده. له وړوکوالي څخه زموږ په کور د نیستۍ لړه لوېدلې وه. ورځې تېرېدې نیازګل به د خپلو نیشو لپاره د کور بېلابېل شیان په پټه خرڅول، حتې تر دې پورې، چې په ویدو یې د مور له کالیو څخه مشدۍ روپۍ خلاصې کړې وې. یوه ورځ ماښام ناوخته شو د نیازګل درک نه لګېده، ښکته پورته مو منډې وکړې، شاوخوا مو تلیفونونه وکړل، پیدا نشو. یوه میاشت وروسته زموږ کلیوال د لوګر په پنده کې لیدلی وو، احوال یې راکړ. پسې لاړو بېرته مو کور ته راوستو. نه کېدله اخر مو مور د نیازګل له نیشې خبره کړه، په چېغو چېغو یې ژړل. ددې لپاره چې بیا ورک نشي دده ادرس او زموږ شمېره چې موږ په کاغذ لېکلې وه مور یې په جامو باندې ورته په تار ولیکله.
له مودو وروسته بیا نادرکه شوو، نه پوهېږم، په جامو باندې ګڼډل شوي ادرس څنګه کار نه ورکولو. مور مو ویل:
ـ شاید هغه ادرس خیرن، زوړ یا تور شوی وي، نه به پېژندل کېږي، د چا به ور فکر هم نه وي. داځلې د نادرکۍ خبره میاشتو میاشتو ورسېدو، ډېر پسې ستړي او ستومانه شو. آخر کابل ته پسې راغلم، هره ورځ مې د معتادانو ځایونه او د کابل سیند ځای ځای بویناکې څنډې پسې کتلې. د پل سوخته نوبت را ورسید چې لاړم د پله دواړه غاړې داسې ښکارېدې لکه د دوزخ خولې. بد له زویو او ککړتیاوو ډک بوی ترې راپورته کېده. سر مې ور ځوړند کړ ځای ځای، ټولي په ټولي شنه د تریاکو، اپینو او شیشې لوګي پورته کېدل. زړه مې وو چې ورښکته شم نیازګل ولټوم. بل کس له مټې ونیوم ویل یې:
ـ عصابت خراب است، دیوانه ستي، معتاد وارې معلوم نمیشي چي میکنی که زنده گی خوده برباد میکنی، زیر پل کُلاً پودریا است یا به رنګ خودت میکنه و یا امکان دارد شما را به کارد بزند چیزی که داری، انگشت، ساعت و پول از پیشت بگیرد. زه هم ورخطا شوم ، څه وکړم د وینې شریکان وو.فارسي مې نه وه زده ګوډ او مات مې ورته وویل:
ــ برادرم چک میکنم.
ولاړ کس پوه شو، چې نابلد دی او د خپل معتاد ورور په لټه پسې راوتی، بل پښتو ژبي ته یې وویل:
ـ ای را بفمان که ای رقم تاو نشود، تا که به رنګ ازیا برابر نشود اجازه نتی، که میکوشد.
هغه راته وویل: وروره ددې سپینو کالیو، ساعت، ګوتې او پیسو سره مه ورښکته کېږه د دوی په رقم ځان جوړ کړه، چې د پودری ګمان در باندې وکړي بیا ورښکته شه او ورور دې ولټوه، هسې نه چې د تروو په ډب کې لاړ نشي. له ځان سره مې وویل:
ـ ښه وایي، لاړم کالي، بوټ او واسکټ مې وایستل په یوه سپینه بوجۍ کې مې شاه ته واچول. د یوه موټر په سلنګسر کې مې ګوته تاو کړه، زیرپراني، لاسونه او مخ غوړبیجن تور کړل ورښکته شوم. ګورم چې د پله لاندې فضا مکمله لوګیو نیولې وه. یوه او بل به راته ویلې.
ـ بیا خوده خمار کن.
غږ مې نه کوو. د قیامت ورځ وه، هر سړی په خپل غم کې وو او د خپل نیشه یي وجود د ارامولو هڅه یې کوله. چا تریاک او اپین پلورل، چا سیخان ګرمول، د چا له پزو او خولو شنه لوګي پورته کېدل. ښکته پورته وګرځېدم ورور مې پیدا نه کړ. یو نیشه یي لږ په خود کې راته ښکاره شو، پښتون وو. ورسره کښېناستم، ټوله کیسه مې ورته وکړل، د نیازګل نښې مې ورته وویلې، ویل یې:
ـ په دې نښو مې یو ځوان لیدلی وو، شاید د دوشمشیره د پله لاندې وي. ورته ومې ویل:
ـ پیسې به درکړم، ته راسره لاړ شه، نفر راضي شو. له پله راوختو، بېرته مې کالي بدل کړل په اول حالت کې شوم. زه او هغه معتاد په دربس موټر کې د دوشمشیره پله ته لاړو. زه د پله په سر ودرېدم، دی مې ورکوز کړو. لږ ځنډ وروسته را وخوت ویل یې:
ـ تیره ورځ دولت له نورو زړو معتادانو سره یوځای شفاخانې ته وړی، شاید هلته وي وربشو. همدلته مې معتاد ملګري ته پیسې ورکړې، د نویو اپینو د اخیستو په خاطر یې په شونډو موسکا راغله. دواړه د معتادینو شفاخانې ته لاړو. په دروازه کې د امنیتي کسانو سره له جرو بحث وروسته په یوه واسطه ورننوتو . معتاد ملګري ته مې وویل:
ـ زه اجازه درته اخلم، ته ننوځه، ټول چپرکټونه وګوره.ویل یې
ـ سمه ده.
لږ ځنډ وروسته ګورم، جګ هلک په شنه خريلي سر کې په بېړه بېړه له ورلېږل شوي معتاد سره را روان دی. را لنډ شوو د مور له خوا په ورکړل شویو تسبو مې وپېژانده چې په غاړه کې یې پرتې وې. په پښو مې را ولوید په چیغو چیغو یې وژړل، په غریونیولي او ژړاغونکي غږ به یې دا خبره کوله:
مور مې شته او کنه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx