نړۍ

ترکیې د جاسوسۍ په تور د المان سفير احضار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۳): د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت انقره کې د المان سفير احضار کړی دی.

وړمه ورځ الماني رسنيو راپور ورکړی و، چې المان له څو کالو راهيسې د خپل ناټو غړي هېواد ترکيې جاسوسي کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت يو جګپوړي چارواکي ويلي، د جرمني رسنيو د راپور پر اساس، چې المان د خپل ناټو غړي هېواد ترکيې جاسوسي کوي او له همدې امله دوی انقره کې د المان سفير ورغوښتی او په دې اړه يې ورته د ترکي چارواکو د غم او غوسې څرګندولو تر څنګ يو احتجاجي ليک ورکړی دی.

له المانه خپرېدونکې «شپيګل» اوونيزې تېره يکشنبه په يو راپور کې ويلي و، چې د المان استخباراتي شبکه «بي اين ډي» ۲۰۰۹ م کال راهيسې د ترکيې جاسوسي کوي او څو څو ځل يې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري غږ هم ثبت کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د المان او امريکا اړيکې له دې امله ترينګلې شوې وې، چې سي ای اې د الماني چانسلرې «اينجيلا ميريکل» جاسوسي کړې وه او د هغې غږ يې ثبت کړی و، مګر المان په خپله هغه کار وکړ، چې د ځان لپاره پرې بده ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x