ټولنیزه برخه

د سفر په تړاو لس ځانګړې سپارښتنې!

عبدالجبار مطمئن

۱- چې کله دي د سفر قصد وکړ نو هیڅوک مه خبروه، اکثر خلک د خپل ګټې لپاره او یا د بیځایه دلسوزۍ له مخې ستا د سفر پلان خرابوي. بله خبره دا چې د ډیرو کسانو سفر هیڅکله اوږد مهاله او.په زړه پوري نه وي او ژر ختمیږي، پوهانو ویلي: هغه کسان چې په ډله کې سفر کوي، هیڅکله هغسي ځایونه نسي لیدلای چې یو او دوه کسان یې ګوري.

۲- تر خپل ځان د خانانو سره سفر مه کوه، ځکه هغوي به ډبل خرچې کوي او دا ستا د سفر پلان ته زیان رسوي؛ ځکه که د هغوي سره سیالې کوي، روپۍ دي خلاصیږي او سفر دي نیمګړی پاته کیږي او که په خرچه کې ملګرتیا نه کوي، بیا به سپک درته ګوري.

۳- د سفر له مسیر او جریان څخه خوند واخله، دي ته مه صبریږه چې د سفر آخرې منزل ته ورسیږي بیا به خوند اخلي، ځکه ډیر کله منزل هومره ښکلی نه وي لکه مسیر… نو هڅه وکړه د سفر په مسیر کې له هرې وړې او سترې منظرې خوندونه واخله او په خوند خوند هرې خواته ګوره.

۴- کال کې یوځل د اوږد مزل لیري سفر کوه، دنیا کې هغه انسانان ژوندې شمیرل کیږي چې خوځیږي او د ژوند پړاونه یې لکه د زړه ګراف پورته او کښته لري، هغه کسان مړه شمیرل کیږي چې نه له ځایه چیرته خوځي او نه یې سړې او تودې په ژوند کې لیدلې وي.

۵- د شمال او جنوب، ختیځ او لویدیځ ترمنځ هیڅ توپیر نسته، هرې خواته دي چې پلان جوړ کړ ـ هڅه وکړه چې تطبیق یې کړي. همدا چې له خپلې سیمې ووزې او بیا تر بیرته راګرځیدو پوري ټوله د سفر اصلي برخه وګڼه او چې کله ستړی سوي، په ستړیا کې د خوند د لحظاتو په لټه کې وسه چې هغه داسي خوند دی چې هیڅکله د کور په راحت بستر باندي نه پیدا کیږي.

۶- که دي د سفر په جریان کې د ستړیا احساس وکړ او زړه درته ویل “ستړی سوی یې، نور سفر نسي کولای!” نو مه یې منه خپل سفر ته دوام ورکړه دا ناولی احساس به ډیر ژر د تازه منظرو او ښکلاګانو په لیدلو او همدارنګه د تازه خوندونو په أخیستلو لیري سي.

۷- تر هغې به د سفر واقعي خوند و نه څکې چې دي د خپل اصلي میشت ځای غمونه، ناخوالي او تشویشونه همالته دفن کړي نه وي! که د کور ټول غمونه په سفر کې هم درسره وي نو تا په حقیقت کې هیڅ سفر ندی کړی.

۸- هیڅکله د نورو خلکو په خبره د خپل سفر پلان مه ځنډوه، ځیني خلک د مړو عادت لري، خپله هیڅکله سفر نه کوي او د نورو د سفر مخه هم نیسي. پوهان وایې: څوک چې سفر نه کوي، د جنازې څلور تکبیرونه یې ووایاست.
بله خبره دا چې د نازولي، نازک طبیعته او شوده انسان سره سفر مه کوه چې لاره دي اوږدیږي او سفر درباندي غمیږي.

۹- تل د خلکو د سفر کیسې مه اوره، کله ته هم د سفر موزۍ په پښو کړه، ځکه سفر دعلم او پوهې هغه پټه برخه درته ښکاره کوي چې ته به یې هیڅکله د کتاب په عبارت او حاشیه کې و نه لولي او په هیڅې یوې درسګاه کې به یې وانوري.

۱۰ – د سفر وړاندي د خپل مسیر په هکله معلومات حاصل کړئ او د مقصد په هکله خپل ذهن داسي مه جوړوئ چې توقع مو ډیره لوړه سي، او تمه مو سي چې مقصد باید کټمټ هغسي وي چې خلکو درته ویلي دي!!
کیدی سي نور خلک به په جلا موسم کې همدي مقصد ته تللي وي او یا د ځانګړي محبوب شخص سره تللي وي، تاسو خپل سفر د هیچا د سفر سره مه مقایسه کوئ او هڅه وکړه په سفر کې د هر فرصت څخه د خوند اخیستلو غوره ګټه پورته کړئ.

مطمئن ـ فراه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx