نظــر

افغانستان کې د درسي نصابونو تاریخې شالید، نیمګړتیاوي او وړاندیزونه!

احمد زاهد عمر

پرته له شکه ښوونه او روزنه په مختلفو لارو چارو،خپرونو او مرحلو باندې مشتمله ده،په هره ټولنه کې دهغې ټولنې د پرمختیا او لوړتیا بنسټ او اساس ګڼل کیږی؛نو په دې اساس ښوونه او روزنه موخې ته درسېدلو لپاره مهمه حیاتي وسیله ده،ټولنه ورسره موافقه او بریالی وي او خپلو هیلو،ارمانونو او امیدونو ته پرې رسیږي.

برعکس که چیرې ښوونه او روزنه ناکاره او ضعیفه وي؛ نو ټولنه به هم ناکاره او ضعیفه وي؛ نو په همدې اساس ښوونه او روزنه یواځینی اساس،بنسټ او پایګاه ده چې اسلامي ټولنه د هغې په وسیله خپل شخصیت او هویت جوړولی او پیژندلی شي او همدارنګه د متدینو، مومنو، پوهانو، عالمانو، مبلغینو او فداکاره نسل د رامنځته کیدولو لامل کیږي؛ له همدې امله سیکولرانو خپلې ټولې وسیلې او دسیسي په لاره واچولې چې اسلامي هیوادونو ښوونه او روزنه په خپل لاس کې واخلي،خپلو شومو موخو او اهدافو ته پري ځان ورسوي او په پای کي داسې نسل رامنځته کړي چې له فکري پلوه بشپړ سیکولر وي،یوازی نوم یې د مسلمان وي،نه ورته دین کوم ارزښته ولری او نه هم ورته اسلامي ارزښتونه،باورونه او اعتقادونه کوم ارزښت ولري.

په افغانتسان کي د ښوونې او روزنې دوه مرکزونه شتون لري چې له عصري ښوونځیو او دینې مدارسو څخه عبارت دي:

1)د دیني مدارسو درسي نصاب تاریخي شالید یا پس منظر:
د دیني مدارسو تاریخ څه د پاسه 1400 کلونو ته رسیږي او زمونږ د ګران هیواد په شمول د هندوستان او پاکستان هیوادونو درسي نصاب د مغولو حاکمیت پرمهال د اخوند درویزه په هڅو او کوښښ جوړ شوی دی چې تراوسه پوري دوام لري او د تطبیق وړ دی،مغول له بلې سیمې د ازبکستان له فرغانې راغلي خلک ول او دلته یې د افغانانو له بی اتفاقی په استفادې خپل حکومت کاوه.

ملا او یا مولوي چېې د افغانې ټولنې روڼ انده قشر و مغولو نه خوښوله چې دغه قشر او کتله خپله جغرافیه،تاریخ،هویت،ارزښتونه او ویاړلي اسلاف وپیژنې ،لومړی مونږ هغوی ته جاهله ښه و خو که چیري مو بیا زده کړي کولی باید مو هغه څه زده کړي وای چې پرمټ یې خپل ملی ارزښتونه او باورونه وپیژنو، مغول پردي پوهیدل چې ملا په افغاني ټولنه کې رهبره او تصمیم نیونکي کتله ده او یواځینی واحد قشر دی چې افغانان پري راټولیږی،نو همدې اصل په پام کې نیولو سره مغولو د دیني مدارسو درسي نصاب په بشپړ ډول تر خپل تسلط،سلطي او اغیز لاندي راوسته ترڅو داسې درسي نصاب تدوین او ترتیب کړي چې د مغلو حاکمیت،ملی ګټو او باورونو ته ګواښ نه وي؛نصاب یي خپلو ملی مصالحو او اوږده مهاله استعماري موخو په رڼا کې په خپل مزاج ترتیب،تدوین او برابر کړ.

زمونږ په دیني مدارسو کې تاریخ او جغرافیه چې دوه مهم او اساسي ټولنیز مضامین دی نه لوستل کیږي نو همدا یې لامل دی چې زمونږ ملایان(دیني علما) د خپل هیواد جغرافیوی موقعیت،ارزښت،ګټو او ګواښونو په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري او ددې سربیره د ګران هېواد ویاړلیو تاریخي شهکارانو،اتلانو،غاریانو او نورو اسلافو په اړه هم په کافي ډول معلومات نه لري چې دغه دوو اساسي عواملو زمونږ علما(دیني پوهان) تل په ملی تصمیم نیولو کې له ستونزو،خنډونو او چلنجونو سره مخامخ کړیدي؛که چیري زمونږ په دیني مدارسو کي دغه دوه مهم اساسي او حیاتي مضامین تدریس کیدل نو زمونږ دیني علما(ملایان،دیني پوهان) به هیڅکله هم په تاریخ کې د تکراری اشتباهاتو نه مرتکب کیدل او دوی به کولای شو چې د خپل هیواد موقعیت،جیو اکنوامیک او جیوپولیټیک په نظر کي نیولو سره د نړۍ د هیژمونیکو قدرتونو او قوتونو په وړاندي په یو متوازن،بي پرې او ناپیلې پالیسی غور او فکر کړی وای؛که تاریخ یی لوستی وای نو د خپل ګران هېواد اتلان،شهکاران،فداکاران او ویاړلي مشران او رهبران به یې په صحیح ډول پیژندلي وای او ترڅنګ به یې له تاریخي تکراری اشتباهاتو څخه ډډه کړای وای؛د هېواد پالني په دود او دستور به ملبس او سمبال ول او د وجود په رګ،رګ کي به یې د هېواد پالني په شور او ولولو مستو ګرمو وینو دوران کولای خو داسې څه ترسره نه شول او لا هم دغه چاره او لړۍ روانه ده.

2) د عصري ښوونځیو درسي نصاب تاریخي شالید یا پس منظر:
عصري ښوونځي چي څه د پاسه 140 کاله تاریخي شالید(پس منظر) لري د اوسني(مډرن) نړۍ تر ټولو مهمه،اساسي او حیاتي اړتیا ده ځکه چې نن ورځ کروي نړۍ په پرمختللې ساینس او ټیکنالوژي سمبال ده او چیري چې ساینس او ټيکنالوژۍ ته لاس رسۍ پیدا کیږي،هغه بیا عصري ښوونځي دي.

زمونږ په ګران هېواد کې د عصري ښوونځیو بنسټ ډبره د امیر شرعلی خان د واکمنۍ پرمهال د نوموړي علمدوسته پاچا او امیر لخوا د دوو ښوونځیو(ملکي او نظامي) په تاسیس کولو سره کيښودل شو چي دغه دوره د افغانستان په معاصر تاریخ کي د علم او ادب زرینه او تاریخي دوره بلل کيږي.

د عصري ښوونځیو درسي نصاب د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال د هندي استادانو لکه: ډاکټر عبدالغني،ډاکټر عبدالعلی،مولوی نجف علی،محمد چراغ،چودری عبدالعزیز،چودری اسماعیل او نورو استادانو لخوا د انګلستان هیواد پرمزاجونو استوار جوړ شو ځکه چې ډاکټر عبدالغني چي ددغه ډلي مشر و په انګلستان هیواد کي لوړې زده کړي کړي وي؛ وروسته د امیر امان الله خان د سلطنت او امارت پرمهال په درسي نصاب کولی تجدید نظر وشو او په دغه وخت کي د هندی استادانو ترڅنګ د ترکیی د سیکولر مصطفی کمال اتاترک د سیکولور ریفورمونو په استفاده ماهرین راوغوښتل شول ترڅو زمونږ تعلیمي نصاب راچمتو کړي؛ نو په همدي اساس زمونږ د ښوونځیو روح او روان تر ډیره بریده د غربی سیکولر تمدن تر تاثیر(اغیز) لاندی و/دی؛نو په همدي اساس زمونږ د عصري ښوونځیو زده کوونکی تر ډیره بریده غربي فرهنګ او کلتور ته مایل دی.

وړاندیزونه:
1)دریني مدارسو درسی نصاب په اړه:
1. د دیني مدارسو درسی نصاب باید په بشپړ ډول بیاځلي د مجربو،متخصصو او ماهرو جیدو علما پرمټ د اسلامی شریعت په چوګاټ کي د ملی ګټو،باورونو،اعتقادونو او اوسني عصر غوښتونو په رڼا کي جوړ،تدوین،ترتیب او اماده شي؛که چیري دغه چاره یا کړنه ترسره شی نو زمونږ علما به په بشپړ ډول د خپل هېواد چاپیریال او د نړۍ له حالاتو سره آشنا وي.

2. که چیري په بشپړ د نصاب بدلون زمان ګیره وی نو باید منطق او حکمت چي ترټولو مضامنیو ډیر وخت نیسي له اوسني نصاب څخه وویستل شي او پرځای یی تاریخ او جغرافیه تدریس شي یا د نصاب برخه وګرځي چي پدی سره به زمونږ علما(دینی پوهان،دینی زده کړو زده کړیالان) د خپل هیواد جغرافیوی ارزښت،ګټو او موقعیت سره په صحیح ډول اشنا وی او لدی سره جوغت به د خپل هیواد تاریخی قدامت،شالید،واقعاتو او واکمنانو په اړه معلومات ولري.

3. په اوسني نصاب کي باید 50فیصده ریاضي هم شامل شی ځکه چي ډیری مسایل لکه: میراث،حقوقی مسايلو او نور ریاضیکی محاسبو ته اړتیا لري.

4. په اوسني نصاب کي عربی په تیوريکي بڼه لوستل کیږي چې له همدی امله زمونږ د مدرسو فارغ علما په عربی ژبی کامل تکلم وړتیا نلري نو ددغه ستونزي د حل په موخه باید عربی ژبی ته خاصه پاملرنه وشی ترڅو علما مو په مستقیم ډول عربی ژبی ته لاسرسی ولری.

2)عصري ښوسونځیو درسی نصاب په اړه:
1. د عصري ښوونځیو درسي نصاب هم باید بیاځلي د مجربو،متخصوصو او مسلکي اشخاصو له لوري د اسلامي اصولو،ملی ارزښتونو،افغاني چاپیریال او اوسني عصر اړتیاو او غوښتونو په رڼا کې دی باید بیا تدوین،ترتیب او جوړ شی.

2. د درسي نصاب په تاریخ برخه کي باید له ډیر دقت او جرات څخه استفاده وشي؛ د افغانستان رښتینی تاریخ باید په همغه شکل چي تیر شوی کټ مټ په درسي نصاب کي ځای پرځای شي ترڅو راتلونکي نسلونه مو د نیکونو تاریخ د خپل ژوندانه منشور په توګه وپیژني.

3. په درسي نصاب کي باید عربي او انګلیسي ژبو ته ځانګړي پاملرنه وشي ترڅو زده کوونکی مو وکولای شي چي هم دین په صحیح ډول زده کړي او هم ساینس ترڅو په رتلونکي کي د یو باایمان او په ساینس سمبال مسلمان افغان نسل شاهدان واوسو.

4. په درسی نصاب کي باید فکري پوهنه مضمون ځای پرځای شي تر څو ځوان نسل مو د غرب له شومو،موخو او توطیو څخه خبر وي او دهغوی فکري جګړی ښکار نشي.

5. هیواد پالنه مو باید د درسی نصاب برخه وګرځي؛ ترڅو زده کوونکی مو باید د هیوادپالني په روحیه او معیار سمبال او ملبس وی.

6. د مهمو کلیدي مضامینو لکه:(ریاضی،کیمیا،فزیک او بیولوژي) درسي کتابونه باید په بشپړ ډول د افغانستان له امکاناتو،اړتیاوو او وړتیا سره برابر وي.

7. په درسي نصاب کي مو باید د کتابونو کمیت ته نه بلکې کیفیت ته لومړیتوب ورکړل شي.

د یوسوکاله،سرلوړي او په سیالانو کي سیال افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx