ادبي لیکني

د ایمان او مادیت له معرکې څخه تأثر

ناصب الدین راشد

د ایمان او مادیت معرکه کتاب د مرحوم علامه سید ابوالحسن علي الندوي رحمه الله کتاب دی، چې ژباړه یې محترم مفتي رفیع الله نعماني صیب کړې.

دا کتاب چې پر 152 صفحو مشتمل دی څلور کیسې پۀ خپل بر کې نیولې. کیسې که څۀ هم دزمان او مکان له پلوه سره بېلې او متفاوتې دي؛خو دمحتوا او پیغام له اړخه یوه له بلې سره ټینګه اړیکه او ارتباط لري.

لومړۍ-کیسه یې داصحاب کهفو.
دویمه-د ددووباغو دڅښتن.
دریمه-د موسی او خضر علیهمالسلام دملګرتیا.
څلورمه-د ذوالقرنین باچـــا.

لیکوال له دې لامله،چې دعلمیت پۀ لوړ پوړ کې قرار لري او دقت،تحقیق او څېړنه یې له ځانګړنو څخه ده او له دې سره-سره دکهف له سورة سره یې اړیکه دوامداره وه،دکیسو مغز او نچوړ را سپړلی.

لیکوال پۀ دې کتاب کتاب کې پرماده پرستو اودمادیت پر ناوړه فلسفه ډېر کاري ګوزارونه کړي. او دمادیت پرستۍ هغه پټ او خفي انواع او شکلونه یې را برسېره کړي،چې ټولنې او وګړي پۀ غیر شعوري او غیرقصدي توګه پۀ کې ښکېل شوې.

او پر دې یې رڼا اچولې،چې دمادیاتو تسخیر او پۀ واک کې اخیستل، درښتیني بري اوعزت لار او لامل هېڅکله نه ده او نه به شي.

او پۀ څنګ کې لیکوال دایمان،عقیدې او باور هغه ښکلې،روښانه او رغنده څېره چې زړونه اوبه پرې څښي او سترګې پرې یخېږي،لاښه ځلولې.

او پر ایمان او عقیده مرتب هغه سکون،ارام اوبریا یې پۀ نقلي او عقلي وجوهاتوپۀ کامله،حکیمانه او اسانه توګه داسي تشریح کړې،چې ماشوم یې هم له مادیت او مادي ذهنیت څخه پۀ پوره توپیر او اهمیت ګویا کېږي.

او دا وصیت او لار ښو ونه کوي،چې پۀ سترګو لیدل کېدونکي تغیرونه،ادلونونه بدلونونه له ظاهري اسبابو سره ونه تړو. چې په پایله کې یې اسبابو ته خالقیت او مطلق قادریت ثابتېږي.

او بلآخره لیکوال دایمان او عقیدې هغه مزي اوتارونه_چې ټینګول یې دایماني قوت او رغړندکول/سوستول یې دایمان او عقیدې دضعف لامل جوړېږي_پۀ ګوته کړي.

او پۀ پای که یې دا پۀ ثبوت او عیني توګه پۀ اثبات رسولې،چې دمادي تهذیباو مادي فکر پۀ مقابل کې تل ایماني تهذیب او عقیده ثابته او دمبارزې پر میدان ګتونکې پاتې شوې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx