ادبي لیکني

غربي تمدن نن سبا

حسین احمد ملاخیل

له ډیرې مودې راهیسې مې دا تلوسه لرله ترڅو د غربي تمدنا او د هغې په تاریخی شالید، حقیقت، عقیدتی او فلسفي بنسټونو باندې ځان پوهه کړم. دې موضوع لپاره مې یو څه کتابونه مطالعه کړې هم وو او هم مې یو نیم مقالې لوستې وي. خو بیا هم دا سوالونه چې څرنګه کلیسا د دینې او فکری استبداد لاره غوره کړه؟

د غرب د الحادی تمدن فلسفی او فکری بنسټونه څه دي؟ غربی تمدن کې د انسان په اړه څه نظر موجود دی؟ د عیسی علیه السلام په دین کې د تحریف لاملونه څه وو؟ څنګه کلیسا د علم(ساینس) سره مخالفه شوه؟ غربی ټولنه څنګه لومړی د الحاد لومړی پړاو ربوبیت(Deism) خوا ته لاړه؟ او بیا څنګه اروپا په پشپړ دول الحاد کې پریوته؟ څنګه سیاسی نظام کې د نظام جوړونې حق د الله(ج) څخه واخیستل شو؟ ولې یی د بشر د حقوقو پنوم ولس ته ډیره ازادی ورکړې ده؟ اقتصادی نظام یی څنګه په لیبرال دموکراسۍ واړولو؟ ولې یی د هر څه د معرف لپاره عقل ته اعتبار ورکړ؟ او داسې نورو ته مې د ځان سره هیڅ مستند، منطقی، عقلی او نقلي جوابونه نه لرل.

تیره هفته مې ناڅاپه د دوکتور مصباح الله عبدالباقی کتاب ( غربی تمدن شالید، حقیقت، عقیدتی او فلسفی بنسټونه) کتاب باندې سترګې ولږیدې، کتاب مې ترلاسه او ولوست.
واقعا چې یاد کتاب کې د غربی تمدن څخه پرده پورته شوې ده.

کتاب کې د اوسنی غربي ټولنې اصلی څیره رابرسیره شوې ده. کتاب هغه فکرونو ته ډیر څه لري چې غربی ټولنه د ځان لپاره الګو ګڼي. دا هغه موضوع ده چې بدبختانه زمونګ د ولس اکثر وګړي حتی علمی طبقه هم ترې متاثره ده او په یو ډول شک او ازمیښت کې پریوتي دي چې کله د اسلام روغو بنسټونو ته ګوري او بیا د اسلامي نړۍ او مسلمانانو وروسته پاتې والي ته ګوري او په عین حال کې د غرب مادي پرمختګ ته ګوری نو صحیح لاره یی له نظره غائبه ده او تصور کوي چې کامیابی او پرمختګ لاره یواځه هغه ده چې غرب پرې تللی دی. نو کتاب کې ډیر داسې پوښتنې شته چې ځوابوته ورته ورکړی شوي دي.

کتاب کې د غربی تمدن د ټولو فلاسفانو نقل قول شوی او د دوکتور صاحب لخوا یو مستند، نقلی او عقلی ځواب او بدیل یادونه شوې ده او د هغوي ټول اقوال یي ځواب کړې دي. چې دا زما په اند د یو لیکوال لپاره یوه ښه خاصه بلل کیږی. او پای کې دا هم لوستلئ شئ چې د غربی تمدن سره څنګه چلند وشي.

د کتاب یوه ځانګړتیا دا هم ده چې په روانه ساده پښتو ژبه تألیف شوي دی، یعنی پښتو ژبې ته یی یو لوی ویاړ وربښلی دی. نو د ټولو ملګرو څخه مو هیله ده چې دا کتاب د مطالعې لپاره انتخاب کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx