ادبي لیکني

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

استاد عبدالجبار وحدت

د یوې بې وروره خور کیسه په ډېر عجیب انداز کې کوي
د ټولنې جِبر ،ناوړه ګټه اخیستنې او د زرګونو تربرونو په شتون کې د دې خور بې کسي سړی پر ملا غوټ ماتوي او لوستل یې زړه ته شدید ټکان ورکوي.

د انسان په جامه کې حیوان صفته داړه ماران یې د حیثیت او عزت غلا ته سترګې پر لار وي.
زوند یې سختېږي، مور یې ناروغېږي ، د ازموینو وروستۍ شپې یې دي ، د ښوونځي د ځینو جامدو او بې ځایه قوانینو په اساس مبایل ترې ږدي ، مور یې د کوما حالت ته رسېږي چې هر څه زنګ کوي ، څوک یې لور ته اجازه نه ورکوي، چې د مور زنګ ته ځواب ورکړي(رښتیا هم زموږ ځینې قوانین داسې وي چې تطبیق یې اصلاً ممکن نه دی ، یا حماقت دی ، یا د بل چا د زوند سره لوبې کول دي) بالاخره یې بل څوک روغتون ته وړي، رښتیا ډېر قصاب صفته روغتیا پالان هم پیدا کېږي، د عملیاتو پر مهال یې د مور د وینې مهم رګ پرې کوي، لومړی ځل دی چې په په مظلومه مور یې هغه بې سواده طبابت زده کوي، د مرګ تر بریده رسېږي، وینې ته یې اړتیا پیدا کېږي، بیا د چنار په نوم یو تکړه او مسلمان!؟ طبیب راځي ، په داسې حال کې چې سیروم یې خپل رګ ته تړلی وی،همدې مورکۍ ته وینه ورکوي او هم یې معالجه کوي.
وروسته ثابتیږي چې هغه هم بالاعوضه همکاري نه کوي.

خیر ناروغ په سخت حالت کې دی ډاکټران یې مور ته درمل لیکي، سره له دې چې ځینې یې په سټاک کې موجود هم وي ، خو ورته وایي چې بهر ته لاړه سه دا تجارت رښتیا هم په ډېریو دولتي روغتونونو کې سته، درملتون والا هم په بیزنیس کې نمبر ون دی د( ۵۰۰۰) افغانیو درمل په مېز ورته کووټ کوي، دا په معصومه څېره ورته وایي ،چې له ما سره دومره پیسې نشته، کوت کوت او په لاسونو کې استهلاک سوی د افغانیو زرګون ورته نیسي، درمل خرڅوونکی غوسه کوي او بیرته درمل ترې را اخلي، ورته وایي څه خیرات خو نه دی،ځه ولاړه سه وخت مې مه ضایع کوه، بلاخره مجبورېږي، یوه داړه مار ترورزي ته زنګ کوي او د پیسو تقاضا ترې کوي هغه په مشروط ډول پیسې ورته راوړي البته د عزت په بیه، څه موده وروسته پرته له دې چې د مور د روغتیا پوښتنه ترې وکړه، هغه د …..غوښتنه ترې کوي.

موږ عجیب انسانان یو د اسلام کلیمه مو یوازې په تذکره کې لیکل شوي ده، نور د اسلام او ترحم په نوم هیڅ نه پېژنو، په هر صورت یوه خبره ده ، وایي تربوره ته څوک بې وروره مه کړې ،خورکۍ کیسه کوي چې تر پمنو سپیو مې ډېر د تره زامن درلودل، مګر هیڅ ښمر مې نه پرې کېدل د ډېریو ارادې راته پر غلطه وې ،هره ورځ یې دا خوبونه لیدل چې څه وخت به زما د پلار میراته کیږي او زه به د دوی مینځه او نانځکه کېږم،ناهیده یو بې مسؤلیته چرسي پلار لري هغه یې هم چندان په قیصه کې نه دی خور پلار ته زنګ کوي چې مور مې سخت ناروغه ده، په ایمرجنسی خونه کې بیستر ده، هله زر راسه چې مړه کېږي، هغه غوسه کېږي وایي کار څرنګه کړم؟ نا ترسه مدیر به ممکن اجازه نه ورکوله.

ناهیده بله خبره دا کوي چې زما ټوله ورځ روزه وه، وچې شونډې او حلق د ایمرجنسي اتاق مخې ته په دوو پښو انتظار وم ، هر ناروغ ته شپه په شپه پایوازان بدلېدل ، مګر زما هیڅوک نه وو چې دمه راکړي، هو ښه پرېمانه وو لکه پمن سپي ،مګر زما ښمر نه پرې کېدل( د پمن سپي اصطلاح په اساني څوک انسان ته نه کاروي، زه پوهېږم چې دا د مجبوریت نهایت وو، ډېره ترې نهیلي او تنګه شوي وه.

د غربت او یواځیتوب څخه یې سخت سر ټکولی دی او د خپلې مور جنازه یې د ترکانو(کم رنګه) جنازې سره ورته معرفي کړي ده.

هغه ترورزی یې د بلاک مېل فکر ورته کړی وو او له جنازې وروسته یې زنګ ورته وکړ چې یو شرط مې …ومنه او له دوه ورځې ژونده خوند واخله،که نه وي سبا مې پیسې راکړه.
دا سوه د ترورزي مسلماني یا بسلماني!

بالاخره مور یې مري، پلار یې د خپلې خوښۍ پخاطر ځانته ځوانه انجلۍ په بدل نکا کوي، او خپله با عِفته لور پوډري او د تابلیټ کا والا ته ورکوي ، د واده شپې رانږدې کېږي ، ناهیده خورکۍ خفه وي او د فکر توپان له ځان سره اخیستي وي، شپه را رسیږي میړه یې د تابلیټ کا( د نشې حرامې ګولۍ)وړاندیز ورته کوي دا یې ردوي ، ورته وایي چې داخو د نشې ګولۍ دي اړ حرامې دي، میړه خبره ورغبرګوي او ورته وایي چې ما ښځه نه بلکې بل مېړه کړی دی ، څه د جومات ملا خو نه یې چې نصیحتونه راته کوې او دا ټابلیټ چې پېژنې هرومرو دې کارولي دي، بلاخره پرې راجګېږي مظبوط سوک يې پر دا مخ وهي او په سپین مخ یې د سرو وینو نرۍ لیکې جوړوي ، نرۍ جګه پُزه یې ور ماتوي،

په سبا یې د واده ټول سامان بهر حویلۍ ته را اچوي او اور ورکوي،نری لوګی یې نور هم زړه ور نری کوي، خیر شپې تېرېږي.

په دې ناول کې ګډې کورنۍ هم سختې غندل سوې دي او که رښتیا ووایو یادې کورنۍ له ستونزو هم مالامال وي، یو وخت لیوره ته ډوډۍ وروړي اسلامیت شه شی وي چې په چا کې وي، هغه ظالم ظالمانه غوښتنه ترې، حُسن هم په اوس حالت کې بد شی دی خپل حُسن به در پورې اور وي ، د هر چا سترګې به در پکې خښې وي، دا خلک ځینې یې حُسن پرست مګر ډېر یې شهوت پرستان دي. بلاخره ظلم صورت نیسي چیرته د ښځې او چېرته د نارینه زور ، له ناهیدې عِفت او عزت په زور اخلې، ناهیده ورته وایي چې که ستا له میرمن سره څوک داسې کار …. وکړي ، ته به څه کوې؟

هغه ورته وایي چې وژنم یې.
دا په ډېر عاجز انداز ورته وايي ، زه هم د یوچا مور، خور،مېرمن او ناموس یم، مه کوه.
خو لیوه ته ورته انسان خپل ضد پوره کوي،
او ناهیده هم قسم ورته کوي چې که قتل کبیره ګناه هم دی، بیا به هم له تا د خپل عزت پور اخلم، بالاخره یې یو ځای چکر ته راغواړي، ځکه خو د اسلحې زده کړه د ځان د دفاع پخاطر سنت دی، لیوه(لیور) خوشحالیږي په چکر یوې صحرا ته ځي او غیرتي ناهیده لېوه(لور) په دا غټ سر ولي، ماغزه یې ورشیندي او ځان د وجدان له عذابه خلاصوي، بیا یې په هغې منحوسې څېرې سترګې نه لګیږي.

بالاخره له زونده سخت تنګېږي د ټولنې بې ځایه رواجونو او د انسان نما حیوانانو څخه تنګیږي او پخپل لاس خپل زوند ته هم د پای ټکی ږدي.

پای
ټول سره درد دی ،حماس صیب بیخي خوندور شهکار کړی دی، په ګوتو، مټو او علم یې برکتونه.
د زیات جذابیت له وجې مې په څو ساعتونو کې ولوست.
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx