افغانستاننړۍ

له چین وروسته، پاکستان په افغانستان کې رسمي سفیر ټاکي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان مشهورې انګلیسي ورځپاڼې دِ نیوز په یو راپور کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سید جلیل عباسي له قوله لیکلي چې پاکستان به له چین وروسته ډير ژر افغانستان ته نوی سفیر معرفي کړي.

سید جلیل عباسي د نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې دا څرګندونې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې عبیدالرحمن نظاماني چې مخکې په کابل کې د پاکستان سفارت شازدافیر و، د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه به وټاکل شي.

هغه یادې ورځپاڼې ته ویلي چې نظاماني د سیمې څخه پراخ معلومات لري.

عباسي زیاته کړې چې چین او پاکستان پر دې بحث کړی چې څنګه د سي پيک پروژه افغانستان ته وغځوي او د چین سفیر په افغانستان کې ټاکل د دغه هدف لپاره لومړی قدم و.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې چین لومړی هیواد و چې افغانستان ته یې رسمي سفیر معرفي کړ او خپل باور لیک یې په رسمي مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ته وړاندې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx