افغانستان

روسیه راتلونکی کال، افغانستان کې د پانګوني په موخه د روسیې-افغانستان دوستي کنفرانس جوړوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، لړم ۳مه، ۱۴۰۲ل)؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د پلاوي په ملتیا، روسیې هیواد ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د ولسمشر له سلاکار رمضان عبدالطیف اوف سره کتلي دي.

په یاده کتنه کې ښاغلي رمضان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته لېواتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده چې هیواد به یې په افغانستان کې د پانګونې په پار راتلونکی کال د روسیې-افغانستان دوستي کنفرانس جوړ کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د پانګونې په برخه کې له پانګوالو سره اړینه همکاري کوي او په دې برخه کې ورته د پام وړ اسانتیاوي برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx