د نن سرلیکنه

د خپلواکي ۹۵ کلیزه دې ټولو افغانانو ته مبارک وي

نن د زمري ۲۸ مه له انګریزې استعمار څخه د افغانستان د خپلواکي ویاړلې ورځ ده .

۹۵ کاله مخکي په همدې ویاړلې ورځ غیرتي افغانانو له یرغلګرو انګریزانو څخه د ډیرو قربانیو او سر ښندنو په برکت خپله ازادي تر لاسه کړه.
سږکال د هیواد خپلواکي ۹۵ کلیزه په داسې مهال کې راځي چې افغان غیرتي ولس له امریکايي اشغال څخه د خپل هیواد ازا دیدلو ته لحظه شماري کوي.

سږ کال افغانان د خپل هیواد د خپلواکي ۹۵کلیزه په داسې مهال کې لمانځي چې نه یواځې د انګریزانو د دوباره ماتولو ویاړ یې په برخه کیږي ، بلکې د انګریزانو د ماتولو ترڅنګ یې د ۴۸ صلیبي اشرباڼو او د هغوی په سرکې د مغرورو امریکایانو دشکست افتخار هم په برخه کیږي . ان شاء الله.

یقینا چې دا یو لوی ویاړ دی ، داسې ویاړ چې د سلګونو زره غیرتي افغانانو د شهادتونو، اسارتونو ، جراحتونو او مهاجرتونو په قیمت ترلاسه کیدونکی دی.
له بده مرغه نن په افغانانوکې یو شمیر داسې کسان هم شته چې هغوی د پرونیو ماتې خوړلو انګریزانو تر شا ولاړ دي ، خو بیا هم خپل دغه عمل د هیواد د آبادي ، اوترقي لپاره یو خدمت توجیه کوي ، هغوی هم نن په داسې حال کې چې د آزادۍ د څلې ترڅنګ د انګریزانو بیرغ تر افغانی بیرغ ډیر لوړ رپیږي له انګریزانو څخه د هیواد دخپلواکي د ورځې لمانځلو دعوې کوي.

همدا کسان په داسې حال کې د انګریزانو پرخلاف د خپلو پلرونو او نیکونو د کارنامو یادونه کوي چې خپله دوی نن دانګریزانو په غلامي ځان ویاړمن او د هغوی دوباره اشغال د افغانستان لپاره د ترقي لامل بولي.

خو حقیقت دا دی چې غلامي ،غلامي ده که څه هم چې هغه په هرډول نویو تعبیرونو او بدلو توجیهاتو کې ونغښتل شي.

هر هغه څوک چې نن د بهرنیو متجاوزینو پر مټ پر هیواد مسلط او یا د مسلط کیدو هڅه کوي ، هغوی د انګلیسي متجاوزینو پرخلاف د خپلو نیکونو او پلرونو کارنامو ته عقیدت نه لري او د هغو توهین کوي.

افغان ولس چې په یوویشتمه پیړۍ کې هم د نړۍ د ټولو ولسونو په سطحه یو امتیازي افتخار لري ، هغه له خپله هیواده د اجنبي متجاوزینو د شړلو او دهغوی د ماتولو افتخار دي .

چې نن د اجنبي یرغلګرو لخوا د افغانانو د دغې ذاتې ځانګړتیا د له منځه وړلو لپاره ډیر کوښښونه کیږي ، او د هغې پرخلاف ډیر ناوړه تبلغات کیږي . څوک له خپل هیواد څخه د افغان مسلمان ولس دغه برحقه دفاع تروریستي عمل ګڼي، څوک یې د ترقي او پرمختګ خلاف بولي او څوک یې هم کور ورانوونکې جګړه .

خو که هرڅوک د ننیو یرغلګرو پرخلاف د افغانانو روان مشروع مقاومت ناسم بولي هغوی دې د پرونیو انګریزانو پرخلاف د خپلو نیکونو د کارنامو لمانځلو دعوه نه کوي؛ ځکه دهغوی تاریخي کارنامه له خپل هیواد څخه د پردویو شړل او دهیواد آزادي وه.

ازادي او خپلواکي هغه الهي پیرزوینه ده چې په خپلو غیرتي بندګانو یې لوروي.

مونږ باید له پرونیو تیري کوونکو انګریزانو څخه د خپلو مجاهدو پلرونو په توره اخیستل شوېې خپلواکي داسې لمانځنه وکړو چې له ننیو یرغلګرو څخه د خپل هیواد د آزادولو لپاره د هماغو غیرتي اسلافو پر نقش قدم پل کیږدو او د استقلال او آزادي د ترلاسه کولو لپاره د هغوی لاره عملي کړو چې دغه کار په اصلي معناسره د آزادۍ د ورځې د لمانځلو حقیقي مفهوم دی .

خپلواک او آباد دې وي افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهید شهید

دا لیکنه که د استعماری ایزمیانو له خوا وی مونږ نه ملامتول ، ځکه هغوی ته اوسنی اشغال اشغال نه دی غلامی ته خپلواکی او خپلواکی ته غلامی وایی او او … ولی د نن ټکی اسیا د چلونکو له خوا چه د خپلواکی د ۹۵ ومی کالیزی لمانځنه او مبارکی په هکله مقاله لیکی ماته د منلو وړ نه ده کشکی دی کی یی له لیکلو مخکی یی تجدید نظر کړی وی ، پنځه نوی ومه کالیزه به هله سمه وی چه مونږ په دی ۹۵ کلونو کی خپلواک پاتی وی ، مونږ خو دا ۴۰ کلونه د مستقیم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x