نظــر

زموږ رسنۍ

د،ب،هيښ

زموږ رسنۍ بايد ديني – ملي ارزښتونو ته متعهدې وي، په ننۍ زمانه کې رسنيانې او فعاليت يې په دولتدارۍ او سياست کې د دولت د دريو اورګانونو ( مقننه ، اجراييه او قضاييه) تر څنګ څلورم قدرتي اورګان دئ او د هر چا د لوري چې مديريت کيږي د ټولنې په سياسي -اقتصادي -اجتماعي -امنيتي او ثقافتي امورو کې به هغوی برلاسي وي.

رسنيانې د ټولنې د اصلاح او يا بربادۍ دواړه حالتونه پياده کولئ شي . خبره په دې کې ده چې جلو ئې د چا په لاس کې دئ ، د صاليحينو او يا مخربينو ؟
د ګلوباليزم او انترنيت په عصر کې د رسنيانو کنترول او ورته پولې او چوکاټونه ټاکل ډېر سخت دي او لکه دلمر او هوا په شان ئې د جهان هر کونج او شېلې ته ئې د نشراتو شعاع او څپې رسيږي .

رسنيانې هم عيناا لکه جهاني سياسي -نظامي-اقتصادي رقابتونه او مداخلې په رسنيز ډګر کې فعاليت کوي ، د فرهنګي يرغلونو د پاره اثرناکه وسايل دي څو د خپل نفوذ او تاثير ساحه پراخه او تر خپل واک لاندې کړي.

د فرهنګي يرغل مخنيوی يوازې د ملي رسنيو په تقويت او نشراتي وړتيا سره ممکن دي ، څو ټولنه د فرهنګي يرغل او د هغو د ضررونو نه مصؤنه پاته شي.

شل کلن وحشيانه او ظالمانه اشغال د انساني تلفاتو او مادي خساراتو تر څنګ زموږ ملي کلتور او ارزښتونه‌ ئې د استخدام شويو رسنيو او کرايه شويو مېډيايي کاروباريانو په وسيله هم سخت زيانمن او متضرر کړل . اشغال د خپل شل کلن ناولي وجود په دوران کې د افغاني ثقافت او کلتور د منځه وړلو د پاره پرېمانه پانګونه وکړه . د سل هاوو راډيو ګانو ، تيلويزيونې شبکو ، اخبارونو ، مجلو ، د مدني ټولنو تر نامه لاندې دغربي کلتور د ترويج مرکزونه تاسيسولو او انترنيتي پاڼو په جوړولو ئې کوښښ وکړ څو افغاني ټولنه د خپل کلتور نه جدا او د غربي کلتور تقليد ته و هڅوي . ځکه د يوه ملت د غلام کول يوازې په هغه صورت کې ممکن دي ، چې د خپل ملي کلتور نه خالي او استعماري -استثماري کلتور په کې ترويج او قبول شي .

د ا.ا.ا په راتګ سره ، مستقيم او مشهود نظامي-فزيکي اشغال ختم شو او خپلواکي حاصله شوه . خو د کلتوري تجاوز او اشغال ريښې و نه ايستل شوې او ډېری رسنيانې چې د اشغالګرو په هوا او راشن يې ژوند کاوه پاته شوې. د اشغال سره د زېږېدلو رسنيو نه ځنو يې د اشغال د ختم سره خپل بساط ټول کړ ، د صحنې نه ووتلې ، خو ځنې يې بيا تر اوسه په رسنيز ميدان کې په فعاليت لګيا دي.

اوس سوال دا مطرح کيږي ، چې ددې رسنيو د نشراتو هدف څه دئ او ګوذاره يې په څه شي ده ، حال دا چې د اشغال په وخت کې يې مصارف اشغالګرو ورکول او وظيفه يې د اشغالګرو امر په ځای کول وو.

بناا د ااا بايد د رسنيو والاوو نه جدي پوښتنه او تحقيق وکړي چې د تمويل منبع يې کومه ده ؟
نشراتي پاليسي ئې د ملي ارزښتونو او ملي ګټو د دفاع او پياوړتيا ، په ټولنه کې د سولې -ثبات او امنيت د تقويه کېدو د پاره ده اوکه دتخريب ، تعصب ، شرارت او نويو بحرانونو او مصيبتونو د راوستلو د پاره .

په غربی دونيا کې د خصوصي رسنيانو د تمويل منابع د صنعتي-تجارتي توکو
اعلان ، سپورتي لوبو ښودل او په رسنيو کې د ليدونکو ، اوريدونکو او لوستونکو د حق العضويت له لوري تاءمينيږي او په متواتر او شفاف شکل دولت ته خپل حساب ور ښيي .
خو په بې پوښتنې افغانستان کې هېڅوک دا پوښتنه نه کوي ، چې دا دومره مصارف د کومه کيږي ؟

صنعت ، توليد ، تجارت او د خلکو اقتصادي وضعيت خو ټولو ته معلوم دئ ، چې فقط په نصوارو او خيرات ګوذاره ده . پورته ذکر شوي امکانات خو هم نشته ، نو دا ګزاف لګښتونه د کومه کيږي ؟
زموږ اکثريت رسنيانې د اشغال د وخت ميراث دئ او په هغه وخت کې به هغوی خرچه ورکوله ، خو اوس چې اشغال ختم شو بيا د کومې منبع نه تغذيه کيږي ؟
پارسيوانان وايي:

(کسی که نان میدهد ، فرمان هم میدهد . )

نو دا بايد واضح شي چې دا ډوډی او مصارف د چا د فرمان د اجراکولو د پاره په لاس راوړي .

د بيان ازادي هو ، خو بې بندوباري ، شرارتي تعصب ته لمن وهل ، دروغ او افواهات خپرول او تر ټولو مهمه د ديني -ملي ارزښتونو او منافعو ضد سنګر نيول بيا د بيان ازادي نه بلکې په ښکاره د دين -اولس- وطن او ملي مقدساتو سره ښکاره دوښمني،ملي خيانت او په لسټوني کې ماران ساتل دي ، چې ديني -ملي زعامت يې بايد د فعاليت مخه ونيسي او موقع ور نه کړي چې ټولنه د سياسي -ټولنيز- اقتصادي -امنيتي او ثقافتي بحران او مصيبت سره مخامخ کړي .

زموږ خپلواکي ، ازادي ، ديني -ملي ارزښتونه ، ملي منافع او تاريخي افتخارات هغه وخت د بالقوه دسيسو د ضررونو نه محفوظ پاته کيدئ شي ، چې رسنیانې مو مستقلې او ديني -ملي ارزښتونو ته نه يوازې احترام ولري ، بلکې ساتنې ، ودې اوغوړېډلو ته ئې صادقانه کار وکړي او دې ارزښتونو ته تعهد ولري . د خلکو د هوښيارۍ ، بېدارۍ ، پوهاوي او خبرولو د پاره کار وکړي او د دوی په ژوند کې د سهولتونو د راوستلو او خطرونو د مخنيوي معلوماتونه ورته بيان کړي .
د دولت او اوليائې امورو په غلطيانو د سالم او سازنده نقد له لارې د اصلاحاتو د پاره فشار راوړي . د فساد ( منابع ، عوامل او عاملين ) رسوا او اوليائې امور ئې د مخنيوي د پاره خپل مسوليت ته متوجه او وهڅوي .

د ابادۍ اوخدمت جهاد
والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx