ادبي لیکني

علمي نقد او اصول یې!

استاد عبدالجبار وحدت
له ډېر پخوا مې زړه وو، چې د نقد، انتقاد او نقاد په اړه یو څه ولیکم ، ځکه موږ ډېری وخت له موضوع سره سیاسي او شخصي برخورد کوو ، ډېری وخت نقد د شخصیت وژنې په خاطر کوو ،یا یې ډېری وخت د شخصي عقدې سړونې په خاطر کوو ، چې دا ټول د نقد خراب ډولونه دي، او له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یې دا ټول ډولونه عام شوې دي، دا ځکه چې موږ د نقد په اصولو نه پوهېږو ، یا په نارمل حالت کې نقد نه کوو، کله چې غوسه شو، یا کله چې له یو چا خپه شو، یا کله چې د چا پرمختګ او ښه شخصیت موږ خواشیني کړي، بیا نو د نقد سور قلم داسې پسې راواخلو چې هر څه یې کراس کوو، په یوه سترګه مو لاس ایښی وي، فقط هغه سترګه مو خلاصه کړې وي، چې بد پرې وینو ، مانا منفي ګرایي کوو، نقاد ته خو دا هم په کار ده چې لیکوال یا د هر کار کوونکې مثبتې نقطې هم بیان کړي، بیا که په موضوع نقد کوي، موږ ویلی شو ، چې له انصاف څخه یې کار اخیستی دی .
نقادي او انتقاد قبلونه په اسلامي ټولنه او یا په هره ټولنه کې د ځانګړې اهمیت لرونکې ده، سم انتقاد د پیاوړو او ضعیفو نقطو پېژندلو سبب کېږي، او له دې لارې د چارو اصلاح ، سمون او رغون رامنځته کېږي، د دې لپآره چې د نقد اساسي موخه د جامعې اصلاح ده ، نو د اسلام مبارک دین هم په دې کار تاکید کوي او وایي ، چې له تدبر او فکر څخه کار واخلۍ،او د موضوع اړوند دقیقه څېړنه وکړئ.همدارنګه په پاک کلام کې فرمایي ( یا ایها الذین امنو لم تقولون مالا تفعلون«سورت الصف-۲) اې مومنانو تاسو ولې هغه وایاست چې کوئ یې نه، دلته یې د کردار او ګفتار تر منځ د موافقت نشتون نقد کړ او رب تعالی وفرمایل چې تاسو ولې داسې کوئ؟
انسان د اماره نفس په لرلو سره همېشه د نفس د سیورې لاندې دی او په خطا کې واقع دی ، ځکه رب تعالی هم فرمایي ، چې ما انسان ضعیف پیدا کړی، د دې خبرې مانا دا ندی چې انسان بېخي ضعیف دی ، انسان ته رب تعالی ډېرې وړتیاوې ورکړې دي، مانا یې داده چې انسان باید خپله کمزوري او تېروتنه ومني او داسې باید و نه وایي ، چې زه سل سلنه په سمه یم او زما هر څه صحیح دي، زما په اند د نقد اړوند ځینې اصول او قواعد که وضع شي ، ډېر به ښه وي، تر دې دمه ما په دې اړوند ځینې خاص او جامع اثر نه دی پیدا کړی .
ښه ده چې لومړی نقد وپېژنو ، نقد عربي کلیمه ده ، په لغت کې نظر ورکولو ، د یو شي پېژندلو او یا ارزیابي او یا د ښو او بدو تفکیک ته وایي چې تشریحي مفهوم ممکن داسې هم وي، چې د دې شي، یا کار ښه او بد اړخ څرګند کړي
نقد د ټولنې د بشپړتیا یوه اساسي او کلیدي فکټور دی ،ځکه انسان نیمګړی دی او خپلو تیروتنو ته څومره چې له بلې زاویې متوجه کيږي ، په ورته حالت کې بهترین سمون رامنځته کېږي.، د یو شخص یا سازمان پرمختګ د هغه د سواټ(SWOT ) په تحلیل کې نغښتی دی، چې باید خپلې پياوړې ،کمزوري نقطې او همدارنګه خنډونه او راتلونکې فرصتونه باید وارزوي.
د نقد ځینې ځانګړنې
• د نقد څرنګوالی: د نقد څرنګوالی باید مالوم وي، چې ایا اصلاحي دی او که تخریبي، چې دا په لویه کې موږ د نقاد له تېرو کړو وړو او شخصیت څخه په نسبي ډول مالومولی شو.
• نقد باید په ډېر ښه انداز، حکمت او علمي ژبه وشي:
نقد سره له دې چې ډېرې ګټې لري، مګر که په غیر علمي ډول وشي او یا الفاظ تریخ وي، نو د ګټې په ځای به مو تاوان کړی وي، علمي نقد کارکوونکی خپلو تېروتنو ته متوجه کوي، الله تعالی هم په دې تړاو په خپل پاک کلام کې فرمایي چې: ادْعُ إِلٰى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجٰدِلْهُم بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ، (سوره النحل ۱۲۵)
ژباړه: [اې پېغمبره (ص)]، د خپل رب د لاري په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه، او له خلكو سره په داسي ډول مباحثه وکړه چي ډېره غوره وي. ستا پروردګار ډېر ښه پوهیږي چي څوك د هغه له لاري څخه اووښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دی .
همدارنګه حضرت عمر (رض) هم فرمایي ،چې هغوی ته د خدای تعالی جنتونه ورکړي، یا په هغوی د الله تعالی رحم وکړي، څوک چې زموږ عیبونه را په ګوته کوي. او د زیاتره خلفاوو کړنلاره او خوښه هم همدا وه ، دوی ناصح خوښول.
• نقد باید له بغض او حسد څخه خالي وي
باید ډېر په ادب او اخلاص سره وشي او نقد کوونکی باید د خپل بغض او شخصي خصومت له مخې نقد و نه کړي.،
• نقد باید په شخصي ډول د برېښنالیک یا نورو لارو څخه په محرم شریک شي :
نقاد باید کلي خبر نه کړي، باید د یوه منظم چینل له لارې موضوع داسې شریکه کړي، چې هم اصلاح راشي ، هم ستونزه داسې حل شي، چې د کار تر سره کوونکی د کمتري احساس و نه کړي.

• د نقد موخه باید خیر خواهي او اصلاح وي:
نقد باید د اصلاح او خیر خواهي په موخه وشي، په دې صورت کې به یې پایله هم مثبته ،مؤثره او مثمره وي.
• نقد باید له ځانه شروع کړو:
انسان باید لومړی د ځان ناقد وي ،دا چاره دوه ګټې کوي، یوه دا چې په نورو باندې له بې ځایه نقد او له بې ځایه غروره مو ژغوري او دې ته مو ور پام کوي ، چې که نور خلک ستونزې لري، نو موږ هم له ستونزو مبرا او خالي نه یو .

• نقد کوونکی باید په اړوند برخه کې پوره حاکمیت ولري
له بده مرغه دلته ډېری نقد کوونکی حتی د نورو مسلکونو وي، ځینو خو هیڅ په هغه مشخصه برخه کې زده کړې نه وي کړي، مثلا یوه موضوع ده، که د هغې اړوند مسلکي شخص کوم چې کلونه یې په دې برخه کې زده کړې او علمي څېړنې کړي دي، که نقد وکړي ، البته د حل لاره یې هم وښیي، ستونزه نشته ځکه د نوموړې تخصصي رشته ده ، مګر اوس دلته د بل ناخبره کس نقد کاملا بې انصافي ده ، که ووایو چې په موضوع باید پوره حاکمیت ولري.
• نقد کوونکی باید پراخه حوصله ولري
مانا دا چې په نقد کې به تلوار نه کوي، داسې نه چې یوه موضوع یې وکتله ، او پرته له تحلیل او تجزیې څخه د نقد قلم پسې راواخلي.
• د نقاد نقد باید اهمیت لرونکی وي
مانا که یې نقد ګټه نه درلوده ، یا یې په علمي ډګر کې موثریت نه وو، باید ترې تېر شي.
مثلا یو لیکوال ډېر مهم کتاب لیکلی، نقاد راجګېږي، فونټ ، رنګونه او ځینې نورې جزوي برخې یې ننګوي ، چې دا کار د دومره زیات اهمیت لرونکی نه دی.
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx