ټولنیزه برخه

لیکنیز دعوت

ضیاءالرحمن حمزه

سهار مې کتاب مطالعه کاوه، یوه کسیه مخ ته راغله چې پکې لیکلي یې و:
د لندن په یوه واټ کې ړوند سوالګر ناست دی او د خیرات غوښتنې پر دړه یې لیکلي:
ښاغلو! لطفا مرسته راسره وکړئ، ړوند یم، څه نلرم.

یو لیکوال راځي، لوحه یې ګوري، ور ښکته کېږي، دړه را اوچتوي او له سره ورباندې لیکي: نن څومره ښکلې او روښانه ورځ ده، خو زه د ځلانده لمر او د خلکو د ښکلو څېرو له لیدو محروم یم.

مازدیګر چې لیکوال بېرته له کاره را ستنیږي، بیا دړې ته ودریږي، ګوري چې د سوالګر ټوکرۍ له پیسو ډکه وي، د ولاړ لاروي پر بوټو لاس وهي، پیژني یې او ترې پوښتي:
ښاغلیه ! تا زما په لوحه څه ولیکل چې له تلو وروسته دې هر څوک پیسې راکوي او لومړی ځل دی چې دومره پیسې ګټم ؟

لیکوال ځواب ورکوي: هېڅ ! مایوازې ستا د خیرات غوښتنې کلمې بدلې کړې.

له دې کیسې معلومیږي چې لیکوال څومره اغېزمن شخص دی، او د ده له قلم څخه بهیدونکی سیاهي څومره کار کولی شي، ډیری خلک حالات درک کولی شي خو لیکوال یې تر نورو ښه درک کوي، اوسنیو حالاتو ته په کتو د دعوت لارې چارې خورا آسانه او کم مصرفه دي، چې لیکنیز دعوت هم د دعوت له مهمو عنصرونو څخه دی، لیکوال کولی شي خپل هدف او فکر خپل مخاطب ته څرګند او واضح کړي او په هغه باندې خپل فکر ومني، ښه لیکوال تل هڅه کوي چې چې د مخاطب اعتبار را خپل کړي او هغه څه چې لیکي د مخاطب په ذهن کې جذب شي، هر څه چې له زړه ولیکل شي، زړه ته لار کوي، او غوره حالت هغه دی چې لیکوال خپل دروني حالت یا هغه شېبه چې د لیکلو پر مهال ورسره مخ دی، په لوستنه کې خپل لوستونکي ته ولېږدوي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx