ټولنیزه برخه

زموږ علماوو ته څه کول په کار دي؟

استاد عبدالجبار وحدت

له څه مودې راهیسې ګورو چې زموږ علمي قشر په اختلافي مسائیلو خپل قیمتي وخت ضایع کوي او له بلې خوا نن سبا د نورو مسائیلو سربیره د دیني مسائیلو د پوهې لپاره له سوشیل میډیا ، ګوګل او داسې نورو اپونو څخه کار اخیستل کېږي ، یوه ځوان ته که هر څومره ووایي چې په ساینسي برخه کې سمه ده تاسې انټرنټي څېړنه حقیقت ته رسوي ، مګر په دیني برخه کې سره له دې چې ډېر زیات کتابونه شته ، مګر موږ غوندې ځوانانو ته یې تشخیص ګران دی ، تر څو موږ حقیقت ته ورسوي ، په دې برخه کې ډېری ځوانان د خپلو مسائیلو حل په کتابونو یا جیدي علماوو څخه نه غواړي ، بلکې انټرنټ ته مخه کوي او هلته تر ډېره بریده مسائیل په داسې ډول ځای پر ځای شوي ، چې سړی نه پوهیږي چې د دې مؤلف څوک دی ، ماخذ کوم دی او د دې کس عقیده او مسلک څه وو، ډېری دیني موارد د شعیه ییزم فلسفې او عقیدې پر بنسټ بیان شوي، چې ځوانان د کعبې پر ځای ترکستان ته بیایي.

خلاصه هدف دا چې که ممکنه وي ، اهل سنت والجماعت قوي علما په یوه خوله شي او په ګډه دې ته کار ووایي ، ټول اهم دیني مسائیل په ملي ژبو له دقیقو سرچینو سره اپلوډ کړي، دا به یې ستر دعوت کړی وي، زه بیا ووایم نن سبا هغه خلک ډېر کم دي ، چې دیني مسائل د افلاین ولولي یا واوروي، فلهذا دا برخه مهمه ده او سخت خوند به کوي چې یوه دیني مسئله سرچ کوې ، د خپل مسلک مطابق یې په ملي ژبو ځواب ومومې.

پدې کار سره به مو ځوانان له فکري انحراف څخه ژغورلي وي او له لویې سرګردانۍ څخه به مو خلاص کړي وي.
موږ خورا زیات کار ته اړتیا لري او هغه هم موثر کار ته !
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx