نظــر

د افغانستان پر اقتصاد د امنیت اغېزې

استاد عبدالجبار وحدت

دا چې امنیت د ولس ستره هیله، ارمان او الهي نعمت دی، د ولس هره طبقه ( عالم ، سوداګر ، استاد، زده کړیال ، ډاکټر ، هټیوال…. بالاخره عام وګړي د ژوند کولو لپاره امنیت ته اشده اړتیا لري ،یاد فکټور په اقتصادي لحاظ زموږ هیواد د ثبات او ټيکاو خوا ته بیایي، بلاخره د خود کفایي او د ژوند سطحې لوړوالي سبب ګرځي، د ګمرک ، اقتصادي انحصار مخنیوي ، زراعت ، برېښنا ، زیربنایي پروژې، اوبو بندونه ، انرژي، ترانسپورت ، قاچاق او اداري فساد د مخنیوي په برخو کې رغنده او اغیزناک رول لوبولی شي.

اصلا په هیواد کې د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم ترینه موضوع او اړتیا هر اړخیز امنیت ده ، موږ که د ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې ، د کانونو د اغیزناک استخراج ، د مسلکي او تخصصي بشري قوې روزل ، د پانګونې ، د تادیاتو بیلانس ، صادرات ، واردات ، مالي او پولي سیاستونه ، اقتصادي نوسانات، د قیمتونو کنټرول ، د انفلاسیون او دیفلاسیون رامنځته کېدل، د پانګې فرار ، د استخدام سطحې لوړوالی ، د ژوند سطحې لوړوالی ، زیربناوې ، اقتصادي وده ، اقتصادي پرمختیا او دې ته ورته مسائیل مطرح کوو د دې ټولو چارو لپاره لومړنی او اهم ضرورت امنیت دی.

د نړۍ پر کچه هر هغه هیوادونه چې په جګړه ییز حالت کې دي ، هلته بیکاري ، اقتصادي نوسانات ، اقتصادي بې ثباتي ، انفلاسیون ، دیفلاسیون او د تادیاتو د بیلانس کسر، د بودجې کسر او بالاخره د ژوند سطحه نهایت ټیټه وي، هغه ولسونه د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري ، لومړني روغتیايي ضرورتونه یې حتی ندي پوره شوي ، سړي سر عاید یې نهایت ټیټ وي ، اقتصادي وده یې بېخي په راکد حالت کې وي ، د ژوند مطلوب حالت ته رسیدل ورته خیال او خوب ښکاري، بالاخره په مالي بنسټونو کې اداري فساد خپل د اوج نقطې ته رسېدلی وي ،قاچاق په اسانۍ سره صورت نیولی شي ، مالیاتي فرار په لوړه کچه موجود وي.

دا ځکه چې په جګړه ییز حالت کې د دې برخو کنټرول خورا سخته چاره ده ، موږ هیله لرو چې د امارت په حاکمیت او د بشپړ امنیت په شتون کې به تر هر څه مخکې بنسټیزې پروژې رغیږي ، بندونه به جوړیږي ، چې په دې چارې سره د وارداتي بریښنا او کرهڼیزو محصولاتو په برخه د ګاونډیو هیوادونو له اقتصادی وابستګي څخه خلاصون ومومو ،او په یادو برخو مصرفېدونکې پیسې به د ا فغانستان په داخل کې جریان پیداکوي.

دقیقاً افغانستان دومره اوبه لري، که چېزې سمې مدیریت شي، د غرونو کوچیانو ته هم برېښنا ورکولی شي ، د امنیت په شتون کې به پرته له وېرې څخه تجاران او متشبثین پانګونه کوي چې په دې کار سره زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه مساعدیږي ، له ظرفیتونو او منابعو څخه درسته استفاده صورت نیسي چې په دې سره سړي سرعاید او ملي عاید لوړیږي ، زموږ د هیواد GDP زیاتیږي چې دا خپله هیواد د ټیکاو لورې ته بیایي ، د اقتصادي استقلال سره زموږ سیاسي استقلال مستقیما تامینیږي ، بله مهمه خبره چې د امنیت په تامین سره نظامي لګښتونه بېخي کموالی مومي چې دا د داخلي کرنسۍ په ټیکاو کې نهایت مهم فکتور بللی شو ، مواصلاتي وسایل / د موبایل شبکې په اسانۍ سره د ګران افغانستان ټولې ساحې تر خپل پوښښ لاندې راوستلی شي او له دې سره جوخت په هره ساحه کې خپل مراکز جوړولی شي،چې الکترونیکي سوداګري هم د هېواد له هر ګوټ څخه ممکنېدی شي ، د امنیت په تامین سره قیمتونه ثبات پیداکوي او د قیمتونو مطلوبې کچې ته رسېدل خورا اسانېدی شي.

د نرخ نامو تطبیق هم تر بل هر وخته زیات ممکنېدی شي، همدارنګه د امنیت په تامین سره د تادیاتو بیلانس مثبت لورې ته میلان پیدا کوي ، دا ځکه چې تجاران پانګونې کوي او په دې کار سره بهر ته صادرات زیاتېږي چې دا په خپله د نړیوالو سوداګرو پاملرنه دې هیواد ته زیاتوي او د تجارت بیلانس مو هم مثبت لورې ته بیایي، په ګمرکونو کې روڼتیا رامنځته کېږي ، له ټولو مالي او اداري چارو څخه په هره ساحه کې تفتیش ممکنېږي ، د زارعت په برخه کې پرمختللي ټکنالوژي راواردیږي او یاده برخه مو لا پیاوړي کیږي ، اقتصادي انحصار ختمیږي ، د بیکاري سلنه کمیږي ، ملي دسترخوان ته ورته غیر مفیده او موثره پروژې به له لیست څخه حذفېږي ، پانګونه به د تولیدي او ظرفیتي اهدفو لپاره کیږي، اسلامي بانکوالي به رشد او وده وکړي ،دا او دې ته ورته په زرګونه اقتصادي ګټې او اغیزې لرلی شي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx