نظــر

د اميرالمؤمنين اړوند څو کرښې

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

د عاليقدر اميرالمؤمنين ګاونډۍ پاتې شوی يم، د تدريس ځای ته يې په ځلونو تللی يم، په غونډو او جمعې لمونځونو کې چې به عاليقدر امام او خطيب و د ګډون وياړ يې لرم.

اميرالمؤمنين حفظه الله وړاندې تر دې چې د امارت زعامت درنده چاره ورتر غاړې شي، په ټولو وعظونو او ويناوو کې د اسلامي ټولنې تهذيب، تمدن اړوند ډېر حارص و او د غرب او شرق له اسارت يې د اسلاامي نړۍ ازادۍ هيله يې خوارا باريزه وه.

فولادي عزم:
هله چې په هېواد د غربي تاړاک لمن خوره وه او دهېواد زلموټي ورسره په معرکه بوخت وو طبعي ده چې دغه معرکي ستري ناخوالي له ځان سره لرلي لکه سرکرده او پياوړو امارتي قومندانانو د شهاذت بيښي او په دسته جمعي ډول دمجاهدينو د شهادت زړه پږنونکي خبرونه راتلو په تړاو به يې چې کومي غونډي نيول کيدي مشران به څه ناهيلي بريښدو خو کله به چې د عاليقدر نوبت شو د نومړي وينا يقنن چې پياوړی عزم به يې له ورايه څرګنديدو کړل به يې چې اسلام د ايثار او قربانۍ په ژانر ساتل کيږي، پام چې دغه ډول واقعات مو عزمونه د اسلام په لار کې له فداکارۍ او ربړو په شا نه کړي ټول ګډونوال به يقين پياوړی او غم به يې کم شو.

هرکله د حق توصيه؛

کله چې به له ستړو مجاهدينو سره مخ شو تل به يې هغوی ته کړل تل د حق تابعداري کوﺉ هيڅکله له چاسر ظلم ونه کړئ، عام ولس سره د اسلامي شريعت په چوکاټ کې چلند وکړﺉ که کله د مجاهد او ولسي وګړي کومه حقوقي او جزايي موضوع در وړاندې شي د امارت محاکمو ته يې ليږله! او قضاتو ته به يې کړل، ګوره په فيصله مو سليقه او دنيوي جاذبات سيوری ونه غوړوي د حشر د ورځي انتظار وباسئ او ټول څه يوازي د بې نيازه ذات لپاره کوﺉ دا چې خپله اميرالمؤمنين شيخ صاحب د محاکمو مشري کوله هغه وخت کله به چې به د کوم مجاهد او ولسي وګړي حقوقي او جزايې موضوع ورته راجع شوه هيڅکله يې ذره طرف د مجاهد او ولسي وګړي تر منځ نه کاوه.

د علم او پوهي اړوند حرص؛

تل به يې مجاهدينو او مشرانو ته د پوهي او اسلامي شريعت د زدکړي کړل او ورته توصيه يې کوله، چې ګوره چې کله له جهادي فعاليتو اوزګاره کيږﺉ خپل په منځ کې د علم او اسلامي شريعت زدکړه کوﺉ او د عامو علماؤ د پوهي او علمي سوي د لوړولو لپار يې په ټول هېواد کې د فقهي مجالسو نوښت لومړۍ شيخ صاحب وکړو تر څو د عام عللماوو د شريعت له اصلي روح او مزاج سره تړاو سويه لوړه شي.

صله رحمي؛
هغومره زړه سوانده چې يوه واقعه يې د استدلال لپاره راوړم د عاليقد اميرالمؤمنين چې زموږ په خاک افغان کې يو غريب مجاهد چې د شيخ صاحب شاګرد و شهيد سو څو کاله به يې ډالي ورته په خپل شخصي لګښت راليږلې، د نوموړي شهيد مورکۍ او پلار ته ترهغه چې د زعامت وظيفه ورته سپارل کيده او نوموړی له عمومي ليدو کتو څخه د حالاتو ناځوانې پريکړي لري وساتو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx